للإطلاع على الموقع بحلته الجديدة

ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: العنكبوت   آية:
وَلَا تُجَادِلُوْۤا اَهْلَ الْكِتٰبِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ ؗ— اِلَّا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْهُمْ وَقُوْلُوْۤا اٰمَنَّا بِالَّذِیْۤ اُنْزِلَ اِلَیْنَا وَاُنْزِلَ اِلَیْكُمْ وَاِلٰهُنَا وَاِلٰهُكُمْ وَاحِدٌ وَّنَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ ۟
او له اهل کتابو سره پرته له غوره اسلوب په بل ډول بحث مه کوئ مګر له هغو سره چې بې انصافي یې کړې(د انډول ځواب ورکولو حق لرئ ـ (غوره اسلوب دادی چې:)ووایئ:مونږ په هغه څه ایمان راوړی چې مونږ ته نازل شوی او په هغه مو هم ایمان راوړی چې تاسې ته نازل شوی او زمونږ او ستاسې معبود یو دی.او مونږ همغه ته پورته غاړه ایښې ده.
التفاسير العربية:
وَكَذٰلِكَ اَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الْكِتٰبَ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ ۚ— وَمِنْ هٰۤؤُلَآءِ مَنْ یُّؤْمِنُ بِهٖ ؕ— وَمَا یَجْحَدُ بِاٰیٰتِنَاۤ اِلَّا الْكٰفِرُوْنَ ۟
او ای پيغمبره!په همدې ډول مونږ تاته کتاب نازل کړ.کومو خلکو ته چې مونږ مخکې کتاب ورکړی هغوی اوس په دې کتاب هم ایمان راوړي ـ او د مشرکانو ځینې خلک هم پرې ایمان راوړي.او زمونږ له ایتونو یوازې کافران انکار کوي او بس.
التفاسير العربية:
وَمَا كُنْتَ تَتْلُوْا مِنْ قَبْلِهٖ مِنْ كِتٰبٍ وَّلَا تَخُطُّهٗ بِیَمِیْنِكَ اِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُوْنَ ۟
او ای محمده!له دې قران نه وړاندې تا نه څه لوستل او نه دې په خپل ښي لاس څه لیکلی شول که نه نو باطل منونکو به هر ډول شکونه کړي وای.
التفاسير العربية:
بَلْ هُوَ اٰیٰتٌۢ بَیِّنٰتٌ فِیْ صُدُوْرِ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ ؕ— وَمَا یَجْحَدُ بِاٰیٰتِنَاۤ اِلَّا الظّٰلِمُوْنَ ۟
بلکې دا قران د هغو خلکو په سینو کې چې پوهه ور کړای شوې ده ښکاره نښې دي. او زمونږ له ایتونو پرته له ظالمانو څخه بل څوک انکار نه کوي.
التفاسير العربية:
وَقَالُوْا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیٰتٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قُلْ اِنَّمَا الْاٰیٰتُ عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَاِنَّمَاۤ اَنَا نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟
او ظالمان وایې چې پر محمد ولې د خپل رب له لورې معجزې نه راښکته کیږي؟ ووایه چې معجزې د الله له لورې وي.ا زه یوازې یو ډانګ پيلی ډاروونکی یم او بس.
التفاسير العربية:
اَوَلَمْ یَكْفِهِمْ اَنَّاۤ اَنْزَلْنَا عَلَیْكَ الْكِتٰبَ یُتْلٰی عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَرَحْمَةً وَّذِكْرٰی لِقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠
ایا همدا معجزه یي بس نه ده چې مونږ پر تا کتاب نازل کړی چې هر وخت پر هغوی لوستلی شي؟بې له شکه چې په دې کتاب کې د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي رحمت او پند دی.
التفاسير العربية:
قُلْ كَفٰی بِاللّٰهِ بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ شَهِیْدًا ۚ— یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِالْبَاطِلِ وَكَفَرُوْا بِاللّٰهِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
ای محمده!ووایه چې الله زما او ستاسې په مینځ کې د شاهدۍ لپاره بس دی.هغه د اسمانونو او ځمکې په هر څه ښه پوهیږي. او کوم کسان چې باطل مني او له الله نه انکار کوي نو همدوی زیانمن دي.
التفاسير العربية:
 
ترجمة معاني سورة: العنكبوت
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز - فهرس التراجم

ترجمة معاني القرآن الكريم إلى اللغة البشتو ترجمها مولولوي جانباز سرفراز

إغلاق