جَعَلَ اللّٰهُ الْكَعْبَةَ الْبَیْتَ الْحَرَامَ قِیٰمًا لِّلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْیَ وَالْقَلَآىِٕدَ ؕ— ذٰلِكَ لِتَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَاَنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
الله تعالی ګرځولې ده کعبه کور د عزت سبب د ژوند لپاره د ټولو خلکو، په دې باندې د هغوې دیني مصلحتونه ولاړ دي د لمانځه او حج او عمرې نه، او د دوی دنیوي مصلحتونه هم په امن سره په حرم کې او په راکش کولو د هر قسم میوو دې ته، او ګرځولی یې دي د عزت والا میاشتي چې هغه: (ذو القعدة، ذو الحجة، محرم او رجب دي) دي سبب د زندګۍ دوی لره په امن سره په دې میاشتو کې د بل د چا د جنګ کولو نه د دوی سره، او نذر شوي څاروي او هغه څاروي چې په غاړه کې یې ورته امیلونه اچولې وي چې ښودونکي وي د دې خبرې چې دا حرم ته روان کړی شوي دي سبب د زندګي دی دوی لره په امن د خاوندانو د دې کې د پیش کیدلو نه دوی ته په تکلیف سره، دا هغه څه دي چې الله تعالی پرې په تاسو باندې احسان کړی د دې لپاره چې تاسو پوهه شئ چې یقینا الله تعالی پوهیږي په هغه څه چې په اسمانونو کې دي او په هغه څه چې په ځمکه کې دي، او بیشکه الله تعالی په هر یو شي باندې پوهه دی، نو ځکه د هغه شریعت ګرځولي دې شیانو لره –ستاسو د مصلحتونو د جلبولو لپاره او ستاسو نه د ضرر د دفع کولو لپاره مخکې د هغه د واقع کیدلو نه- دا دلیل دی په علم د هغه په هغه څه باندې چې بندګانو لره مناسب وي.
التفاسير: