اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته راو کړي يې دي، زما او خپل دښمنان په دوستۍ مه نيسئ چې له هغوی سره دوستي او مينه کوئ، په داسې حال کې چې هغوی پر هغه دين کفر کړی چې تاسو ته مو د رسول پر لاس راغلی، رسول له خپله کوره وباسي او تاسې هم په مکه کې له خپلو کورنو څخه وباسي، په تاسې کې د نږدېوالي او خپلوۍ خيال نه ساتي، دا د بل هيڅ شي له امله نه دي مګر دا چې تاسو پر خپل پالونکي الله ايمان راوړی، که چېرې تاسې زما په لار کې د جهاد او زما د رضا د لټولو لپاره وتلي واست؛ نو دا کار مه کوئ، هغوی ته د مسلمانانو خبرونه له هغوی سره د مينې له امله په پټه واياست، او زه له دغه څخه پر هغه څه ښه پوهېږم چې تاسو يې پټوئ او څه چې ښکاره کوئ، له دغه او نورو څخه پر ما هيڅ هم نه پټيږي، او څوک چې له کافرانو سره دغه دوستي او ملګرتيا کوي، بېشکه چې هغه له سمې لارې اوښتی دی، له حق څخه لار ورکی او سمې لارې څخه لېرې شوی دی.
که چېرې پرتاسې برلاسي شي هغه دښمني به ښکاره کړي چې په زړونو کې يې پټوي، او تاسوته به خپل لاسونه په ازار رسولو او وهلو در اوږده کړي، او خپلې ژبې به په ښکنځلو او بدو ويلو در خلاصې کړي، او هيله کوي چې که تاسې هم پر الله او د هغه پر رسول کفر وکړئ ترڅو د هغوی غوندې شئ.
تاسو ته به مو خپلوي او اولادونه ګټه ونه رسوي، کله چې له کافرانو سره دوستي وکړئ، د هغوی له امله به د قيامت په ورځ الله ستاسو ترمنځ بېلوالی راولي، جنتيان به جنت ته ننباسي او دوزخيان دوزخ ته، نو ځينې به مو ځينو ته ګټه ونه رسوي، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسې يې کوئ، له هغه پاک ذات هيڅ هم ستاسو له کړنو نه پټيږي او جزا به پرې درکړي.
اې مؤمنانو! کېدای شي الله ستاسو او له کافرانو څخه د هغو کسانو ترمنځ چې دښمني مو وه ورسره، دوستي واچوي، په داسې ډول چې الله به يې اسلام ته لارښوونه وکړي، چې په دين کې به ستاسو وروڼه شي، او الله ځواکمن دی کولای شي چې د هغوی زړونه ايمان ته واړوي، او الله له خپلو بندګانو د هغه چا بخښونکی دی چې توبه ورته وباسي، او پر هغوی مهربان دی.
او الله تاسې د اسلام له امله مو له هغو خلکو سره د نېکي کولو او د هغوی ترمنځ له عدل کولو چې پرتاسې د هغوی حق ورکړئ نه راګرځوي چې ستاسو سره نه دي جنګېدلي او نه يې تاسې له کورنو اېستلي ياست، بېشکه الله هغه عدل کوونکي خوښوي چې د خپلو ځانونو، کورنيو او خپلو اړوندو کسانو په اړه عدالت کوي.
او که د کافرانو لوري ته ستاسو د ځينو مېرمنو د ارتداد په حالت کې وتل فرض کړل شي، او تاسو له کافرانو څخه د هغوی مهرونه وغوښتل او هغوی ورنه کړل، بيا مو له کافرانو غنيمت ونيوی؛ نو هغو مېړونو ته دومره څه ورکړئ چې څومره مهرونه يې لګولي دي له کومو چې مېرمنې يې مرتدې وتلې وې، او تاسو مؤمنان له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وډار شئ.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• في تصريف الله القلب من العداوة إلى المودة، ومن الكفر إلى الإيمان إشارة إلى أن قلوب العباد بين إصبعين من أصابعه سبحانه، فليطلب العبد منه الثبات على الإيمان.
د الله له لوري له دښمنۍ څخه دوستۍ ته او له کفر څخه ايمان ته د زړه په را ګرځولو کې دېته اشاره ده چې د بندګانو زړونه د الله له ګوتو څخه په دوو ګوتو کې دي، نو بنده دې پر ايمان ثابت پاتې کېدل ترې وغواړي.
• التفريق في الحكم بين الكفار المحاربين والمسالمين.
• حرمة الزواج بالكافرة غير الكتابية ابتداءً ودوامًا، وحرمة زواج المسلمة من كافر ابتداءً ودوامًا.
له کتابيې پرته له کافرې ښځې سره د نکاح حراموالی هغه که له پيله کافره وي او که وروسته بيا کافره شوې وي، او همدارنګه د پيل او دوام له پلوه د مؤمنې له کافر سره د نکاح حراموالی.
اې نبي کله چې مؤمنې مېرمنې ستاسره د بيعت لپاره درته راشي لکه څنګه چې د مکې د فتحې پر مهال پېښه شوه، د دې لپاره چې هغوی به له الله سره څه نه شريکوي، بلکې يوازې هغه به لمانځي، غلا به نه کوي، زنا به نه کوي، او د جاهليت د زمانې له عادت سره سم خپل اولادونه به نه وژني، او پر خپلو مېړونو پسې به خپل د زنا اولادونه نه تړي، او په نېکۍ کې به ستا سرغړونه نه کوي لکه له پر مړو پسې له ژړا، سرشکولو او ګرېوان څيرلو څخه منع: نو له هغوی سره بيعت وکړه او د هغوی لپاره ستا تر بيعت وروسته له الله څخه د هغوی د ګناهونو لپاره بخښنه وغواړه، بېشکه الله له خپلو بندګانو د هغه چا ډېر بخښونکی دی چې توبه وباسي، او پر هغوی ډېر مهربان دی.
اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، له هغه قوم سره دوستي مه کوئ چې الله غضب پرې کړی په آخرت باور نه لري، بلکې هغوی له دې څخه داسې نا هيلي دي لکه څنګه چې هغوی د خپلو مړو له راګرځېدو څخه ناهيلي دي دا د هغوی له بېرته ژوندي کېدو څخه د انکار له امله.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• مشروعية مبايعة ولي الأمر على السمع والطاعة والتقوى.
له واکمن سره په خبر منلو، پيروۍ او تقوا د بيعت کولو رواوالی.
• وجوب الصدق في الأفعال ومطابقتها للأقوال.
په کړنو کې د رېښتينولۍ واجبوالی او له ويناوو سره يې سمون.
• بيَّن الله للعبد طريق الخير والشر، فإذا اختار العبد الزيغ والضلال ولم يتب فإن الله يعاقبه بزيادة زيغه وضلاله.
الله د بنده لپاره د خير او شر لاره بيان کړه، نو کله چې بنده کوږوالی او لارورکي غوره کړه او توبه يې ونه اېستله، الله د کوږوالي او لارورکۍ په زياتوالي سره سزا ورکوي.