Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ


অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-বাক্বাৰাহ   আয়াত:
وَاِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اِنِّیْ جَاعِلٌ فِی الْاَرْضِ خَلِیْفَةً ؕ— قَالُوْۤا اَتَجْعَلُ فِیْهَا مَنْ یُّفْسِدُ فِیْهَا وَیَسْفِكُ الدِّمَآءَ ۚ— وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ؕ— قَالَ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟
الله تعالی خبر ورکوي چې ملائکو ته یې وویل: بېشکه زه به په زمکه کې داسې بشر پیدا کړم چې د الله تعالی په طاعت باندې د زمکې د آبادولو لپاره یو بل پسې به خلیفه کېږي، نو ملائکو د خپل رب څخه د لارښوونې او ځان پوهولو په موخه په زمکه کې د بني آدمو د خلافت د حکمت په اړه پوښتنه وکړه، چې دوی به په زمکه کې فسادونه کوي او په زیاتي سره به وینې تویوي، ویې ویل: چې مونږ ستا منونکي بندګان، ستا پاکي بیانوونکي، ستا لویې او عظمت ویونکي یو، له دې هېڅ نه ستړي کېږو، نو الله تعالی د دوی د پوښتنې په ځواب کې داسې وویل: بېشکه زه په هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ ډېر ښه پوهېږم چې د دوی په پېدایښت کې څومره حکمتونه دي او د دوی په خلافت کې څومره لویې موخې دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَعَلَّمَ اٰدَمَ الْاَسْمَآءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَی الْمَلٰٓىِٕكَةِ فَقَالَ اَنْۢبِـُٔوْنِیْ بِاَسْمَآءِ هٰۤؤُلَآءِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او د آدم عليه السلام د مرتبې ښکارولو لپاره الله هغه ته د ټولو شیانو نومونه له څارويو، جامدو او نورو شيانو څخه له الفاظو او معناګانو سره ور وښودل، بيا يې دغه نومول شوي شيان پر پرېښتو وړاندې کړل، په دې ويلو سره چې نومونه يې را وښيئ، که چېرې تاسې په هغه څه کې رېښتني وئ چې تاسو يې واياست چې تاسو له دغه مخلوق څخه درانه او غوره ياست.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
قَالُوْا سُبْحٰنَكَ لَا عِلْمَ لَنَاۤ اِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَلِیْمُ الْحَكِیْمُ ۟
دوی وویل -په داسې حال کې چې د خپل نقص او کمي اعتراف کوونکي وو او ټول فضل یې الله تعالی ته وروګرځولو-: ای ربه! مونږ ستا پاکي او لویي بیانوو له دې څخه چې ستا په فیصله او شریعت نیوکه وکړو، پس مونږ په هېڅ نه پوهېږو پرته له هغه څه چې تا یې مونږ ته علم راکړی دی، بېشکه همدا ته په هر څه داسې پوه یې چې هېڅ هم له تا پټ نه دي، د حکمت څښتن یې چې د خپل تقدیر او شریعت ټول کارونه په خپل ځای کې ږدې.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
قَالَ یٰۤاٰدَمُ اَنْۢبِئْهُمْ بِاَسْمَآىِٕهِمْ ۚ— فَلَمَّاۤ اَنْۢبَاَهُمْ بِاَسْمَآىِٕهِمْ ۙ— قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ غَیْبَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ۙ— وَاَعْلَمُ مَا تُبْدُوْنَ وَمَا كُنْتُمْ تَكْتُمُوْنَ ۟
او په دغه وخت کې الله تعالی آدم علیه السلام ته وویل: دوی د دې شیانو له نومونو خبر کړه، نو کله چې (آدم علیه السلام) هغه شان خبر کړل څرنګه چې خپل رب ورته ښودلي وو، الله پاک ملائکو ته وویل: آیا ما تاسو ته نه ؤ ویلي؟ چې زه د اسمانونو او زمکې په پټو باندې عالم یم او پوهېږم ستاسو په هغو حالاتو چې تاسو یې ښکاره کوئ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَاِذْ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— اَبٰی وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ ۟
