Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ


অৰ্থানুবাদ ছুৰা: ছাবা   আয়াত:
لَقَدْ كَانَ لِسَبَاٍ فِیْ مَسْكَنِهِمْ اٰیَةٌ ۚ— جَنَّتٰنِ عَنْ یَّمِیْنٍ وَّشِمَالٍ ؕ۬— كُلُوْا مِنْ رِّزْقِ رَبِّكُمْ وَاشْكُرُوْا لَهٗ ؕ— بَلْدَةٌ طَیِّبَةٌ وَّرَبٌّ غَفُوْرٌ ۟
د سبا د خلکو لپاره د هغوی په خپل استوګنځي کې لویه نښه موجوده وه.ښې او کیڼ لور ته دوه باغونه دي. د خپل رب روزي خورئ او شکر يې پر ځای کوئ. ځکه چې هیواد مو سپیڅلی او رب مو ډیر بښونکی دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَاَعْرَضُوْا فَاَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ سَیْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنٰهُمْ بِجَنَّتَیْهِمْ جَنَّتَیْنِ ذَوَاتَیْ اُكُلٍ خَمْطٍ وَّاَثْلٍ وَّشَیْءٍ مِّنْ سِدْرٍ قَلِیْلٍ ۟
خو هغوی مخ واړاو، مونږ پرې بند نړوونکی[۷] سیلاب راووست، او د پخوانیو دوه ښکلو باغو پر ځای مو دوه نور باغونه ورکړل[۸] چې بې خونده تروې میوې د ځنګلي غزوني، او ګوته په شمار بیرې پکې وی.
[۷] هغه سیلاب چې د بند له نړیدلو بر هغوی راغلی و( فتح القدیر او تفهیم القران).
[۸] جوړ باغونه يي له مینځه ولاړل او د سیلابونو له کبله په دښتو کې ځنګلونه رازرغون شول( فتح القدیر او تفهیم القران).
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
ذٰلِكَ جَزَیْنٰهُمْ بِمَا كَفَرُوْا ؕ— وَهَلْ نُجٰزِیْۤ اِلَّا الْكَفُوْرَ ۟
دا يې د کفر بدل و چې مونږ ورکړ. او دا وړ بدل مونږ پرته له ناشکرانو بل هیچا ته نه ورکوو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَجَعَلْنَا بَیْنَهُمْ وَبَیْنَ الْقُرَی الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا قُرًی ظَاهِرَةً وَّقَدَّرْنَا فِیْهَا السَّیْرَ ؕ— سِیْرُوْا فِیْهَا لَیَالِیَ وَاَیَّامًا اٰمِنِیْنَ ۟
او مونږ د دوی او هغو کلیو ترمینځ چې مونږ پکې برکت اچولی و[۹] نور ښکاره کلي میشته کړي وو او د هغوی ترمینځ سفر مو په اندازه کړی و او لورینه مې پرې کړې وه چې ددې ښارونو په مینځ کې د شپې او ورځې ښه په ډاډه زړه سفر کوي.
[۹] دا د بل نعمت یادونه ده: دوی په یمن کې وو او برکت نا ښارونه له شام او فلسطین څخه عبارت وو او تر هغه ځایه ټوله لار اباده وه( فتح القدیر).
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَقَالُوْا رَبَّنَا بٰعِدْ بَیْنَ اَسْفَارِنَا وَظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ وَمَزَّقْنٰهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟
خو هغوی وویل: ای زمونږ ربه! زمونږ سفرونه او دمه ځایونه سره لرې کړه. په خپلو ځانونو يي تیری وکړ نو هغه و چې مونږ د تاریخ کیسه وګرځول او پوره مو تیت او پرک[۱۰] کړل ـ په رښتیا چې په دې کار کې د هر صبر کوونکي او شکر کوونکي لپاره لوی نښانې دي.
[۱۰] سیلاب پرې راغي. وطن يي وران ویجاړ شو او دوی د ځمکې په مخ خوار واره شول: مصر، نجد، مدینې او نورو ځایونو ته ولاړل( فتح القدیر د امام الشوکاني).
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلَقَدْ صَدَّقَ عَلَیْهِمْ اِبْلِیْسُ ظَنَّهٗ فَاتَّبَعُوْهُ اِلَّا فَرِیْقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟
د دوی په هکله د ابلیس ګومان[۱۱] رښتینی شو چې پرته له لږو مؤمنو بنده ګانو نورو ټولو د هغه مننه وکړه.
[۱۱] ابلیس د رټل کیدلو په وخت ویلي وو( زه به پرته له مخلصو بنده ګانو ټول بې لارې کړمة (سورة الحجر۳۹-۴۰ ایتونه).
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَمَا كَانَ لَهٗ عَلَیْهِمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ اِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ یُّؤْمِنُ بِالْاٰخِرَةِ مِمَّنْ هُوَ مِنْهَا فِیْ شَكٍّ ؕ— وَرَبُّكَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ حَفِیْظٌ ۟۠
ابلیس پر هغوی زور نه درلود، خو مونږ دا وړ ځکه وکړل چې په اخرت ایمان لرونکي له هغو نه جلاء کړو چې د اخرت په هکله شکمن دي. او ستا رب د هر څه ښه څارونکی او ښه ساتونکی دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
قُلِ ادْعُوا الَّذِیْنَ زَعَمْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ ۚ— لَا یَمْلِكُوْنَ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ فِی السَّمٰوٰتِ وَلَا فِی الْاَرْضِ وَمَا لَهُمْ فِیْهِمَا مِنْ شِرْكٍ وَّمَا لَهٗ مِنْهُمْ مِّنْ ظَهِیْرٍ ۟
ای محمده! خلکو ته ووایه چې خپل هغه معبودان راوبلئ چې تاسې يي پرته له الله نه خدایان ګڼئ! نه په اسمانونو او نه په ځمکه کې د یوې ذرې په اندازه واک لري. او نه له الله سره په ځمکه او اسمانونو کې څه برخه او نه يې کوم یو د الله ملاتړی او مرستندوۍ دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: ছাবা
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

পুস্তু ভাষাত আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ। অনুবাদ কৰিছে মোল্লা জাঞ্জাবাজ ছৰফৰাজ চাহাবে।

বন্ধ