আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- আবু যাকাৰিয়্যা

مریم

external-link copy
1 : 19

كٓهٰیٰعٓصٓ ۟

19-1 كاف، ها، يا، عين، صاد info
التفاسير:

external-link copy
2 : 19

ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهٗ زَكَرِیَّا ۟ۖۚ

19-2 (دا) ستا د رب د رحمت ذكر دى په خپل بنده زكریا باندې info
التفاسير:

external-link copy
3 : 19

اِذْ نَادٰی رَبَّهٗ نِدَآءً خَفِیًّا ۟

19-3 كله چې ده خپل رب ته اواز وكړ ډېر ورو اواز info
التفاسير:

external-link copy
4 : 19

قَالَ رَبِّ اِنِّیْ وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّیْ وَاشْتَعَلَ الرَّاْسُ شَیْبًا وَّلَمْ اَكُنْ بِدُعَآىِٕكَ رَبِّ شَقِیًّا ۟

19-4 ويې ويل: اى زما ربه! یقینًا زه چې یم زما هډوكي كمزوري (ضعیف) شوي دي او سر مې د سپین والي په وجه شغلې وهي، په دې حال كې چې اى زما ربه! زه هيڅكله له تا نه په سوال سره محروم (او نا امېده) نه یم پاتې شوى info
التفاسير:

external-link copy
5 : 19

وَاِنِّیْ خِفْتُ الْمَوَالِیَ مِنْ وَّرَآءِیْ وَكَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا فَهَبْ لِیْ مِنْ لَّدُنْكَ وَلِیًّا ۟ۙ

19-5 او بېشكه زه چې یم، خپل وروسته له خپلوانو نه وېرېږم، او زما ښځه له شروع نه شنډه ده، نو ته ما ته له خپل جانب نه یو وارث راكړه info
التفاسير:

external-link copy
6 : 19

یَّرِثُنِیْ وَیَرِثُ مِنْ اٰلِ یَعْقُوْبَ ۗ— وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِیًّا ۟

19-6چې وارث شي د دين زما او وارث شي د دين د اولاد د يعقوب او دى وګرځوه اى ربه غوره شوى info
التفاسير:

external-link copy
7 : 19

یٰزَكَرِیَّاۤ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمِ ١سْمُهٗ یَحْیٰی ۙ— لَمْ نَجْعَلْ لَّهٗ مِنْ قَبْلُ سَمِیًّا ۟

19-7 اى زكریا! بېشكه مونږ تا ته د داسې هلك زېرى دركوو چې د ده به نوم یحیٰی وي، مونږ ده ته له دې نه مخكې څوك همنامى نه دى ګرځولى info
التفاسير:

external-link copy
8 : 19

قَالَ رَبِّ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّكَانَتِ امْرَاَتِیْ عَاقِرًا وَّقَدْ بَلَغْتُ مِنَ الْكِبَرِ عِتِیًّا ۟

19-8 ده وویل: اى زما ربه! زما لپاره به هلك څنګه كېږي، په داسې حال كې چې زما ښځه له شروع نه شنډه ده اویقینًا زه د ډېر زوړوالي په وجه ډېرې كمزورۍ ته رسېدلى یم info
التفاسير:

external-link copy
9 : 19

قَالَ كَذٰلِكَ ۚ— قَالَ رَبُّكَ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ وَّقَدْ خَلَقْتُكَ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ تَكُ شَیْـًٔا ۟

19-9 (الله) ورته وویل: هم داسې دي، ستا رب فرمایلي دي چې دغه (كار) ما ته ډېر اسان دى او تحقیق ته ما پیدا كړى يې له دې نه مخكې، حال دا چې ته هېڅ شى نه وې info
التفاسير:

external-link copy
10 : 19

قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِّیْۤ اٰیَةً ؕ— قَالَ اٰیَتُكَ اَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلٰثَ لَیَالٍ سَوِیًّا ۟

19-10 ده وویل: اى زما ربه! ته زما لپاره یوه نښه مقرر كړه (الله) وویل: ستا نښه داده چې ته به له خلقو سره درې شپې (او ورځې) خبرې نشې كولى، په داسې حال كې چې ته به ښه روغ يې info
التفاسير:

external-link copy
11 : 19

فَخَرَجَ عَلٰی قَوْمِهٖ مِنَ الْمِحْرَابِ فَاَوْحٰۤی اِلَیْهِمْ اَنْ سَبِّحُوْا بُكْرَةً وَّعَشِیًّا ۟

