ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني آية: (41) سورة: الأعراف
لَهُمْ مِّنْ جَهَنَّمَ مِهَادٌ وَّمِنْ فَوْقِهِمْ غَوَاشٍ ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الظّٰلِمِیْنَ ۟
د دې دروغجنانو او لویې کوونکو لپاره به د جهنم نه فرش وي چې هغوی به یې غوړوي، او د دوی لپاره به د بره پردې وي د اور، او د دې سزا په شان سزا مونږ هغه چا ته ورکوو چې د الله تعالی د پولو نه تیریدونکي وي په کفر کولو سره په الله تعالی باندې او په مخ اړولو سره د هغه نه.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• المودة التي كانت بين المكذبين في الدنيا تنقلب يوم القيامة عداوة وملاعنة.
هغه مینه او محبت چې په دنیا کې د دروغجنانو خلکو تر منځ و؛ د قیامت په ورځ به په دښمنۍ او یو بل باندې په لعنت ویلو بدل شي.

• أرواح المؤمنين تفتح لها أبواب السماء حتى تَعْرُج إلى الله، وتبتهج بالقرب من ربها والحظوة برضوانه.
د مومنانو روحونو لپاره به د اسمان دروازې پرانیستل کیږي تر دې چې الله تعالی ته وخېژي، او خوشحالیږي به په نزدیکت سره د خپل رب څخه او په حاصلولو د هغه د رضامنتیا.

• أرواح المكذبين المعرضين لا تفتح لها أبواب السماء، وإذا ماتوا وصعدت فهي تستأذن فلا يؤذن لها، فهي كما لم تصعد في الدنيا بالإيمان بالله ومعرفته ومحبته، فكذلك لا تصعد بعد الموت، فإن الجزاء من جنس العمل.
د دروغجنانو او مخ اړوونکو خلکو ساه ګانو (روحونو) ته د اسمان دروازې نه پرانستل کیږي، او کله چې مړه شي او د دوی ساه ګانې پورته لاړې شي نو اجازه به غواړي خو لیکن اجازه به ورته نشي ورکول کیدلی، نو څرنګه چې هغه په دنیا کې په الله تعالی ایمان لرلو او د هغه په پیژندلو او محبت باندې نه و پورته شوي، نو همدا رنګه به د مرګ نه وروسته هم نه پورته کیږي، ځکه چې بدله د عمل مطابق ده (چې څه کرې هغه به ریبې).

• أهل الجنة نجوا من النار بعفو الله، وأدخلوا الجنة برحمة الله، واقتسموا المنازل وورثوها بالأعمال الصالحة وهي من رحمته، بل من أعلى أنواع رحمته.
د جنت والا د اور نه د الله تعالی په عفوه بچ شوي، او جنت ته د الله تعالی په رحمت داخل شوي، او ویشلې یې دي درجې او هغه یې رسیدلي په نیکو عملونو او دا د الله تعالی د رحمت څخه دي، بلکې دا د الله تعالی د رحمت د اوچتو ډولونو څخه دي.

 
ترجمة معاني آية: (41) سورة: الأعراف
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق