للإطلاع على الموقع بحلته الجديدة

ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة * - فهرس التراجم

XML CSV Excel API
تنزيل الملفات يتضمن الموافقة على هذه الشروط والسياسات

ترجمة معاني سورة: الأنعام   آية:
فَمَنْ یُّرِدِ اللّٰهُ اَنْ یَّهْدِیَهٗ یَشْرَحْ صَدْرَهٗ لِلْاِسْلَامِ ۚ— وَمَنْ یُّرِدْ اَنْ یُّضِلَّهٗ یَجْعَلْ صَدْرَهٗ ضَیِّقًا حَرَجًا كَاَنَّمَا یَصَّعَّدُ فِی السَّمَآءِ ؕ— كَذٰلِكَ یَجْعَلُ اللّٰهُ الرِّجْسَ عَلَی الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟
نو چاته چې الله هدايت كول غواړي، سينه يې د اسلام لپاره پرانيزي او چاته چې وغواړي بې لارې يې كړي نو د هغه سينه داسې تنګوي لكه چې د اسمان په لور د ختلو هڅه كوي، په همدې توګه الله هغو خلكو باندې عذاب ور اچوي چې ايمان نه راوړي.
التفاسير العربية:
وَهٰذَا صِرَاطُ رَبِّكَ مُسْتَقِیْمًا ؕ— قَدْ فَصَّلْنَا الْاٰیٰتِ لِقَوْمٍ یَّذَّكَّرُوْنَ ۟
او همدغه ستا د رب نېغه لار ده، يقيناً هغو خلكو ته مو دا آيتونه څرګند بيان كړي چې نصيحت مني.
التفاسير العربية:
لَهُمْ دَارُ السَّلٰمِ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَهُوَ وَلِیُّهُمْ بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
د هغو لپاره يې له رب سره د سلامتۍ كور دى او هماغه يې ملګرى دى، د هغو عملونو په سبب چې دوى به كول.
التفاسير العربية:
وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ جَمِیْعًا ۚ— یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ قَدِ اسْتَكْثَرْتُمْ مِّنَ الْاِنْسِ ۚ— وَقَالَ اَوْلِیٰٓؤُهُمْ مِّنَ الْاِنْسِ رَبَّنَا اسْتَمْتَعَ بَعْضُنَا بِبَعْضٍ وَّبَلَغْنَاۤ اَجَلَنَا الَّذِیْۤ اَجَّلْتَ لَنَا ؕ— قَالَ النَّارُ مَثْوٰىكُمْ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اِلَّا مَا شَآءَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ حَكِیْمٌ عَلِیْمٌ ۟
او په هغه ورځ چې ټول راغونډ كړي (ورته وايي به) اې د پېريانو ډلې! بې شكه چې له انسانانو مو ډېر د ځان تابع كړي دي، او چې له انسانانو يې څوك ملګري دى، هغوى به ووايي: زموږ ربه! موږ يو بل نه كار واخيست او دا دى هغې نېټې ته را ورسيدو چې تا راته ټاكلې وه، (الله) ورته فرمايي: ښه نو اوس ستاسو استوګنځى اور دى، تلپاتې په هغه كې، مګر دا چې الله څه وغواړي بې شكه ستا رب حكمت والا ډېر پوه دى.
التفاسير العربية:
وَكَذٰلِكَ نُوَلِّیْ بَعْضَ الظّٰلِمِیْنَ بَعْضًا بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟۠
او په همدې توګه ظالمان يو د بل ملګري كوو د هغو عملونو په سبب چې دوى به كول.
التفاسير العربية:
یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ اَلَمْ یَاْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ یَقُصُّوْنَ عَلَیْكُمْ اٰیٰتِیْ وَیُنْذِرُوْنَكُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا ؕ— قَالُوْا شَهِدْنَا عَلٰۤی اَنْفُسِنَا وَغَرَّتْهُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا وَشَهِدُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ اَنَّهُمْ كَانُوْا كٰفِرِیْنَ ۟
ای د پيريانو او انسانانو ډلې! آيا تاسو ته په خپله همدا تاسو نه زما رسولان نه وو درغلي، چې زما آيتونه به يې درته بيانول او له دغې ورځې سره مخامخ كېدو نه يې وېرولئ دوى به وايي: موږ پر خپل ځان شاهدي وايو، او د دنيا ژوند غولولي وو او پر خپل ځان يې شاهدي وويله چې بې شكه هغوى كافران وو.
التفاسير العربية:
 
ترجمة معاني سورة: الأنعام
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة - فهرس التراجم

ترجمها فريق مركز رواد الترجمة بالتعاون مع جمعية الدعوة بالربوة وجمعية خدمة المحتوى الإسلامي باللغات وموقع IslamHouse.com.

إغلاق