Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ


অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আচ-ছাজদাহ   আয়াত:

سجده

الٓمّٓ ۟ۚ
الم.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ لَا رَیْبَ فِیْهِ مِنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ
بې له شکه ددغه کتاب نزول د رب العالمین له لورې دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَمْ یَقُوْلُوْنَ افْتَرٰىهُ ۚ— بَلْ هُوَ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اَتٰىهُمْ مِّنْ نَّذِیْرٍ مِّنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟
ایا هغوی وايې چې محمد دا قران له ځان نه جوړ کړی دی؟نه بلکې دا ستا د رب له لورې راغلی دی تر څو ته هغه قوم وډار وې چې له تا وړاندې ورته کوم ډاروونکی نه وو راغلی کیدای شي چې سمه لار ومومي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَللّٰهُ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ؕ— مَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِهٖ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا شَفِیْعٍ ؕ— اَفَلَا تَتَذَكَّرُوْنَ ۟
الله هغه ذات دی چې اسمانونه،ځمکه او د دواړو د مینځ څيزونه یې په شپږو ورځو کې پیدا او بیا یې په عرش استوا وکړه.تاسې پرته له هغه هیڅ دوست او سپارښت کوونکی نه لرئ.نو ولې پند نه اخلئ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
یُدَبِّرُ الْاَمْرَ مِنَ السَّمَآءِ اِلَی الْاَرْضِ ثُمَّ یَعْرُجُ اِلَیْهِ فِیْ یَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهٗۤ اَلْفَ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّوْنَ ۟
له اسمان نه تر ځمکې پورې چارې اداره کوي بیا دا چارې هغه ته په یوه داسې ورځ کې ورخیژي چې ستاسې د شمیر له مخې یې اندازه زر کلونه ده.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
ذٰلِكَ عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ
همدغه ذات په ټولو پټو او ښکاره وو خبر،په هر څه برلاسۍ او ډیر مهربان دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
الَّذِیْۤ اَحْسَنَ كُلَّ شَیْءٍ خَلَقَهٗ وَبَدَاَ خَلْقَ الْاِنْسَانِ مِنْ طِیْنٍ ۟ۚ
هغه چې هر څه یې پيدا کړي ښه کره یې پیدا کړي،او د انسان د جوړښت پيل یې له خټې څخه کړی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهٗ مِنْ سُلٰلَةٍ مِّنْ مَّآءٍ مَّهِیْنٍ ۟ۚ
بیا یې د هغه ځوځات د کمو او لږو څڅیدونکو اوبو له نچوړ څخه وغزاو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
ثُمَّ سَوّٰىهُ وَنَفَخَ فِیْهِ مِنْ رُّوْحِهٖ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟
بیا یې د هغه شکل پوره له خپلې لورې یي پکې روح ورپو،او تاسې یې د غوږونو،سترګو او زړونو څښتنان وګرځولئ.خو تاسې ډیر لږ شکر وباسئ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَقَالُوْۤا ءَاِذَا ضَلَلْنَا فِی الْاَرْضِ ءَاِنَّا لَفِیْ خَلْقٍ جَدِیْدٍ ؕ۬— بَلْ هُمْ بِلِقَآءِ رَبِّهِمْ كٰفِرُوْنَ ۟
او هغوی وایې:ایا کله چې مونږ په خاورو کې ورک شو نو له نوي سره بیا جوړول کیږو؟اصلي خبره همداده چې دوی له رب سره له مخامخ کیدلو نه منکر دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
قُلْ یَتَوَفّٰىكُمْ مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِیْ وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ اِلٰی رَبِّكُمْ تُرْجَعُوْنَ ۟۠
ای محمده!ووایه چې همغه ملایکه به مو مړه کړي چې پر تاسې ټاکل شوې ده او بیا به د خپل رب په لور بیرته وګرځول شئ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلَوْ تَرٰۤی اِذِ الْمُجْرِمُوْنَ نَاكِسُوْا رُءُوْسِهِمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— رَبَّنَاۤ اَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا اِنَّا مُوْقِنُوْنَ ۟