19-11 نو دى په خپل قوم باندې له عبادت ځاى څخه راووت، پس دوى ته يې اشاره وكړه داسې چې تاسو سبا او بېګاه تسبیح وایئ info
التفاسير:

external-link copy
12 : 19

یٰیَحْیٰی خُذِ الْكِتٰبَ بِقُوَّةٍ ؕ— وَاٰتَیْنٰهُ الْحُكْمَ صَبِیًّا ۟ۙ

19-12 اى یحیٰی! ته دغه كتاب په قوت سره ونیسه، او مونږ ده ته حكم (حكمت او نبوت) وركړ، په داسې حال كې چې دى هلك و info
التفاسير:

external-link copy
13 : 19

وَّحَنَانًا مِّنْ لَّدُنَّا وَزَكٰوةً ؕ— وَكَانَ تَقِیًّا ۟ۙ

19-13 او له خپل جانب نه مو (ده ته)، مهرباني (وركړې وه) او پاكي او دى ډېر پرهېزګاره و info
التفاسير:

external-link copy
14 : 19

وَّبَرًّا بِوَالِدَیْهِ وَلَمْ یَكُنْ جَبَّارًا عَصِیًّا ۟

19-14 او له خپل مور و پلار سره نېكي كوونكى و، او سركشه، نافرمانه نه و info
التفاسير:

external-link copy
15 : 19

وَسَلٰمٌ عَلَیْهِ یَوْمَ وُلِدَ وَیَوْمَ یَمُوْتُ وَیَوْمَ یُبْعَثُ حَیًّا ۟۠

19-15 او پر ده دې سلام وي په هغې ورځ چې دى پيدا شو او په هغې ورځ چې دى به مري او په هغې ورځ چې دى به بیا ژوندى راپورته كړى شي info
التفاسير:

external-link copy
16 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ مَرْیَمَ ۘ— اِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ اَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِیًّا ۟ۙ

19-16 او ته په كتاب كې (قصه د) مریم یاده كړه كله چې هغه له خپلې كورنۍ نه هغه ځاى ته په څنګ شوه چې (د كور) مشرقي جانب و info
التفاسير:

external-link copy
17 : 19

فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُوْنِهِمْ حِجَابًا ۫— فَاَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهَا رُوْحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِیًّا ۟

19-17 نو دې د دوى په طرف پرده ونیوله، نو مونږ دې ته خپل روح (مَلَك جبريل) ولېږه، نو هغه دې ته د كامل سړي په شكل كې څرګند شو info
التفاسير:

external-link copy
18 : 19

قَالَتْ اِنِّیْۤ اَعُوْذُ بِالرَّحْمٰنِ مِنْكَ اِنْ كُنْتَ تَقِیًّا ۟

19-18 (نو) دې وویل: بېشكه زه له تا نه په رحمٰن پورې پناه نیسم، كه چېرې ته پرهېزګاره يې info
التفاسير:

external-link copy
19 : 19

قَالَ اِنَّمَاۤ اَنَا رَسُوْلُ رَبِّكِ ۖۗ— لِاَهَبَ لَكِ غُلٰمًا زَكِیًّا ۟

19-19 هغه وویل: یقینًا زه خو يواځې ستا د رب رسول (استاځى) یم، د دې لپاره چې (د خپل رب په حكم) تا ته یو ډېر پاك هلك دركړم info
التفاسير:

external-link copy
20 : 19

قَالَتْ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّلَمْ یَمْسَسْنِیْ بَشَرٌ وَّلَمْ اَكُ بَغِیًّا ۟

19-20 دې وویل: زما به هلك څنګه پیدا شي؟ حال دا چې ما ته هېڅ يو بشر لاس هم نه دى راوړى، او زه چېرې بدكاره هم نه یم info
التفاسير:

external-link copy
21 : 19

قَالَ كَذٰلِكِ ۚ— قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ ۚ— وَلِنَجْعَلَهٗۤ اٰیَةً لِّلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِّنَّا ۚ— وَكَانَ اَمْرًا مَّقْضِیًّا ۟

19-21 ويې ويل: خبره همداسې ده (لېكن) ستا رب فرمایلي دي: دغه كار ما ته ډېر اسان دى او د دې لپاره چې مونږ هغه (ماشوم) د خلقو لپاره نښه وګرځوو او له خپل جانب نه رحمت او دغه یو فیصله شوى كار دى info
التفاسير:

external-link copy
22 : 19

فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهٖ مَكَانًا قَصِیًّا ۟

19-22 نو (مریم) په دغه (عیسٰی) سره حامله شوه، نو له دغه (حمل) سره یو لرې ځاى ته په څنګ شوه info
التفاسير:

external-link copy
23 : 19

فَاَجَآءَهَا الْمَخَاضُ اِلٰی جِذْعِ النَّخْلَةِ ۚ— قَالَتْ یٰلَیْتَنِیْ مِتُّ قَبْلَ هٰذَا وَكُنْتُ نَسْیًا مَّنْسِیًّا ۟

