Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ


অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-মায়িদাহ   আয়াত:
وَقَفَّیْنَا عَلٰۤی اٰثَارِهِمْ بِعِیْسَی ابْنِ مَرْیَمَ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ مِنَ التَّوْرٰىةِ ۪— وَاٰتَیْنٰهُ الْاِنْجِیْلَ فِیْهِ هُدًی وَّنُوْرٌ ۙ— وَّمُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ مِنَ التَّوْرٰىةِ وَهُدًی وَّمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟ؕ
په همدغو پیغمبرانو پسې مو عیسی بن مریم پداسې حال کې لیږلی ؤ چې له ځانه وړاندې لیږلی کتاب تورات یې رښتینی ګاڼه، مونږ هغه ته له هدایت او نور څخه ډک انجیل ورکړی ؤ چې له ده وړاندې کتاب تورات یې رښتینې ګاڼه او د پرهیزګارانو لپاره هدایت او پند ؤ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَلْیَحْكُمْ اَهْلُ الْاِنْجِیْلِ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فِیْهِ ؕ— وَمَنْ لَّمْ یَحْكُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفٰسِقُوْنَ ۟
او د انجیل خاوندان باید په هغه څه پریکړې وکړي چې الله په انجیل کې نازل کړي دي او چا چې د الله په نازل کړو اصولو پریکړې نه وي کړي نو همغوی فاسقان دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَاَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَیْنَ یَدَیْهِ مِنَ الْكِتٰبِ وَمُهَیْمِنًا عَلَیْهِ فَاحْكُمْ بَیْنَهُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَهُمْ عَمَّا جَآءَكَ مِنَ الْحَقِّ ؕ— لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَّمِنْهَاجًا ؕ— وَلَوْ شَآءَ اللّٰهُ لَجَعَلَكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّلٰكِنْ لِّیَبْلُوَكُمْ فِیْ مَاۤ اٰتٰىكُمْ فَاسْتَبِقُوا الْخَیْرٰتِ ؕ— اِلَی اللّٰهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِیْعًا فَیُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟ۙ
( ای محمده!) مونږ تاته په حقه هغه کتاب نازل کړی دی چې له ده وړاندې کتابونه رښتیني ګڼي او ساتونکي یې دی نو د دوی په مینځ کې په هغه څه پریکړې وکړه چې الله پاک نازل کړي دي او د هغه حق پر ځای چې تا ته راغلی دی د هغوی د هیلو او ارزوګانو پسې مه ځه، مونږ تاسو هر یو ته جلا، جلا، شریعت او لارې ټاکلې ده که الله غوښتې وای نو تاسې به یي یو امت ګرځولی وای خو هغه تاسې په درکړې شوو څيزونو ازمايي نو تاسې باید نیکیو ته یو له بل نه وړاندې شئ، ستاسو ټول ورتګ الله ته دی نو له هغه څه به مو خبر کړي چې تاسې په کې جلا جلا لارو واست.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَاَنِ احْكُمْ بَیْنَهُمْ بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ وَلَا تَتَّبِعْ اَهْوَآءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ اَنْ یَّفْتِنُوْكَ عَنْ بَعْضِ مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ اِلَیْكَ ؕ— فَاِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ اَنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّصِیْبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوْبِهِمْ ؕ— وَاِنَّ كَثِیْرًا مِّنَ النَّاسِ لَفٰسِقُوْنَ ۟
او ( ای محمده!) د هغوی په مینځ کې په هغه څه پریکړه کوه چې الله نازل کړي دي، د هغوی د هیلو مننه مه کوه او د هغوی په هکله هوښیار اوسه هسې نه چې له ځینو هغو څیزونو دې وښویوي چې الله درته نازل کړي دي نو که مخ یې واړاوه نو پوه شه چې الله غواړي چې هغوی ته د خپلو ځینو بدیو په بدل کې جزاء ورکړي ـ او دا پخه خبره ده چې ډیر وګړي فاسقان دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَفَحُكْمَ الْجَاهِلِیَّةِ یَبْغُوْنَ ؕ— وَمَنْ اَحْسَنُ مِنَ اللّٰهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ یُّوْقِنُوْنَ ۟۠
ایا هغوی د جاهلیت پریکړه غواړي؟ د منونکې قوم لپاره به د الله له پریکړې د چا پریکړه ډیره غوره وي؟.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-মায়িদাহ
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

পুস্তু ভাষাত আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ। অনুবাদ কৰিছে মোল্লা জাঞ্জাবাজ ছৰফৰাজ চাহাবে।

বন্ধ