او چې ته ووینې چې مجرمان سرښکته د خپل رب په وړاندې ولاړ او وایې:ای زمونږ ربه!مونږ اوس ولیدل،او وامووریدل،نو مونږ بیرته ولیږه.مونږ به شه کارونه وکړو اوس مو پوخ باور راغلی دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلَوْ شِئْنَا لَاٰتَیْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدٰىهَا وَلٰكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّیْ لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ ۟
که مونږ غوښتلی نو هر چاته به مو په زور لار ښوولې وای خو زما هغه خبره پخه شوه چې ما ویلي وو چې:زه به دوزخ له پيریانو او انسانانو ډک کړم.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَذُوْقُوْا بِمَا نَسِیْتُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا ۚ— اِنَّا نَسِیْنٰكُمْ وَذُوْقُوْا عَذَابَ الْخُلْدِ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟
نو اوس یې خوند وڅکئ،ځکه چې تاسې له دې ورځې سره مخامخ کیدل هیر کړي وو.اوس مونږ تاسې هیر کړي یې.د خپلو کړنو په بدل کې د تل پاتې عذاب خوندوڅکئ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِنَّمَا یُؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِّرُوْا بِهَا خَرُّوْا سُجَّدًا وَّسَبَّحُوْا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟
زمونږ په ایاتونو یوازې هغه خلک ایمان راوړي چې کله هغوی ته پرې نصیحت وشي،نو پړ مخ پریوزي د خپل رب ثنا او ستاینه کوي. او له لویې نه ځانونه ژغوري.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
تَتَجَافٰی جُنُوْبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَّطَمَعًا ؗ— وَّمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟
اړخونه یې د خوب له بسترو څخه بیلیږي،خپل رب ته د ډار او هیلو په رڼا کې خپلې غوښتنې وړاندې کوي او څه چې مونږ ورکړي ځینې یې د الله په لار کې لګوي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّاۤ اُخْفِیَ لَهُمْ مِّنْ قُرَّةِ اَعْیُنٍ ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
هیچا ته معلومه نه ده چې الله پاک یې د سترګو د یخوالي لپاره د دوی د عملونو په رڼا کې کوم څه پټ کړي دي؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَفَمَنْ كَانَ مُؤْمِنًا كَمَنْ كَانَ فَاسِقًا ؔؕ— لَا یَسْتَوٗنَ ۟
ایا هغه څوک چې مؤمن و د هغه چا په شان و چې قاسق وو؟هیڅ سره برابره دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَلَهُمْ جَنّٰتُ الْمَاْوٰی ؗ— نُزُلًا بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟
کومو کسانو چې ایمان راوړی او نیک عملونه یي کړي دي،د ورتګ ځای یې جنت دی.دا يي د هغو عملونو په بدل کې میلمستیا ده چې دوی به کول.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَاَمَّا الَّذِیْنَ فَسَقُوْا فَمَاْوٰىهُمُ النَّارُ ؕ— كُلَّمَاۤ اَرَادُوْۤا اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَاۤ اُعِیْدُوْا فِیْهَا وَقِیْلَ لَهُمْ ذُوْقُوْا عَذَابَ النَّارِ الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟
او چا چې فسق خپل کړی ورتګ یې اور ته دی،کله هم چې هغوی ترې د وتلو هڅه وکړي بیرته به پکې ورګرځول کیږي.او ورته ویلی به شي چې اوس د هغه اور د عذاب خوند درواخلئ چې تاسو درواغ ګاڼه.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلَنُذِیْقَنَّهُمْ مِّنَ الْعَذَابِ الْاَدْنٰی دُوْنَ الْعَذَابِ الْاَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟
او مونږ به له ستر له ستر عذاب نه وړاندې د کوچني عذاب خوند هرو،مرو وروڅکو.کیدای شي چې سمي لارې ته راتا وشي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَمَنْ اَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ ثُمَّ اَعْرَضَ عَنْهَا ؕ— اِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِیْنَ مُنْتَقِمُوْنَ ۟۠
او له هغه نه به لوی تیری کوونکی څوک وي چې:د خپل رب په نښانو ور کړای شي خو هغه ترې مخ واړوي؟له شک نه وتلې ده چې مونږ له مجرمانو نه غچ اخیستونکي یو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَلَا تَكُنْ فِیْ مِرْیَةٍ مِّنْ لِّقَآىِٕهٖ وَجَعَلْنٰهُ هُدًی لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ۚ
او په باروي توګه مونږ موسی ته کتاب ورکړی و.نو ای محمده!ته هم باوري اوسه چې له داسې کتاب سره به مخ شې[۹]او د موسي کتاب مو د بني اسرائیلو لارښود ګرځولی و.
[۹] ـ ځینو مفسرینو داسې ترجمه کړې ده:ای محمده!باور ولره چې ته به له موسې سره مخ شي او د الله جل جلاله دا وعده د معراج په شپه پوره شوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له موسې علیه السلام سره ولیدل.(تفسیر الماوردی).
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ اَىِٕمَّةً یَّهْدُوْنَ بِاَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوْا ؕ۫— وَكَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یُوْقِنُوْنَ ۟
او د هغوی ځینې هغه خلک مو چې صبر یي وکړ،او زمونږ په ایتونو یي پوخ باور وو.لارښوونکي وګرځول چې زمونږ په امر به یې لارښوونه کوله.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِنَّ رَبَّكَ هُوَ یَفْصِلُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟
او دا خبره پخه ده چې ستا رب به د قیامت په ورځ د هغوی د خپل مینځي اختلافاتو پریکړه کوي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَوَلَمْ یَهْدِ لَهُمْ كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ یَمْشُوْنَ فِیْ مَسٰكِنِهِمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ ؕ— اَفَلَا یَسْمَعُوْنَ ۟
ایا دې خلکو له دې نه درس نه دی اخیستې چې:مونږ د څومره ډیرو زمانو خلک هلاک کړي دي؟دا کافران یې په ورانو کورونو تیریږي.په رښتیا چې په دې کې ډیرې لویې نښې دي.ایا څه نه اوري؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا نَسُوْقُ الْمَآءَ اِلَی الْاَرْضِ الْجُرُزِ فَنُخْرِجُ بِهٖ زَرْعًا تَاْكُلُ مِنْهُ اَنْعَامُهُمْ وَاَنْفُسُهُمْ ؕ— اَفَلَا یُبْصِرُوْنَ ۟
ایا نه یي دي لیدلي چې مونږ و چې شاړې ځمکې ته اوبه روانې او بیا ترې کښت راټوکه وو چې د هغوی څاروي او هم په خپله ترې خوراک کوي.ایا څه نه ویني؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْفَتْحُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
او کافران وایې چې که تاسې رښتیني یاست نو د پریکړې ورځ به کله وي؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
قُلْ یَوْمَ الْفَتْحِ لَا یَنْفَعُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِیْمَانُهُمْ وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟
اې محمده!ورته ووایه چې د پریکړې په ورځ به کافرانو ته نه د هغې ورځې ایمان راوړل څه ګټه ورسوي. او نه به نور مهلت ورکړای شي؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ وَانْتَظِرْ اِنَّهُمْ مُّنْتَظِرُوْنَ ۟۠
په خپل حال یې پریږده او څار کوه باوري خبره ده چې هغوی هم څار کوي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আচ-ছাজদাহ
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

পুস্তু ভাষাত আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ। অনুবাদ কৰিছে মোল্লা জাঞ্জাবাজ ছৰফৰাজ চাহাবে।

বন্ধ