للإطلاع على الموقع بحلته الجديدة

ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة * - فهرس التراجم

XML CSV Excel API
تنزيل الملفات يتضمن الموافقة على هذه الشروط والسياسات

ترجمة معاني سورة: البقرة   آية:
وَاِذْ یَرْفَعُ اِبْرٰهٖمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَیْتِ وَاِسْمٰعِیْلُ ؕ— رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟
او (یاد کړه اې محمده!) هغه وخت چې پورته کړل ابراهیم او اسماعیل بنیادونه (دېوالونه) د دې کور (کعبې) (او دواړو وویل) اې زموږ ربه (پالونکیه) له موږ څخه دا (چاره) قبوله کړه، بېشکه همدا ته ښه اوریدونکی (او پر هر څه) ښه پوهیدونکی يې.
التفاسير العربية:
رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَیْنِ لَكَ وَمِنْ ذُرِّیَّتِنَاۤ اُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ ۪— وَاَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَیْنَا ۚ— اِنَّكَ اَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟
اې زموږ ربه! وګرځوه موږ (دواړه) حکم منونکی ستا او (وګرځوه) له اولادې زموږ یوه ډله حکم منونکي ستا او موږ ته د حج احکام وښایه او زموږ توبه قبوله کړه، بېشکه همدا ته ښه توبه قبلوونکی (او) رحم کوونکی يې.
التفاسير العربية:
رَبَّنَا وَابْعَثْ فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْهُمْ یَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِكَ وَیُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ وَیُزَكِّیْهِمْ ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠
اې زموږ ربه! په دوی (دې خلکو) کې د همدوى له قوم نه يو داسې پیغمبر راپاڅوه چې دوی ته ستا ايتونه لولي او دوی ته کتاب (یعنې قرآن) او حکمت (شرعي احکام) ورښايي او پاک کړې دوی (له ګناهونو)، بېشکه همدا ته ښه غالب (او) د حکمت خاوند یې.
التفاسير العربية:
وَمَنْ یَّرْغَبُ عَنْ مِّلَّةِ اِبْرٰهٖمَ اِلَّا مَنْ سَفِهَ نَفْسَهٗ ؕ— وَلَقَدِ اصْطَفَیْنٰهُ فِی الدُّنْیَا ۚ— وَاِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او د ابراهیم علیه السلام له دین څخه مخ نه کړځوي، مګر هغوی چې ځان یې احمق کړی وي، او په تحقیق سره غوره کړی و موږ ابراهیم علیه السلام په دنیا کې (په نبوت او د بیت الله په ودانولو سره)، او بېشکه په آخرت کې له (خاصو) نیکانو څخه دی.
التفاسير العربية:
اِذْ قَالَ لَهٗ رَبُّهٗۤ اَسْلِمْ ۙ— قَالَ اَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او (یاد کړه) چې كله يې رب (ابراهیم علیه السلام ته) وویل: (زما احکامو ته) غاړه كېږده! نو هغه (ابراهیم) وویل: ما د عالمیانو رب ته غاړه ايښې ده.
التفاسير العربية:
وَوَصّٰی بِهَاۤ اِبْرٰهٖمُ بَنِیْهِ وَیَعْقُوْبُ ؕ— یٰبَنِیَّ اِنَّ اللّٰهَ اصْطَفٰی لَكُمُ الدِّیْنَ فَلَا تَمُوْتُنَّ اِلَّا وَاَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ ۟ؕ
پر همدې مسلك د تللو وصیت (سپارښتنه) ابراهيم علیه السلام خپلو زامنو ته كړې وه او یعقوب علیه السلام (هم)، چې اې زما زامنو! بېشکه چې الله غوره کړی دی تاسې ته دین (د اسلام) نو مه مرئ تاسې مګر په هغه حال کې چې تاسي مسلمانان یاست.
التفاسير العربية:
اَمْ كُنْتُمْ شُهَدَآءَ اِذْ حَضَرَ یَعْقُوْبَ الْمَوْتُ ۙ— اِذْ قَالَ لِبَنِیْهِ مَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ بَعْدِیْ ؕ— قَالُوْا نَعْبُدُ اِلٰهَكَ وَاِلٰهَ اٰبَآىِٕكَ اِبْرٰهٖمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ اِلٰهًا وَّاحِدًا ۖۚ— وَّنَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ ۟
آیا تاسې هغه مهال حاضر واست چې یعقوب علیه السلام ته مرګ راغی کله چې (یعقوب علیه السلام) خپلو زامنو ته وویل، چې زما له مرګ وروسته به د څه عبادت کوئ؟ نو دوی وویل چې ستا د معبود عبادت به کوو او ستا د پلرونو چې ابراهیم او اسمعیل او اسحاق علیهم السلام دي د معبود عبادت به کوو، هغه یو الله دی (شریک نه لري) او موږ ټول هغه ته غاړه ایښودونکي یو.
التفاسير العربية:
تِلْكَ اُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۚ— لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَّا كَسَبْتُمْ ۚ— وَلَا تُسْـَٔلُوْنَ عَمَّا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
هغه یوه ډله وه چې تېره شوی ده، هغوی لپاره ده (جزا) د هغه څه چې کړی يې دي او ستاسې لپاره (جزا) ده، د هغه څه چې تاسې کړي او له تاسې نه به د هغوی د کړنو په اړه پوښتنه نه کېږي.
التفاسير العربية:
 
ترجمة معاني سورة: البقرة
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة - فهرس التراجم

ترجمها فريق مركز رواد الترجمة بالتعاون مع جمعية الدعوة بالربوة وجمعية خدمة المحتوى الإسلامي باللغات وموقع IslamHouse.com.

إغلاق