للإطلاع على الموقع بحلته الجديدة

ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: النبإ   آية:

سورة النبإ - نبا

من مقاصد السورة:
بيان أدلة القدرة على البعث والتخويف من العاقبة.
پر بېرته را ژوندي کولو د قدرت د دلايلو او له پايلې د وېرولو بيان.

عَمَّ یَتَسَآءَلُوْنَ ۟ۚ
دغه مشرکان وروسته له دې چې الله يې خپل رسول صلی الله عليه وسلم ورته ولېږلو د څه په اړه پوښنې سره کوي.
التفاسير العربية:
عَنِ النَّبَاِ الْعَظِیْمِ ۟ۙ
ځينې يې له ځینو د لوی خبر په اړه پوښتنې کوي او هغه دغه قرآن دی چې د هغوی پر رسول نازل کړل شوی د بېرته راپورته کېدو پر خبر مشتمل دی.
التفاسير العربية:
الَّذِیْ هُمْ فِیْهِ مُخْتَلِفُوْنَ ۟ؕ
دغه قرآن چې هغوی يې په هکله په هغه څه اختلاف کړی چې د هغه لپاره يې بيانوي، چې هغه کوډې، يا شعر، يا کهانت (د غيب خبرې) او يا هم د پخوانيو کيسې دي.
التفاسير العربية:
كَلَّا سَیَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
داسې نه ده لکه څرنګه چې هغوی چې ګومان کړی، ژر به دغه د قرآن درواغ ګڼونکي د خپلو درواغ ګڼلو په بده پایله پوه شي.
التفاسير العربية:
ثُمَّ كَلَّا سَیَعْلَمُوْنَ ۟
بيا د هغوی لپاره د دې خبرې ټينګار کيږي.
التفاسير العربية:
اَلَمْ نَجْعَلِ الْاَرْضَ مِهٰدًا ۟ۙ
آيا ځمکه مو د هغوی لپاره داسې فرش نه ده ګرځولې چې پر هغې د برکراره پاتې کېدو لپاره يې وړ وي؟!.
التفاسير العربية:
وَّالْجِبَالَ اَوْتَادًا ۟ۙ
او غرونه مو پر هغې د مېخونو غوندې ګرځولي چې له خوځېدو يې را ګرځوي.
التفاسير العربية:
وَّخَلَقْنٰكُمْ اَزْوَاجًا ۟ۙ
او اې خلکو! تاسو مو جوړې جوړې پيداکړي ياست: ځينې له تاسې نارينه او ځينې ښځينه دي.
التفاسير العربية:
وَّجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا ۟ۙ
او ستاسو خوب مو له له نشاط څخه پرېکون ګرځولی ترڅو آرام وکړئ.
التفاسير العربية:
وَّجَعَلْنَا الَّیْلَ لِبَاسًا ۟ۙ
او شپه مو ستاسو لپاره د هغې په تياره د هغه جامو غوندې پټوونکې ګرځولې چې خپل شرمځايونه پرې پټوئ.
التفاسير العربية:
وَّجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا ۟ۚ
او ورځ مو ډګر ګرځولې ده د کار او روزۍ پلټڼې لپاره.
التفاسير العربية:
وَبَنَیْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا ۟ۙ
او جوړ کړې مو دې ستاسې له پاسه اووه آسمانونه چې ودانۍ یې کلکه او جوړښت یې غښتلی دی.
التفاسير العربية:
وَّجَعَلْنَا سِرَاجًا وَّهَّاجًا ۟ۙ
او لمر مو یو سخت روښانه او رڼا والا ډېوه ګرځولې ده.
التفاسير العربية:
وَّاَنْزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرٰتِ مَآءً ثَجَّاجًا ۟ۙ
او هغه ته له نېږدې ورېځو مو د زياتو تویوونکو اوبو والا باران ورولی دی.
التفاسير العربية:
لِّنُخْرِجَ بِهٖ حَبًّا وَّنَبَاتًا ۟ۙ
ترڅو پرې ډول ډول دانې او ډول ډول شينګياوې را وباسو.
التفاسير العربية:
وَّجَنّٰتٍ اَلْفَافًا ۟ؕ
او داسې باغونه پرې را وباسو چې د ونو څانګې يې په يو بل کې د زيات ننوتلو له امله سره نېښتې وي.
التفاسير العربية:
اِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ كَانَ مِیْقَاتًا ۟ۙ
پرته له شکه د خلکو تر منځ د پرېکړې ورځ يو ژمنه شوی ټاکل شوی وخت دی چې شاتګ نه ترې کيږي.
التفاسير العربية:
یَّوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ فَتَاْتُوْنَ اَفْوَاجًا ۟ۙ
په کومه ورځ چې پرېښته په ښکر کې د دويم ځل لپاره پوکی وکړي؛ نو اې خلکو! تاسې به ډلې ډلې راځئ.
التفاسير العربية:
وَّفُتِحَتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ اَبْوَابًا ۟ۙ
او آسمان به پرانستل شي؛ نو هغه لره به د پرانېستو دروازو غوندې سوروي او سوړې وي.
التفاسير العربية:
وَّسُیِّرَتِ الْجِبَالُ فَكَانَتْ سَرَابًا ۟ؕ
او غرونه به داسې وچلول شي چې پر تيت ګرد به بدل شي، او رېګ غوندې به شي.
التفاسير العربية:
اِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتْ مِرْصَادًا ۟ۙ
پرته له شکه دوزخ منتظر څارنځی دی.
التفاسير العربية:
لِّلطَّاغِیْنَ مَاٰبًا ۟ۙ
د ظالمانو لپاره د ورګرځېدو ځای دی چې ور ګرځي به.
التفاسير العربية:
لّٰبِثِیْنَ فِیْهَاۤ اَحْقَابًا ۟ۚ
په هغو کې به دومره زياتې زمانې او وختونه اوسېدونکي وي چې هيڅ پای نه لري.
التفاسير العربية:
لَا یَذُوْقُوْنَ فِیْهَا بَرْدًا وَّلَا شَرَابًا ۟ۙ
په هغو کې به نه يخه هوا څکي چې د دوزخ ګرمي ورڅخه يخه کړي، او نه به داسې څښاک چې خوند پرې واخلي.
التفاسير العربية:
اِلَّا حَمِیْمًا وَّغَسَّاقًا ۟ۙ
يوازې سختې ګرمې اوبه به څکي، او هغه څه چې د دوزخيانو له زوو بهيږي.
التفاسير العربية:
جَزَآءً وِّفَاقًا ۟ؕ
هغه چې پر کوم کفر او لار ورکۍ و له هغې سره برابره بدله ده.
التفاسير العربية:
اِنَّهُمْ كَانُوْا لَا یَرْجُوْنَ حِسَابًا ۟ۙ
پرته له شکه هغوی په دنيا کې له هغوی سره په آخرت کې د الله له حسابه نه ډارېدل؛ ځکه هغوی پر بېرته را پورته کېدو باور نه لرلو، که چېرې هغوی له بېرته را پورته کېدو وېرېدلای هرومرو به يې پر الله ايمان راوړی و، او نېک عمل به يې کړی وای.
التفاسير العربية:
وَّكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا كِذَّابًا ۟ؕ
او زمو پر رسول نازل کړل شوي زموږ ايتونه يې په درواغ ګنلو سره درواغ ګڼلي وو.
التفاسير العربية:
وَكُلَّ شَیْءٍ اَحْصَیْنٰهُ كِتٰبًا ۟ۙ
او د هغوی له کړنو مو هرڅه ضبظ کړي او شمېرلي وو، او هغه يې د کړنو په پاڼو کې ليکل شوي وو.
التفاسير العربية:
فَذُوْقُوْا فَلَنْ نَّزِیْدَكُمْ اِلَّا عَذَابًا ۟۠
اې سرکښانو! دغه تلپاتې عذاب وڅکئ، هيڅکله به در زيات نه کړو مګر پر عذاب مو بل عذاب.
التفاسير العربية:
من فوائد الآيات في هذه الصفحة:
• إحكام الله للخلق دلالة على قدرته على إعادته.
د الله لخوا د مخلوق محکم والی د هغه د بېرته پر راګرځولو دلالت کوي.

• الطغيان سبب دخول النار.
زیاتی اور ته د ننوتلو لامل دی.

• مضاعفة العذاب على الكفار.
پر کافرانو د عذاب څو برابره کېدل.

 
ترجمة معاني سورة: النبإ
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - فهرس التراجم

صادرة عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

إغلاق