ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني آية: (86) سورة: الأعراف
وَلَا تَقْعُدُوْا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوْعِدُوْنَ وَتَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ مَنْ اٰمَنَ بِهٖ وَتَبْغُوْنَهَا عِوَجًا ۚ— وَاذْكُرُوْۤا اِذْ كُنْتُمْ قَلِیْلًا فَكَثَّرَكُمْ ۪— وَانْظُرُوْا كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِیْنَ ۟
او مه کینئ په هره لاره کې چې ویروئ هغه څوک چې په دې لاره باندې ځي د خلکو نه د دې لپاره چې د دوی نه مالونه واخلئ، او د دې لپاره چې بند کړئ د الله تعالی د دین نه هغه څوک چې اراده د هدایت موندلو لري، تاسو دا غواړئ چې د الله تعالی لاره دی کږه وي تر دې چې خلک پرې لاړ نشي، او یاد کړئ د الله تعالی نعمتونه په تاسو باندې د دې لپاره چې شکر یې ادا کړئ، نو یقینا ستاسو عدد لږ و نو الله تعالی ډیر کړئ، او سوچ او فکر وکړئ چې څرنګه و اخرې انجام د فساد کوونکو په ځمکه مخکې ستاسو نه، نو یقینا د هغوی اخري انجام هلاکت او بربادي وه.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• اللواط فاحشة تدلُّ على انتكاس الفطرة، وناسب أن يكون عقابهم من جنس عملهم فنكس الله عليهم قُراهم.
لواطت ډیره بده ګناه ده چې دلالت کوي په نسکوریدو (خرابیدو) د فطرت، او مناسب ده چې د دوی سزا دي د دوی د کار په شان وي نو الله تعالی په دوی باندې د دوی کلي نسکور کړل.

• تقوم دعوة الأنبياء - ومنهم شعيب عليه السلام - على أصلين: تعظيم أمر الله: ويشمل الإقرار بالتوحيد وتصديق النبوة. والشفقة على خلق الله: ويشمل ترك البَخْس وترك الإفساد وكل أنواع الإيذاء.
د ټولو پیغمبرانو دعوت -او د دوی څخه شعیب علیه السلام هم دی- په دوو بنسټونو ولاړ و: د الله تعالی د حکم احترام کول او قدر کول: او په دې کې په توحید باندې اقرار او د پیغمبرۍ ریښتیا ګڼل شامل دي. او بل د الله تعالی په مخلوقاتو باندې شفقت او مهرباني ده: او دا شامل ده پریښودل د کمي کولو په تول کې او پریښودلو د فساد کولو ته او پریښودلو د هر قسم تکلیف رسولو.

• الإفساد في الأرض بعد الإصلاح جُرْم اجتماعي في حق الإنسانية؛ لأن صلاح الأرض بالعقيدة والأخلاق فيه خير للجميع، وإفساد الأرض عدوان على الناس.
په ځمکه کې فساد کول وروسته د اصلاح د هغې نه د انسانیت په حق کې ټولنیز جرم دی؛ ځکه چې د ځمکې اصلاح کول په عقیده او اخلاقو باندې په دې کې د ټولو خیر دی، او د ځمکې ورانول په خلکو باندې تیری او ظلم دی.

• من أعظم الذنوب وأكبرها وأشدها وأفحشها أخذُ ما لا يحقُّ أخذه شرعًا من الوظائف المالية بالقهر والجبر؛ فإنه غصب وظلم وعسف على الناس وإذاعة للمنكر وعمل به ودوام عليه وإقرار له.
د ټولو ګناهونو څخه لوی، سخت او ډیر بد اخیستل د هغه څه دي چې شرعا یې اخیستل نه وي جایز د مالي وظیفو نه په غلبه او زور سره؛ ځکه چې دا په زوره اخیستل دي او ظلم دی په خلکو باندې او خورول د منکر کار دي او په هغه باندې عمل کول دي او همیشوالی او اقرار دی په هغه باندې.

 
ترجمة معاني آية: (86) سورة: الأعراف
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق