للإطلاع على الموقع بحلته الجديدة

ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: يوسف   آية:
یٰبَنِیَّ اذْهَبُوْا فَتَحَسَّسُوْا مِنْ یُّوْسُفَ وَاَخِیْهِ وَلَا تَایْـَٔسُوْا مِنْ رَّوْحِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ لَا یَایْـَٔسُ مِنْ رَّوْحِ اللّٰهِ اِلَّا الْقَوْمُ الْكٰفِرُوْنَ ۟
ای ځامنو! ولاړ شئ یوسف او د هغه ورور ولټوئ او د الله له مهربانۍ نه مه مایوسه کیږئ. ځکه چې د هغه له رحمت او مهربانۍ نه یوازې کافران مایوسه کیږي.
التفاسير العربية:
فَلَمَّا دَخَلُوْا عَلَیْهِ قَالُوْا یٰۤاَیُّهَا الْعَزِیْزُ مَسَّنَا وَاَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجٰىةٍ فَاَوْفِ لَنَا الْكَیْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَیْنَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَجْزِی الْمُتَصَدِّقِیْنَ ۟
کله چې د یوسف ورونه بیا یوسف ته ورغلل نو ویې ویل: ای واکمنه! مونږ او زمونږ کورنۍ په سختو ستونزو اخته ده مونږ یو څه نیمګړې پانګه له ځان سره راوړې ده خو ته پرې مونږ ته پوره غله راکړه او خیرات راباندې وکړه. الله پاک د خیرات کوونکو بدله خامخا ورکوي.
التفاسير العربية:
قَالَ هَلْ عَلِمْتُمْ مَّا فَعَلْتُمْ بِیُوْسُفَ وَاَخِیْهِ اِذْ اَنْتُمْ جٰهِلُوْنَ ۟
یوسف وویل ایا تاسو پوهیږئ چې تاسې د ناپوهۍ په دوران کې یوسف او د هغه له ورور سره څه کړي وو؟
التفاسير العربية:
قَالُوْۤا ءَاِنَّكَ لَاَنْتَ یُوْسُفُ ؕ— قَالَ اَنَا یُوْسُفُ وَهٰذَاۤ اَخِیْ ؗ— قَدْ مَنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا ؕ— اِنَّهٗ مَنْ یَّتَّقِ وَیَصْبِرْ فَاِنَّ اللّٰهَ لَا یُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟
هغوی وویل ته یوسف یې؟ هغه وویل هو! زه یوسف یم او دا مې ورور دی الله پاک په مونږ لورینه کړې ده. او بې شکه چې څوک له الله نه وډار شي او ستونزې وزغمي نو الله پاک د دا ډول نیکو کارانو بدل نه ضایع کوي.
التفاسير العربية:
قَالُوْا تَاللّٰهِ لَقَدْ اٰثَرَكَ اللّٰهُ عَلَیْنَا وَاِنْ كُنَّا لَخٰطِـِٕیْنَ ۟
هغوی وویل: قسم په الله چې ته الله پاک پر مونږ غوره کړی يې او په رښتیا چې مونږ وران کاري وو.
التفاسير العربية:
قَالَ لَا تَثْرِیْبَ عَلَیْكُمُ الْیَوْمَ ؕ— یَغْفِرُ اللّٰهُ لَكُمْ ؗ— وَهُوَ اَرْحَمُ الرّٰحِمِیْنَ ۟
یوسف وویل: نن پرتاسې کومه پړه نشته. الله پاک دې تاسې ته بښنه وکړي او هغه تر ټولو مهربانانو زیات مهربان دی.
التفاسير العربية:
اِذْهَبُوْا بِقَمِیْصِیْ هٰذَا فَاَلْقُوْهُ عَلٰی وَجْهِ اَبِیْ یَاْتِ بَصِیْرًا ۚ— وَاْتُوْنِیْ بِاَهْلِكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟۠
ولاړ شئ او زما دغه کمیس درسره یوسئ او زما د پلار په مخ يې وغوړوئ هغه به بینا شي[۸] او تاسې ټول له خپلو کورنیو سره ماته راشئ.
[۸] ځینو يي معنا کړي ده چې زما په کیسه به پوه شي ځکه چې له کمیس نه به زما بوي وپیژاني( تفسیر الماوردی)
التفاسير العربية:
وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِیْرُ قَالَ اَبُوْهُمْ اِنِّیْ لَاَجِدُ رِیْحَ یُوْسُفَ لَوْلَاۤ اَنْ تُفَنِّدُوْنِ ۟
او کله چې کاروان له مصر نه ووات نو پلار يې وویل: که تاسې نه وايې چې زه بوډاتوب او غمونو کا واکه کړی یم نو ماته د یوسف بوي راځي.
التفاسير العربية:
قَالُوْا تَاللّٰهِ اِنَّكَ لَفِیْ ضَلٰلِكَ الْقَدِیْمِ ۟
هغوی وویل قسم په الله چې ته په همغه پخوانۍ سودا کې غورځیدلی يې.
التفاسير العربية:
 
ترجمة معاني سورة: يوسف
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز - فهرس التراجم

ترجمة معاني القرآن الكريم إلى اللغة البشتو ترجمها مولولوي جانباز سرفراز

إغلاق