Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-আনআম   আয়াত:
وَمَا لَكُمْ اَلَّا تَاْكُلُوْا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ وَقَدْ فَصَّلَ لَكُمْ مَّا حَرَّمَ عَلَیْكُمْ اِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ اِلَیْهِ ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا لَّیُضِلُّوْنَ بِاَهْوَآىِٕهِمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِالْمُعْتَدِیْنَ ۟
او تاسو ته څه (دليل) دى چې هغه شى نه خورئ كوم چې د الله نوم پرې ياد شوى، حال دا چې كوم شيان يې درباندې حرام كړي، هغه يې ښه پوره درته بيان كړل، پرته له هغه چې تاسو ورته اړ شئ (چې هغه هم حلال دي) او يقيناً زياتره خلك د خپلو هوسونو په اساس پرته له څه علمه بې لارې توب كوي، بې شكه ستا رب په داسې له حده تېرېدونكو ډېر ښه پوه دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَذَرُوْا ظَاهِرَ الْاِثْمِ وَبَاطِنَهٗ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَكْسِبُوْنَ الْاِثْمَ سَیُجْزَوْنَ بِمَا كَانُوْا یَقْتَرِفُوْنَ ۟
او ښكاره او پټه (هر ډول) ګناه پرېږدئ، بې شكه هغه كسان چې د ګناه كسب كوي، زر به د هغو ګناهونو بدله وركړل شي چې دوى به كول.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلَا تَاْكُلُوْا مِمَّا لَمْ یُذْكَرِ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ وَاِنَّهٗ لَفِسْقٌ ؕ— وَاِنَّ الشَّیٰطِیْنَ لَیُوْحُوْنَ اِلٰۤی اَوْلِیٰٓـِٕهِمْ لِیُجَادِلُوْكُمْ ۚ— وَاِنْ اَطَعْتُمُوْهُمْ اِنَّكُمْ لَمُشْرِكُوْنَ ۟۠
او په كوم (حيوان) چې د الله نوم نه وي ياد شوى له هغه نه څه مه خورئ او دا يوه سرغړونه ده او بې شكه شيطانان حتماً خپلو ملګرو ته وسوسې اچوي چې تاسو سره شخړه وكړي او كه د هغوى خبره مو ومنله نو بيا به يقيناً تاسو هم له مشركانو ياست.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَوَمَنْ كَانَ مَیْتًا فَاَحْیَیْنٰهُ وَجَعَلْنَا لَهٗ نُوْرًا یَّمْشِیْ بِهٖ فِی النَّاسِ كَمَنْ مَّثَلُهٗ فِی الظُّلُمٰتِ لَیْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا ؕ— كَذٰلِكَ زُیِّنَ لِلْكٰفِرِیْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
آيا نو هغه چې مړ و بيا مو را ژوندى كړ او داسې رڼايي مو وركړه چې په هغې سره د خلكو ترمنځ روان چليږي، د هغه چا په شان دى چې په تيارو كې (راګير) وي او ترې وتونكى نه وي؟ همدغه شان كافرانو ته هغه څه ښايسته شوي دي چې دوى به كول.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا فِیْ كُلِّ قَرْیَةٍ اَكٰبِرَ مُجْرِمِیْهَا لِیَمْكُرُوْا فِیْهَا ؕ— وَمَا یَمْكُرُوْنَ اِلَّا بِاَنْفُسِهِمْ وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۟
او همداسې مو په هر كلي كې غټان ورته مجرمان كړي دي چې تګۍ برګۍ پكې كوي، حال دا چې هغوى صرف له خپلو ځانو سره ټګي كوي او (په ځان) خبرهم نه دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَاِذَا جَآءَتْهُمْ اٰیَةٌ قَالُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ حَتّٰی نُؤْتٰی مِثْلَ مَاۤ اُوْتِیَ رُسُلُ اللّٰهِ ؔۘؕ— اَللّٰهُ اَعْلَمُ حَیْثُ یَجْعَلُ رِسَالَتَهٗ ؕ— سَیُصِیْبُ الَّذِیْنَ اَجْرَمُوْا صَغَارٌ عِنْدَ اللّٰهِ وَعَذَابٌ شَدِیْدٌۢ بِمَا كَانُوْا یَمْكُرُوْنَ ۟
او كله چې كوم آيت ورته راشي وايي تر هغه به يې ونه منو څو چې هغه څه رانكړل شي كوم چې د الله رسولانو ته وركړل شوي دي، الله ښه پوه دى چې خپل رسالت (يا پيغام) چېرته كيږدي، مجرمانو ته به ډېر زر د الله په وړاندې سپكاوى او سخت عذاب ورسيږى په دې چې دوى به ټګۍ كولې.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-আনআম
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

অনুবাদ কৰিছে جمعية الدعوة بالربوة আৰু جمعية خدمة المحتوى الإسلامي باللغاتৰ সহযোগত মৰ্কজ ৰুৱাদুত তাৰ্জামাৰ অনুবাদক গোষ্ঠীয়ে।

বন্ধ