Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ


অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আলে ইমৰাণ   আয়াত:
ثُمَّ اَنْزَلَ عَلَیْكُمْ مِّنْ بَعْدِ الْغَمِّ اَمَنَةً نُّعَاسًا یَّغْشٰی طَآىِٕفَةً مِّنْكُمْ ۙ— وَطَآىِٕفَةٌ قَدْ اَهَمَّتْهُمْ اَنْفُسُهُمْ یَظُنُّوْنَ بِاللّٰهِ غَیْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِیَّةِ ؕ— یَقُوْلُوْنَ هَلْ لَّنَا مِنَ الْاَمْرِ مِنْ شَیْءٍ ؕ— قُلْ اِنَّ الْاَمْرَ كُلَّهٗ لِلّٰهِ ؕ— یُخْفُوْنَ فِیْۤ اَنْفُسِهِمْ مَّا لَا یُبْدُوْنَ لَكَ ؕ— یَقُوْلُوْنَ لَوْ كَانَ لَنَا مِنَ الْاَمْرِ شَیْءٌ مَّا قُتِلْنَا هٰهُنَا ؕ— قُلْ لَّوْ كُنْتُمْ فِیْ بُیُوْتِكُمْ لَبَرَزَ الَّذِیْنَ كُتِبَ عَلَیْهِمُ الْقَتْلُ اِلٰی مَضَاجِعِهِمْ ۚ— وَلِیَبْتَلِیَ اللّٰهُ مَا فِیْ صُدُوْرِكُمْ وَلِیُمَحِّصَ مَا فِیْ قُلُوْبِكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟
بیا لله له دې غم وروسته پر تاسې امن او ډاډ نازل کړ چې پر ځینو مو د پر ماښۍ ډاډمن خوب راغی او له ځینو نورو سره یوازې د خپلو ځانونو غم ؤ او په الله جل جلاله یي د جاهیلت ناحقه ګمانونه کول او ویل یې ایا په دې کار کې [۱۳] زمونږ څه واک شته؟ ورته ووایه واک ټول له یو الله سره دی هغوی د زړونو پټي خبرې تاسې ته نه ښکاره کوي او وايي که په دې کار کې زمونږ څه واک وای[۱۴] نو دلته به نه وو وژول شوي ـ ورته ووایه که تاسې په کورونو کې هم وای نو د چا لپاره چې وژل لیکل شوي وو هغه به خامخا د وژلو ځای ته وروتلو او ( دا بده ورځ یې ځکه راوستله چې) الله ستاسې د زړونو پټ شیان وازمایي او هغه څه چاڼ کړي چې ستاسي په زړونو کې دي، او الله سینو په پټو رازونو ښه پوه دی.
[۱۳] جنګ کول او نه کول ( ابن جریر الطبري)
[۱۴] زمونږ خبره اوریدل شوې وای او احد ته نه وای وتلي( ابن جریر الطبري)
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِنَّ الَّذِیْنَ تَوَلَّوْا مِنْكُمْ یَوْمَ الْتَقَی الْجَمْعٰنِ ۙ— اِنَّمَا اسْتَزَلَّهُمُ الشَّیْطٰنُ بِبَعْضِ مَا كَسَبُوْا ۚ— وَلَقَدْ عَفَا اللّٰهُ عَنْهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ حَلِیْمٌ ۟۠
کومو کسانو چې د دوه ډلو د مخامخ کیدلو په ورځ تاسې ته شا اړولي وه بې شکه چې شیطان د خپلو عملونو له مخې ښویولي وو او باور وکړئ چې الله پاک ورته عفوه کړې ده بې شکه چې الله ښه بښونکی او ښه زغم لرونکی دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَقَالُوْا لِاِخْوَانِهِمْ اِذَا ضَرَبُوْا فِی الْاَرْضِ اَوْ كَانُوْا غُزًّی لَّوْ كَانُوْا عِنْدَنَا مَا مَاتُوْا وَمَا قُتِلُوْا ۚ— لِیَجْعَلَ اللّٰهُ ذٰلِكَ حَسْرَةً فِیْ قُلُوْبِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟
ای مؤمنانو! تاسې د کافرانو په څير مه کیږئ چې کله د هغوی وروڼه سفر ته ځي او یا عزا کوي نو وايي که دوی له مونږ سره وای او تللې نه وای نو نه به مړه شوي وو او نه به چا وژلي وو( مؤمنان باید دا ډول ونه کړي) تر څو الله دا خبرې د کافرانو په زړونو کې یوازې افسوس او ارمان پریږدي ژوندي کول او مړه کول د الله کار دی الله ستاسې کړنې ګوري.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلَىِٕنْ قُتِلْتُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ اَوْ مُتُّمْ لَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللّٰهِ وَرَحْمَةٌ خَیْرٌ مِّمَّا یَجْمَعُوْنَ ۟
او قسم دی که چیرې تاسې د الله په لار کې شهیدان او یا په خپل مرګ مړه شئ نو دالله له لورې بښنه له هغه مال څخه ډیره غوره ده چې هغوی یې راټولوي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আলে ইমৰাণ
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

পুস্তু ভাষাত আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ। অনুবাদ কৰিছে মোল্লা জাঞ্জাবাজ ছৰফৰাজ চাহাবে।

বন্ধ