Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ


অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আন-নাবা'   আয়াত:

نبا

عَمَّ یَتَسَآءَلُوْنَ ۟ۚ
کافران د څه په هکله یو له بل څخه پوښتنه کوي؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
عَنِ النَّبَاِ الْعَظِیْمِ ۟ۙ
د لوی خیر په هکله؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
الَّذِیْ هُمْ فِیْهِ مُخْتَلِفُوْنَ ۟ؕ
هغه خبر چې دوی پرې په خپلو مینځونو کې په جلا،جلا لارو دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
كَلَّا سَیَعْلَمُوْنَ ۟ۙ
نه!هیڅکله نه ډیر ژر به پوه شي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
ثُمَّ كَلَّا سَیَعْلَمُوْنَ ۟
بیا هیڅکله نه ډیر ژر به پوه شي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَلَمْ نَجْعَلِ الْاَرْضَ مِهٰدًا ۟ۙ
ایا مونږ ځمکه د اوسیدلو وړنده ګرځولې؟
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّالْجِبَالَ اَوْتَادًا ۟ۙ
او غرونه مې پرې میخونه کړي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّخَلَقْنٰكُمْ اَزْوَاجًا ۟ۙ
او تاسې مو جوړه جوړه پیدا کړي یاست.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا ۟ۙ
او خوب مو درته ارام او دمه ګرځولی دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّجَعَلْنَا الَّیْلَ لِبَاسًا ۟ۙ
او شپه مو د هر څه لپاره پوش او پرده ګرځولې.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا ۟ۚ
ورځ مو ستاسې د ژوند وخت ګرځولی دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَبَنَیْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا ۟ۙ
ستاسې له پاسه مې اووه کلک اسمانونه جوړ کړي دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّجَعَلْنَا سِرَاجًا وَّهَّاجًا ۟ۙ
او خورا روښانه څراغ مو هم در کړی دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّاَنْزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرٰتِ مَآءً ثَجَّاجًا ۟ۙ
له وریځو څخه مې پرله پسې اوبه راښکته کړی دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
لِّنُخْرِجَ بِهٖ حَبًّا وَّنَبَاتًا ۟ۙ
چې په همدې اوبو غلې دانې او واښه رازرغون کړو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّجَنّٰتٍ اَلْفَافًا ۟ؕ
او ګڼ باغونه.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ كَانَ مِیْقَاتًا ۟ۙ
د پریکړې ورځ ټاکلې شوې ده.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
یَّوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ فَتَاْتُوْنَ اَفْوَاجًا ۟ۙ
دا هغه ورځ ده چې په شپیلۍ کې به پوکی وشي او تاسې ټول به ډلې،ډلې راځئ.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّفُتِحَتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ اَبْوَابًا ۟ۙ
اسمان به خلاص او دروازې به شي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّسُیِّرَتِ الْجِبَالُ فَكَانَتْ سَرَابًا ۟ؕ
غرونه به له خپل ځای څخه روان او ځلیدونکی سراب به شي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتْ مِرْصَادًا ۟ۙ
دا هم پخه خبره ده چې جهنم څارنځای دی.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
لِّلطَّاغِیْنَ مَاٰبًا ۟ۙ
د سرغړونکو ورتګ ځای.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
لّٰبِثِیْنَ فِیْهَاۤ اَحْقَابًا ۟ۚ
تل تر تله به پکې پاتې وي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
لَا یَذُوْقُوْنَ فِیْهَا بَرْدًا وَّلَا شَرَابًا ۟ۙ
نه پکې د یخ څيز خوند څکلی شي او نه تنده ماتوونکې اوبه.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِلَّا حَمِیْمًا وَّغَسَّاقًا ۟ۙ
یوازې ګرمې خوټیدونکې اوبه او بوینې زوې.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
جَزَآءً وِّفَاقًا ۟ؕ
همدا يي د کړنو سره برابره جزا ده.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِنَّهُمْ كَانُوْا لَا یَرْجُوْنَ حِسَابًا ۟ۙ
ځکه چې په حساب ئې باور نه درلود.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَّكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا كِذَّابًا ۟ؕ
او زمونږ ایاتونه یي درواغ ګڼلي وو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
وَكُلَّ شَیْءٍ اَحْصَیْنٰهُ كِتٰبًا ۟ۙ
مونږ هر څه په لیکلو سره خوندي کړي دي.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَذُوْقُوْا فَلَنْ نَّزِیْدَكُمْ اِلَّا عَذَابًا ۟۠
ای کافرانو!زمونږ عذاب وڅکئ اوس به تاسې ته پرته له عذاب څخه بل څه نه ډير وو.
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আন-নাবা'
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - অনুবাদ কৰিছে মৌলুলৱী জানবাজ চৰফৰাজ চাহাবে। - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

পুস্তু ভাষাত আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ। অনুবাদ কৰিছে মোল্লা জাঞ্জাবাজ ছৰফৰাজ চাহাবে।

বন্ধ