Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

XML CSV Excel API
Please review the Terms and Policies

অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-জ্বিন   আয়াত:

جن

قُلْ اُوْحِیَ اِلَیَّ اَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ فَقَالُوْۤا اِنَّا سَمِعْنَا قُرْاٰنًا عَجَبًا ۟ۙ
ووايه: ماته وحي شوې ده چې د پېريانو يوې ډلې غوږ نيولى و، بيا يې (خپل قوم ته) وويل: بېشكه موږ يو عجيبه قرآن واورېدلو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
یَّهْدِیْۤ اِلَی الرُّشْدِ فَاٰمَنَّا بِهٖ ؕ— وَلَنْ نُّشْرِكَ بِرَبِّنَاۤ اَحَدًا ۟ۙ
چې سمې لارې ته ښوونه كوي؛ نو موږ هم ومنلو او هيڅكله به له خپل پالونکي سره هيڅوک هم شريك نه كړو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّاَنَّهٗ تَعٰلٰی جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَّلَا وَلَدًا ۟ۙ
او دا چې زموږ د پالونکي شان ډېر لوړ دى، هغه نه څوك مېرمن او نه زوى نيولى.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّاَنَّهٗ كَانَ یَقُوْلُ سَفِیْهُنَا عَلَی اللّٰهِ شَطَطًا ۟ۙ
او دا چې زموږ احمق په الله پورې ناحقه خبرې كولې.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّاَنَّا ظَنَنَّاۤ اَنْ لَّنْ تَقُوْلَ الْاِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَی اللّٰهِ كَذِبًا ۟ۙ
او بېشكه موږ ګومان كړى و چې هيڅكله به الله پورې انسان او پېرى درواغ ونه وايي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّاَنَّهٗ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الْاِنْسِ یَعُوْذُوْنَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوْهُمْ رَهَقًا ۟ۙ
او دا چې د انسانانو څه كسانو به د پېريانو پر څه كسانو پورې پناه اخېسته نو لا يې بې لاري ورزياته كړه.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّاَنَّهُمْ ظَنُّوْا كَمَا ظَنَنْتُمْ اَنْ لَّنْ یَّبْعَثَ اللّٰهُ اَحَدًا ۟ۙ
او ستاسو غوندې هغوى هم ګومان كړى و چې الله به هيڅوك بېرته را ژوندي نه كړي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّاَنَّا لَمَسْنَا السَّمَآءَ فَوَجَدْنٰهَا مُلِئَتْ حَرَسًا شَدِیْدًا وَّشُهُبًا ۟ۙ
او موږ د آسمان پلټنه وكړه نو هغه مو له سختو څوكيدارانو او سوځوونكو ستورو ډك وموند.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّاَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ ؕ— فَمَنْ یَّسْتَمِعِ الْاٰنَ یَجِدْ لَهٗ شِهَابًا رَّصَدًا ۟ۙ
او دا چې پخوا به موږ د غوږ نيولو لپاره د هغه د ناستې ځايونو كې كېناستلو، خو اوس چې څوك غوږ نيسي هغه د ځان لپاره يو څارونکی اور غورځوونكى ستورى مومي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّاَنَّا لَا نَدْرِیْۤ اَشَرٌّ اُرِیْدَ بِمَنْ فِی الْاَرْضِ اَمْ اَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًا ۟ۙ
او موږ نه پوهيږو چې آيا د ځمكې اوسېدونكو ته د بدۍ اراده شوې او كه رب يې سمه لار ورښوول غواړي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّاَنَّا مِنَّا الصّٰلِحُوْنَ وَمِنَّا دُوْنَ ذٰلِكَ ؕ— كُنَّا طَرَآىِٕقَ قِدَدًا ۟ۙ
او دا چې له موږ څخه ځينې نېکان دي او ځينې له دې پرته، موږ بېلا بېلې ډلې يو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّاَنَّا ظَنَنَّاۤ اَنْ لَّنْ نُّعْجِزَ اللّٰهَ فِی الْاَرْضِ وَلَنْ نُّعْجِزَهٗ هَرَبًا ۟ۙ
او دا چې موږ ګومان كولو چې نه په ځمكه كې الله بېوسه كولاى شو او نه يې په تېښته كمزورى كولاى شو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّاَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا الْهُدٰۤی اٰمَنَّا بِهٖ ؕ— فَمَنْ یُّؤْمِنْ بِرَبِّهٖ فَلَا یَخَافُ بَخْسًا وَّلَا رَهَقًا ۟ۙ
او موږ چې كله لارښوونه واورېدله، ايمان مو پرې راوړ، نو څوك چې پر خپل رب ايمان راوړي، هغه بيا نه له تاواني كېدو وېريږى نه له زیاتي نه.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-জ্বিন
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

অনুবাদ কৰিছে جمعية الدعوة بالربوة আৰু جمعية خدمة المحتوى الإسلامي باللغاتৰ সহযোগত মৰ্কজ ৰুৱাদুত তাৰ্জামাৰ অনুবাদক গোষ্ঠীয়ে।

বন্ধ