او له هغه لورې به روزي ورکوي چې پر زړه يې هم نه راګرځي، او په فکر کې يې هم نه وي، او څوک چې په خپلو چارو کې پر الله بروسه وکړي هغه ورته بسنه کوي، پرته له شکه الله د خپل امر نافذوونکی دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای، او نه څه ترې پاتې کيږي، او په رېښتيا الله د هر څه لپاره اندازه ټاکلې ده چې هغې ته به رسيږي، نو د سختۍ لپاره خپله اندازه ده او هوساينې لپاره خپله اندازه، چې يو يې هم د انسان لپاره تلپاتې نه وي.
دغه ياد شوي د طلاق، رجعت او عدت حکمونه د الله حکم دی چې اې مؤمنانو تاسو ته يې نازل کړی تر څو عمل پرې وکړئ، او څوک چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي، الله به يې کړي ګناهونه ترې ورژوي او په آخرت کې به لوی اجر ورکړي، چې جنت ته ننوتل دي، او هغه داسې لاسته راوړنه ده چې نه ختميږي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• خطاب النبي صلى الله عليه وسلم خطاب لأمته ما لم تثبت له الخصوصية.
نبي صلی الله عليه وسلم ته خطاب (وينا) د هغه امت ته خطاب دی ترڅو يې تر هغه پورې ځانګړوالی نه وي ثابت شوی.