للإطلاع على الموقع بحلته الجديدة

ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز * - فهرس التراجم


ترجمة معاني سورة: آل عمران   آية:
لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتّٰی تُنْفِقُوْا مِمَّا تُحِبُّوْنَ ؕ۬— وَمَا تُنْفِقُوْا مِنْ شَیْءٍ فَاِنَّ اللّٰهَ بِهٖ عَلِیْمٌ ۟
تاسې هیڅکله بشپړه نیکي نه شئ تر لاسه کولای تر څو مو د خپلې خوښې مال خیرات کړی نه وي او چې هر څه خیراتوئ الله پرې ښه پوه دی.
التفاسير العربية:
كُلُّ الطَّعَامِ كَانَ حِلًّا لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ اِلَّا مَا حَرَّمَ اِسْرَآءِیْلُ عَلٰی نَفْسِهٖ مِنْ قَبْلِ اَنْ تُنَزَّلَ التَّوْرٰىةُ ؕ— قُلْ فَاْتُوْا بِالتَّوْرٰىةِ فَاتْلُوْهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
بني اسرائیلو ته د خوراک ټول څیزونه حلال وو خو یوازې هغه څه ورته ناروا وو چې د تورات له نزول څخه وړاندې اسرائیلو په ځان حرام کړي وو، ورته ووایه تاسې تورات راوړئ او بیا یې ولولئ که تاسې رښتیني یاست.
التفاسير العربية:
فَمَنِ افْتَرٰی عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟ؔ
نو څوک چې له دې وروسته هم پر الله جل جلاله درواغ تړي نو همدوی خورا لوی ظالمان دي.
التفاسير العربية:
قُلْ صَدَقَ اللّٰهُ ۫— فَاتَّبِعُوْا مِلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا ؕ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟
ووایه چې الله پاک تل رښتیا ویلي دي نو د هغه ابراهیم حق دین ومنئ چې حق پلوی و او مشرک نه ؤ.
التفاسير العربية:
اِنَّ اَوَّلَ بَیْتٍ وُّضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِیْ بِبَكَّةَ مُبٰرَكًا وَّهُدًی لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ
هغه لومړنۍ خونه چې د خلکو لپاره ټاکل شوې وه په مکه کې ده، هغه مبارکه او د ټولو خلکو لپاره ښوونه ده.
التفاسير العربية:
فِیْهِ اٰیٰتٌۢ بَیِّنٰتٌ مَّقَامُ اِبْرٰهِیْمَ ۚ۬— وَمَنْ دَخَلَهٗ كَانَ اٰمِنًا ؕ— وَلِلّٰهِ عَلَی النَّاسِ حِجُّ الْبَیْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ اِلَیْهِ سَبِیْلًا ؕ— وَمَنْ كَفَرَ فَاِنَّ اللّٰهَ غَنِیٌّ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ ۟
په دې کې ښکاره نښې دي، د ابراهیم د ودریدلو ځای دی، او هر څو چې هغې ته ننه وځي په امن دی، د الله له لورې، پر هغو خلکو ددې خونې حج فرض شوی دی چې د لارې توان ورسره وي او چا چې انکار کړی د نو باید پوه شی چې الله پاک له ټولو خلکو څخه بې پروا دی.
التفاسير العربية:
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تَكْفُرُوْنَ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ ۖۗ— وَاللّٰهُ شَهِیْدٌ عَلٰی مَا تَعْمَلُوْنَ ۟
(ای محمده!) ووایه: ای اهل کتابو! تاسې ولې د الله په ایتونو کافران کیږئ، او الله ستاسې په کړنو ښه شاهد دی.
التفاسير العربية:
قُلْ یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ لِمَ تَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ مَنْ اٰمَنَ تَبْغُوْنَهَا عِوَجًا وَّاَنْتُمْ شُهَدَآءُ ؕ— وَمَا اللّٰهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟
ووایه چې ای اهل کتابو! تاسې ولې د ایمان خاوندان د الله له لارې څخه منع کوئ او ولې یې کوږوالی لټوئ؟ په داسې حال کې چې تاسې شاهدان یې چې دا لاره روغه ده الله ستاسې له کړنو څخه بې خبره نه دی.
التفاسير العربية:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تُطِیْعُوْا فَرِیْقًا مِّنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ یَرُدُّوْكُمْ بَعْدَ اِیْمَانِكُمْ كٰفِرِیْنَ ۟
ای مؤمنانو! که تاسې د ځینو اهل کتابو مننه وکړئ نو له ایمان راوړلو وروسته به مو بیرته کافران کړي.
التفاسير العربية:
 
ترجمة معاني سورة: آل عمران
فهرس السور رقم الصفحة
 
ترجمة معاني القرآن الكريم - الترجمة البشتوية - سرفراز - فهرس التراجم

ترجمة معاني القرآن الكريم إلى اللغة البشتو ترجمها مولولوي جانباز سرفراز

إغلاق