Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-বাক্বাৰাহ   আয়াত:
تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلٰی بَعْضٍ ۘ— مِنْهُمْ مَّنْ كَلَّمَ اللّٰهُ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجٰتٍ ؕ— وَاٰتَیْنَا عِیْسَی ابْنَ مَرْیَمَ الْبَیِّنٰتِ وَاَیَّدْنٰهُ بِرُوْحِ الْقُدُسِ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِیْنَ مِنْ بَعْدِهِمْ مِّنْ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ الْبَیِّنٰتُ وَلٰكِنِ اخْتَلَفُوْا فَمِنْهُمْ مَّنْ اٰمَنَ وَمِنْهُمْ مَّنْ كَفَرَ ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ مَا اقْتَتَلُوْا ۫— وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَفْعَلُ مَا یُرِیْدُ ۟۠
دا رسولان (چې يادشول) ځينې مو پر ځينو غوره كړي، له دوى نه څوك داسې دي چې الله ورسره كلام (خبرې) كړې او د ځينو يې مرتبې لوړې كړي او د مريمې زوى عيسى ته مو ښكاره معجزې وركړې وې او په پاك روح مو يې مرسته كړې وه. او كه الله غوښتلى نو دوى به نه سره جنګېدل، پس له هغه چې څرګندې معجزې هم ورته راغلې، خو سره وران شول نو ځينو يې ايمان راوړلو او ځينې يې كافر شول او (بياهم) كه الله غوښتي وى نو دوى به نه سره جنګېدل خو الله هغه څه كوي چې اراده يې كوي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَ یَوْمٌ لَّا بَیْعٌ فِیْهِ وَلَا خُلَّةٌ وَّلَا شَفَاعَةٌ ؕ— وَالْكٰفِرُوْنَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَ ۟
اى موْمنانو ! څه مال شتمني چې موږ دركړې ده ، له هغې نه لګښت وكړئ مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې په هغې كې به نه پېرل پلورل وي، نه دوستي (په درد خوري) او نه (به) سپارښت (كار وكړي) او ظالمان اصلاً هغه كسان دي چې د كفر لاره غوره كوي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ۚ— اَلْحَیُّ الْقَیُّوْمُ ۚ۬— لَا تَاْخُذُهٗ سِنَةٌ وَّلَا نَوْمٌ ؕ— لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— مَنْ ذَا الَّذِیْ یَشْفَعُ عِنْدَهٗۤ اِلَّا بِاِذْنِهٖ ؕ— یَعْلَمُ مَا بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۚ— وَلَا یُحِیْطُوْنَ بِشَیْءٍ مِّنْ عِلْمِهٖۤ اِلَّا بِمَا شَآءَ ۚ— وَسِعَ كُرْسِیُّهُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ ۚ— وَلَا یَـُٔوْدُهٗ حِفْظُهُمَا ۚ— وَهُوَ الْعَلِیُّ الْعَظِیْمُ ۟
الله هماغه دى چې له ده پرته بل معبود نشته تل ترتله ژوندى سمبالونكى دى، نه پركالي پرې راځي او نه خوب، څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي (ټول) د هغه دي، دا به څوك وي چې د هغه له خوښې پرته د چا سپارښتنه ورته وكړي؟ په هر هغه څه پوهيږي چې د دوى مخې يا يې شاته دي، او دوى د هغه له معلوماتو هيڅ شى نه شي راګيرولاى مګر هغه چې د ده خوښه وي، كرسۍ يې پر اسمانو او ځمكې پراخه ده، او د دې دواړو (ځمكى او اسمان) ساتنه يې نه ستومانه كوي او هغه لوى اوچت ذات دى.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
لَاۤ اِكْرَاهَ فِی الدِّیْنِ ۚ— قَدْ تَّبَیَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَیِّ ۚ— فَمَنْ یَّكْفُرْ بِالطَّاغُوْتِ وَیُؤْمِنْ بِاللّٰهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقٰی ۗ— لَا انْفِصَامَ لَهَا ؕ— وَاللّٰهُ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟
په دين (منلو) كې زور نشته، سمه لار له بې لارۍ څخه څرګنده شوې ده، نو څوك چې د طاغوت (شيطان او بت) څخه منكر شي او په الله ايمان راوړي نو په داسې ټينګې كړۍ يې منګولې ولګولې چې پرې کېدل يې نشته او الله اوريدونكى پوه دى.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-বাক্বাৰাহ
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

অনুবাদ কৰিছে جمعية الدعوة بالربوة আৰু جمعية خدمة المحتوى الإسلامي باللغاتৰ সহযোগত মৰ্কজ ৰুৱাদুত তাৰ্জামাৰ অনুবাদক গোষ্ঠীয়ে।

বন্ধ