ثَمٰنِیَةَ اَزْوَاجٍ ۚ— مِنَ الضَّاْنِ اثْنَیْنِ وَمِنَ الْمَعْزِ اثْنَیْنِ ؕ— قُلْ ءٰٓالذَّكَرَیْنِ حَرَّمَ اَمِ الْاُنْثَیَیْنِ اَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَیْهِ اَرْحَامُ الْاُنْثَیَیْنِ ؕ— نَبِّـُٔوْنِیْ بِعِلْمٍ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟ۙ
پیدا کړي یې دي ستاسو لپاره اته قسمونه؛ د ګډو نه دوه جوړې: نر او ښځه، او د وزو نه دوه، ته ووایه -ای پیغمبره- مشرکانو ته: آیا حرام کړي دي الله تعالی دا دوه نران د نرتوب له وجې نه؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو تاسو ښځینه ولې حراموئ؟ او که یا الله تعالی حرام کړي دواړه ښځينه د هغوی د ښځیتوب د وجه؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو ولې تاسو حراموئ دوه نران؟ او که یا (الله تعالی) حرام کړي هغه څه چې مشتمل دي په هغه باندې رحمونه د دواړو ښځینه و د دې وجې نه چې دا په رحم کې دي؟ نو که چیرته یې وویل: هو، نو ته ورته ووایه: نو تاسو ولې فرق کوئ په مینځ د هغه څه کې چې په رحمونو کې دي په حراموالي د نرانو د هغې کله (ځینې وختونه) او په حراموالي د ښځینه و د هغې کله (ځینې وختونه)، خبر راکړئ ماته -ای مشرکانو- په هغه څه چې تاسو پرې باور کوئ (دلیل پرې نیسئ) د صحیح علم نه که چیرته تاسو ریښتوني یاست په خپله دعوه کې چې یقینا د دې شیانو حراموالی د الله تعالی له طرفه دی.
التفاسير: