Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ


অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-হাশ্বৰ   আয়াত:
ذٰلِكَ بِاَنَّهُمْ شَآقُّوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ۚ— وَمَنْ یُّشَآقِّ اللّٰهَ فَاِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟
ځکه چې له الله او د هغه له رسول سره یې دښمني وکړه.او هر څوک چې له الله سره دښمني وکړي،نو د الله عذاب خورا سخت دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
مَا قَطَعْتُمْ مِّنْ لِّیْنَةٍ اَوْ تَرَكْتُمُوْهَا قَآىِٕمَةً عَلٰۤی اُصُوْلِهَا فَبِاِذْنِ اللّٰهِ وَلِیُخْزِیَ الْفٰسِقِیْنَ ۟
د خورما کومې ونې[۶]چې تاسې پریکړې او یا مو ولاړې پریښوولې،دا د الله حکم او پریکړه وه تر څو پرې فاسقان خوار او رسوا شي.
[۶] ـ نوری معنا یې دي(۱)د خرما ټولې ونې(۲)ښې خرما پرته له عجوي(۳)د خرابې خرما ونې بله معنې دا چې اول ځل لښکر را ټولیدل پرته له دې چې جنګ پرې وشي(تفسیر البضاوی)
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَمَاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ مِنْهُمْ فَمَاۤ اَوْجَفْتُمْ عَلَیْهِ مِنْ خَیْلٍ وَّلَا رِكَابٍ وَّلٰكِنَّ اللّٰهَ یُسَلِّطُ رُسُلَهٗ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
او کوم مال چې الله پاک له هغوی نه خپل رسول ته راتاو کړ تاسو ور پسې نه اسونه زغلولي دي او نه اوښان بلکې دا د الله اراده او خوښه وه چې خپل رسولان پر چا برلاسي کوي.او الله په هر شي توانا دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
مَاۤ اَفَآءَ اللّٰهُ عَلٰی رَسُوْلِهٖ مِنْ اَهْلِ الْقُرٰی فَلِلّٰهِ وَلِلرَّسُوْلِ وَلِذِی الْقُرْبٰی وَالْیَتٰمٰی وَالْمَسٰكِیْنِ وَابْنِ السَّبِیْلِ ۙ— كَیْ لَا یَكُوْنَ دُوْلَةً بَیْنَ الْاَغْنِیَآءِ مِنْكُمْ ؕ— وَمَاۤ اٰتٰىكُمُ الرَّسُوْلُ فَخُذُوْهُ ۚ— وَمَا نَهٰىكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوْا ۚ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟ۘ
کوم مال چې الله ددغو کلیو له خلکو نه خپل رسول ته راتاو کړ نو هغه د الله،درسول،د رسول د خپلوانو،یتیمانو،مسکینانو او مسافرو برخه ده.تر څو چې هغه مال یوازې ستاسې د بډایانو په مینځ کې تاویدونکی نه وي.او څه چې پيغمبر در کړل وایې خلئ او له څه نه یې چې منع کړئ ترې منع شئ.له الله نه وډار شئ.بې شکه چې الله پاک سخت عذاب ورکوونکی دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
لِلْفُقَرَآءِ الْمُهٰجِرِیْنَ الَّذِیْنَ اُخْرِجُوْا مِنْ دِیَارِهِمْ وَاَمْوَالِهِمْ یَبْتَغُوْنَ فَضْلًا مِّنَ اللّٰهِ وَرِضْوَانًا وَّیَنْصُرُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الصّٰدِقُوْنَ ۟ۚ
او هغه ناتوان مهاجرین هم پکې برخه من دي چې له خپلو کورونو او مالونو څخه ویستل شوي.د الله د فضل او خوښۍ لټوونکي او د الله او د هغه د رسول ملاتړي دي. هو!همدغه خلک رښتیني خلک دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَالَّذِیْنَ تَبَوَّءُو الدَّارَ وَالْاِیْمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ یُحِبُّوْنَ مَنْ هَاجَرَ اِلَیْهِمْ وَلَا یَجِدُوْنَ فِیْ صُدُوْرِهِمْ حَاجَةً مِّمَّاۤ اُوْتُوْا وَیُؤْثِرُوْنَ عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ۫ؕ— وَمَنْ یُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟ۚ
او هغه خلک هم پکې برخه من دي چې د مهاجرینو له راتګ څخه وړاندې یې په مدینه کې[۷]ځای نیولی او ایمان یې خپل کړی و او له هغو خلکو سره مینه کوي چې دوی ته یي هجرت کړی دی.او د هغه مال په لور یې په زړونو کې هیڅ هیله نه پیدا کیږي چې مهاجرو وروڼو ته یي ور کړای شي پر خپلو ځانونو یي غوره کوي که څه هم خپله اړمن وي.واقعیت همدادی چې هر څوک له بخیلۍ څخه وژغورل شو نو همدوی بریمن دي.
[۷] ـ یعنې انصار.(تفسیر البیضاوی)
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-হাশ্বৰ
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

পুস্তু ভাষাত আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ। অনুবাদ কৰিছে মোল্লা জাঞ্জাবাজ ছৰফৰাজ চাহাবে।

বন্ধ