Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

অৰ্থানুবাদ ছুৰা: ছাবা   আয়াত:
قَالَ الَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْۤا اَنَحْنُ صَدَدْنٰكُمْ عَنِ الْهُدٰی بَعْدَ اِذْ جَآءَكُمْ بَلْ كُنْتُمْ مُّجْرِمِیْنَ ۟
لويي غوښتونكي به ضعيفانو ته وايي چې آيا له هغه وروسته هم موږ له هدايته ايسار كړي وئ چې درته راغى؟ خو نه په اصل كې (خپله) تاسو مجرمان وئ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَقَالَ الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا بَلْ مَكْرُ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ اِذْ تَاْمُرُوْنَنَاۤ اَنْ نَّكْفُرَ بِاللّٰهِ وَنَجْعَلَ لَهٗۤ اَنْدَادًا ؕ— وَاَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَاَوُا الْعَذَابَ ؕ— وَجَعَلْنَا الْاَغْلٰلَ فِیْۤ اَعْنَاقِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— هَلْ یُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
او (بيا به) كمزوري ګڼل شوي كسان لويي غوښتونكو ته وايي چې نه په اصل كې همدا ستاسو د شپې ورځې چلونه وو چې موږ ته مو امر كولو تر څو پر الله كفر وکړو او هغه سره شريكان وګرځوو، او كله چې عذاب وويني نو هغوى (ټول) به په پټه (ډېره) پښيماني وكړي، او كوم كسان چې كافر شوي دي په غاړو كې به يې ځنځيرونه ورواچوو، آيا هغوی ته له هغو عملونو پرته چې هغوى به كول د بل څه بدله وركول كيږي؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَمَاۤ اَرْسَلْنَا فِیْ قَرْیَةٍ مِّنْ نَّذِیْرٍ اِلَّا قَالَ مُتْرَفُوْهَاۤ اِنَّا بِمَاۤ اُرْسِلْتُمْ بِهٖ كٰفِرُوْنَ ۟
او په هر كلي كې چې موږ څوك خبردارى وركوونكى لېږلى له دې پرته بل څه نه و چې سوكاله خلكو به يې ويل: له څه شي سره چې تاسي رالېږل شوي ياست موږ له هغه منكر يو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَقَالُوْا نَحْنُ اَكْثَرُ اَمْوَالًا وَّاَوْلَادًا ۙ— وَّمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟
او ويل به يې موږ په مالونو او اولادونو كې ډېر زيات يو او موږ په عذابېدونكي نه يو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
قُلْ اِنَّ رَبِّیْ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟۠
ووايه: په رېښتيا زما رب چا ته چې وغواړي روزي يې پراخوي او (يا يې) تنګوي خو زياتره خلك نه پوهيږي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُكُمْ بِالَّتِیْ تُقَرِّبُكُمْ عِنْدَنَا زُلْفٰۤی اِلَّا مَنْ اٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ؗ— فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ جَزَآءُ الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوْا وَهُمْ فِی الْغُرُفٰتِ اٰمِنُوْنَ ۟
نه دي مالونه ستاسي او نه اولادونه ستاسي په هغه درجه کې چې موږ ته مو نزدې کړي په نزدیوالي سره، لیکن هغه چا چې ایمان راوړی وي اونیک عملونه یې کړي وي، پس دوی لره به د دوی د کړنې له امله دو چنده بدله وي، او هغوى به بې غمه په دنګو ماڼيو كې وي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَالَّذِیْنَ یَسْعَوْنَ فِیْۤ اٰیٰتِنَا مُعٰجِزِیْنَ اُولٰٓىِٕكَ فِی الْعَذَابِ مُحْضَرُوْنَ ۟
او كوم كسان چې زموږ د آيتونو په كمزوري كولو كې هلې ځلې كوي، هغوى په عذاب كې حاضرېدونکي دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
قُلْ اِنَّ رَبِّیْ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَیَقْدِرُ لَهٗ ؕ— وَمَاۤ اَنْفَقْتُمْ مِّنْ شَیْءٍ فَهُوَ یُخْلِفُهٗ ۚ— وَهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟
ورته ووايه: یقینا زما رب روزي پراخوي چا ته چې وغواړي له خپلو بندګانو او (يا يې) ورته تنګوي او هغه څه چې تاسو يې (په خير كې) لګوئ نو هغه (الله) يې بدله دركوي او همغه تر ټولو ښه روزي وركونكى دى.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: ছাবা
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

অনুবাদ কৰিছে جمعية الدعوة بالربوة আৰু جمعية خدمة المحتوى الإسلامي باللغاتৰ সহযোগত মৰ্কজ ৰুৱাদুত তাৰ্জামাৰ অনুবাদক গোষ্ঠীয়ে।

বন্ধ