Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ


অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আঝ-ঝুমাৰ   আয়াত:
وَبَدَا لَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟
او له شرک او ګناهونو يې چې څه کړي هغه به ورته ښکاره شي، او هغه سزا به پرې چاپېره شي چې په دنيا کې ترې وېرول شوي وو او هغوی ملنډې پرې وهلې.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَاِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ؗ— ثُمَّ اِذَا خَوَّلْنٰهُ نِعْمَةً مِّنَّا ۙ— قَالَ اِنَّمَاۤ اُوْتِیْتُهٗ عَلٰی عِلْمٍ ؕ— بَلْ هِیَ فِتْنَةٌ وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟
کله چې کافر انسان ته ناروغي، بې وزلي یا د دې په شانته بل څه مصیبت ورسيږي، نو موږ رابولي ترڅو دغه رسېدلې ستونزه ترې لیرې کړو، بيا چې کله د روغتيا او مال پېرزوينه پرې وکړو، کافر وايي: دا الله زما د پوهې له امله راکړي دي چې زه يې وړ وم، خو سمه خبره دا ده چې دا ازميښت او استدراج دی، خو ډېری کافران په دغه نه پوهيږي، نو پر هغه څه غره کيږي چې الله پرې پېرزو کړي دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
قَدْ قَالَهَا الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟
له شک پرته همدغه وينا مخکينيو کافرانو هم کړې وه، خو هغوی ته يې ترلاسه کړو مالونو او رتبې هيڅ ګټه ونه رسوله.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَاَصَابَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا ؕ— وَالَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْ هٰۤؤُلَآءِ سَیُصِیْبُهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا ۙ— وَمَا هُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟
هغوی ته يې د شرک او ګناهونو بدو کړنو سزا ورسېدله، او له دغو حاضرو مشرکانو چې چا پر ځانونو د شرک او ګناهونو له امله ظلم کړی، هغوی ته به يې د بدو کړنو سزا ورسيږي، او له الله څخه به هيڅکله پاتې نه شي او نه به پرې برلاسي شي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَوَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠
آيا دغو مشرکانو وويل هغه څه چې ويې ويل، او پوه نه شول چې الله چاته وغواړي د ازميښت په توګه يې روزي پراخوي: چې آيا صبرکوي او که د الله په تقدير په غوسه کيږي؟! له شک پرته په دغه ياد شوي د روزۍ په پراخوالي او تنګوالي کې د الله پر تدبير [ژوره پاملرنه]دلايل دي د هغه قوم لپاره چې ايمان لري، ځکه همدوی له دلايلو ګټه پورته کوي، خو کافران چې دي هغوی داسې پرې تېريږي چې ترې مخ اړوونکي وي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
قُلْ یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اَسْرَفُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَةِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِیْعًا ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟
ای رسوله! زما هغو بندګانو ته ووایه چې د شرک او ګناهونو ترسره کولو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی: د الله له رحمت او خپلو ګناهونو له بښنې مه ناهيلې کېږئ، له شک پرته الله د هغه چا ټول ګناهونه بښي چې توبه وباسي، او بیشکه همغه توبه اېستونکو ته د ګناهونو څخه بښونکی او پر هغوی رحم کوونکی دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَاَنِیْبُوْۤا اِلٰی رَبِّكُمْ وَاَسْلِمُوْا لَهٗ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُوْنَ ۟
او پالونکي ته مو په توبه اېستلو او نېکو کړنو وروګرځئ، او غاړه ورته کېږدئ، مخکې تردې چې د قيامت د ورځې عذاب درباندې راشي، بيا به مو له خپلو بوتانو او کورنيو څوک ونه مومئ چې له عذابه په اېستلو مو مرسته وکړي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَاتَّبِعُوْۤا اَحْسَنَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ الْعَذَابُ بَغْتَةً وَّاَنْتُمْ لَا تَشْعُرُوْنَ ۟ۙ
او د هغه غوره قرآن پيروي کوئ چې پالونکي مو پر خپل استازي نازل کړی، د هغه پر امرونو عمل کوئ، له نهيو يې ډډه کوئ، مخکې تردې چې ناببره عذاب درباندې راشي او تاسو يې احساس هم نه کوئ، ترڅو په توبه اېستلو چمتووالی ورته ونيسئ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَنْ تَقُوْلَ نَفْسٌ یّٰحَسْرَتٰی عَلٰی مَا فَرَّطْتُ فِیْ جَنْۢبِ اللّٰهِ وَاِنْ كُنْتُ لَمِنَ السّٰخِرِیْنَ ۟ۙ
دغه کار وکړئ د دغې خبرې څخه په ډډه کولو سره چې بيا د قيامت په ورځ څوک د سختې پښېمانۍ له امله وايي:واه افسوس؛په هغه کوتاهي چې د الله په حق کې مې کړی چې د کفر او ګناهونو له امله ورباندې بارده، او په دې خبره چې پر ايمان لرونکو او پيروي کوونکو يې ملنډې وهلې.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• النعمة على الكافر استدراج.
پر کافر پېرزوينه يو استدراج وي.

• سعة رحمة الله بخلقه.
د الله د رحمت پراخوالی پخپل مخلوق.

• الندم النافع هو ما كان في الدنيا، وتبعته توبة نصوح.
ګټوره پښېماني هغه ده چې په دنيا کې وي او نصوح توبه ورپسې وي.

 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আঝ-ঝুমাৰ
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

তাফছীৰ চেণ্টাৰ ফৰ কোৰানিক ষ্টাডিজৰ ফালৰ পৰা প্ৰচাৰিত।

বন্ধ