الله تعالی روښانه کوي چې هغه (الله) ملائکو ته د آدم علیه السلام د احترام لپاره د سجدې امر کړی ؤ، نو ټولو د الله تعالی امر په چټکتیا سره ومانه، مګر (یوازې) هغه ابلیس چې د پېریانو له جنس څخه ؤ انکار یې وکړ او د الله تعالی په امر یې نیوکه وکړه، او په آدم علیه السلام یې لویي وکړه، نو له دې کبله په الله تعالی باندې کافر شو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَقُلْنَا یٰۤاٰدَمُ اسْكُنْ اَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَیْثُ شِئْتُمَا ۪— وَلَا تَقْرَبَا هٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُوْنَا مِنَ الظّٰلِمِیْنَ ۟
او مونږ وویل اې آدم علیه السلام! ته او ستا میرمن -حواء- په جنت کې واوسېږئ او دواړه په دې جنت کې پراخه، خوندور، بې تکلیفه خوراک کوئ، د جنت په هر ځای کې چې غواړئ، ولې له دې ونې څخه چې ما تاسو د هغې له خوارک څخه منع کړي یاست ځان وساتئ، نو که تاسو دواړو زما د حکم نافرماني وکړه ضرور به د ظالمانو له ډلې څخه شئ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَاَزَلَّهُمَا الشَّیْطٰنُ عَنْهَا فَاَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِیْهِ ۪— وَقُلْنَا اهْبِطُوْا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۚ— وَلَكُمْ فِی الْاَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَّمَتَاعٌ اِلٰی حِیْنٍ ۟
پس شیطان به تل وسوسې ور اچولې او بد عمل به یې ورته ښایسته کولو؛ تر دې چې ویې ښویول او په ګناه يې اخته کړل او د هغې ونې څخه یې خوراک وکړ چې الله تعالی ترې منع کړي وو، پس سزا یې دا شوه چې د هغه جنت څخه وویستل شول کوم کې چې دوی پکې اوسېدل او الله تعالی دوی دواړو او شیطان ته وویل: زمکې ته ښکته شئ، یو له بل سره به دښمنان یئ، او ستاسې لپاره پر زمکه کې پاتې کېدل او له خیر څخه يې خوند اخیستل دي، تر دې چې ستاسو اجل پوره شي او قیامت راشي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَتَلَقّٰۤی اٰدَمُ مِنْ رَّبِّهٖ كَلِمٰتٍ فَتَابَ عَلَیْهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ ۟
پس آدم علیه السلام هغه ټکي واخیستل، کوم چې الله تعالی ده ته ورکړل، او الله تعالی ورته په زړه کې همدا ټکي ورواچول، او دا هغه ټکي دي چې په دې وینا د الله تعالی کې یاد شوي دي: (دواړو وویل: ای زمونږ پالونکیه! مونږ په خپلو نفسونو باندې تېری کړی دی او که چېرې ته مونږ ته بښنه ونه کړې او پر مونږ رحم ونه کړې نو خامخا به مونږ له زیانمو څخه شو). (الاعراف: ۲۳) پس الله تعالی یې توبه قبوله کړه او بښنه یې ورته وکړه، پس الله تعالی د خپلو بندګانو خورا ډېر توبه قبلونکی او پر دوی رحم کوونکی دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• الواجب على المؤمن إذا خفيت عليه حكمة الله في بعض خلقه وأَمْرِهِ أن يسلِّم لله في خلقه وأَمْرِهِ.
کله چې له یو مؤمن څخه د الله تعالی د ځینو مخلوقاتو او کارونو حکمت پټ شي نو پرې واجب ده چې الله تعالی ته په خلق او کارونو کې غاړه کېږدي.

• رَفَعَ القرآن الكريم منزلة العلم، وجعله سببًا للتفضيل بين الخلق.
قرآن کریم د علم منزلت لوړ کړی دی او همدا علم یې د مخلوقاتو ترمینځ د غوراوي (اوچتوالي) لامل ګرځولی دی.

• الكِبْرُ هو رأس المعاصي، وأساس كل بلاء ينزل بالخلق، وهو أول معصية عُصِيَ الله بها.
کبر (لویي کول) د ګناهونو سر دی او پر مخلوقاتو د هر قسم مصیبت نازلېدلو بنسټ دی او همدا لویي لومړۍ ګناه ده چې د الله تعالی نافرماني پرې شوې ده.

 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-বাক্বাৰাহ
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

তাফছীৰ চেণ্টাৰ ফৰ কোৰানিক ষ্টাডিজৰ ফালৰ পৰা প্ৰচাৰিত।

বন্ধ