ای اولاد د ادم -علیه السلام-! دوکه دې نه کړي تاسو لره شیطان په ښایسته کولو دګناه سره چې پریږدئ حسې لباس (جامې) د عورت د پټولو او یا پریږدئ د تقوی لباس (جامې)، نو یقینا دوکه کړي یې وو ستاسو مور او پلار په ښایسته کولو سره خوراک لره د هغې ونې نه (چې دوی ترې الله تعالی منع کړي وو) تر دې چې اخري انجام یې دا شو چې دواړه یې د جنت څخه راوویستل، او ښکاره شو دواړو ته د دوی عورتونه، بیشکه شیطان او د هغه اولاده ویني تاسو لره او تاسو هغوی نه وینئ، نو په تاسو لازم دي ځان ساتل د هغه نه او د هغه د اولادې نه، بیشکه مونږ ګرځولي شیطانان دوستان هغو خلکو لره چې په الله تعالی ایمان نه راوړي، او هر چې مومنان دي هغه کسان چې نیک کارونه کوي نو د شیطان په هغوی باندې هیڅ وسه نه رسیږي.
التفاسير:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• من أَشْبَهَ آدم بالاعتراف وسؤال المغفرة والندم والإقلاع - إذا صدرت منه الذنوب - اجتباه ربه وهداه. ومن أَشْبَهَ إبليس - إذا صدر منه الذنب بالإصرار والعناد - فإنه لا يزداد من الله إلا بُعْدًا.
چا چې ځان د آدم -علیه السلام- سره مشابه کړ په اعتراف کولو سره او په بخښنې غوښتلو سره او په پښیمانتیا سره او په پریښودلو د ګناه -کله چې د هغه نه ګناهونه وشي- نو غوره به کړي هغه لره رب د هغه، او هدایت به ورته وکړي. او چا چې ځان د ابلیس سره مشابه کړ - داسې چې کله ترې ګناه وشي نو همیشوالی پرې کوي او ضد کوي- نو دا نه زیاتوي دې لره مګر لری والی د الله تعالی څخه.
• اللباس نوعان: ظاهري يستر العورةَ، وباطني وهو التقوى الذي يستمر مع العبد، وهو جمال القلب والروح.
لباس (جامې) دوه ډوله دي: یو ظاهرې لباس دی چې عورت پټوي، او بل باطني لباس دی چې هغه تقوا ده چې همیشه د بنده سره وي، او هغه د زړه او روح ښکلا ده.
• كثير من أعوان الشيطان يدعون إلى نزع اللباس الظاهري؛ لتنكشف العورات، فيهون على الناس فعل المنكرات وارتكاب الفواحش.
ډیر د شیطان د ملګرو نه رابلل کوي ویستلو د ظاهرې لباس (جامو) ته؛ د دې لپاره چې عورتونه ښکاره شي، نو خلکو ته به د منکراتو او بدکاریو کول اسان شي.
• أن الهداية بفضل الله ومَنِّه، وأن الضلالة بخذلانه للعبد إذا تولَّى -بجهله وظلمه- الشيطانَ، وتسبَّب لنفسه بالضلال.
بیشکه هدایت د الله تعالی په فضل او احسان سره وي، او بیشکه ګمراهي د هغه سپکول دي بنده لره کله چې هغه دوستي وکړي -په ناپوهۍ او ظلم- د شیطان سره، او د ځان لپاره په خپله د ګمراهۍ سبب وګرځي.