19-23 نو دغه (مریم) د لنګوال درد د كجورې د ونې تنې (ډډ) ته راوسته، دې وویل: اى كاشكې زه له دې نه مخكې مړه شوې وى او زه بېخي هېره شوې، له زړونو وتلې وى info
التفاسير:

external-link copy
24 : 19

فَنَادٰىهَا مِنْ تَحْتِهَاۤ اَلَّا تَحْزَنِیْ قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِیًّا ۟

19-24 نو دې ته يې د دې له لاندې نه اواز وكړ چې مه خفه كېږه، یقینًا ستا رب له تا نه لاندې چینه روانه كړې ده info
التفاسير:

external-link copy
25 : 19

وَهُزِّیْۤ اِلَیْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسٰقِطْ عَلَیْكِ رُطَبًا جَنِیًّا ۟ؗ

19-25 او خپل ځان ته د كجورې تنه راوخوځوه، هغه به پر تا پخې تازه لوندې كجورې راوغورځوي info
التفاسير:

external-link copy
26 : 19

فَكُلِیْ وَاشْرَبِیْ وَقَرِّیْ عَیْنًا ۚ— فَاِمَّا تَرَیِنَّ مِنَ الْبَشَرِ اَحَدًا ۙ— فَقُوْلِیْۤ اِنِّیْ نَذَرْتُ لِلرَّحْمٰنِ صَوْمًا فَلَنْ اُكَلِّمَ الْیَوْمَ اِنْسِیًّا ۟ۚ

19-26 پس (دغه كجورې) خوره او (دغه اوبه) څښه او (په عیسٰی سره) سترګې یخې كړه، نو كه خامخا تا له خلقو ځنې یو څوك ولیده، نو (ورته) وایه: بېشكه ما د رحمٰن لپاره پر ځان د روژې نذر منلى دى، پس نن ورځ به زه له سره خبرې ونه كړم له هېڅ یوه انسان سره info
التفاسير:

external-link copy
27 : 19

فَاَتَتْ بِهٖ قَوْمَهَا تَحْمِلُهٗ ؕ— قَالُوْا یٰمَرْیَمُ لَقَدْ جِئْتِ شَیْـًٔا فَرِیًّا ۟

19-27 نو دې (مریمې) هغه (عیسٰی) خپل قوم ته راوړ، چې دى يې راپورته كړى و، دوى (ورته) وویل: اى مریمې! یقینًا یقینًا تا ډېر بد كار كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
28 : 19

یٰۤاُخْتَ هٰرُوْنَ مَا كَانَ اَبُوْكِ امْرَاَ سَوْءٍ وَّمَا كَانَتْ اُمُّكِ بَغِیًّا ۟ۖۚ

19-28 اى د هارون خورې! ستا پلار خو بد سړى نه و او نه ستا مور بدكاره (بد عمله) وه info
التفاسير:

external-link copy
29 : 19

فَاَشَارَتْ اِلَیْهِ ۫ؕ— قَالُوْا كَیْفَ نُكَلِّمُ مَنْ كَانَ فِی الْمَهْدِ صَبِیًّا ۟

19-29 نو هغې دغه (عیسٰی) ته اشاره وكړه، دوى وویل: مونږ له هغه چا سره څنګه خبرې وكړو چې دى په غېږ كې دى، چې وړوكى دى info
التفاسير:

external-link copy
30 : 19

قَالَ اِنِّیْ عَبْدُ اللّٰهِ ۫ؕ— اٰتٰىنِیَ الْكِتٰبَ وَجَعَلَنِیْ نَبِیًّا ۟ۙ

19-30 ده وویل: بېشكه زه د الله بنده یم، هغهٔ ما ته كتاب راكړى دى او زه يې نبي ګرځولى یم info
التفاسير:

external-link copy
31 : 19

وَّجَعَلَنِیْ مُبٰرَكًا اَیْنَ مَا كُنْتُ ۪— وَاَوْصٰنِیْ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّكٰوةِ مَا دُمْتُ حَیًّا ۟ۙ

19-31 او زه يې بركت ناك ګرځولى یم په هر ځاى كې چې اوسم او ده ما ته په لمانځه او زكات سره كلك حكم راكړى دى، تر څو چې زه ژوندى یم info
التفاسير:

external-link copy
32 : 19

وَّبَرًّا بِوَالِدَتِیْ ؗ— وَلَمْ یَجْعَلْنِیْ جَبَّارًا شَقِیًّا ۟

19-32 (او زه يې ګرځولى یم) له خپلې مور سره نېكي كوونكى او زه يې سركشه، بدبخته نه یم ګرځولى info
التفاسير:

external-link copy
33 : 19

وَالسَّلٰمُ عَلَیَّ یَوْمَ وُلِدْتُّ وَیَوْمَ اَمُوْتُ وَیَوْمَ اُبْعَثُ حَیًّا ۟

19-33 او پر ما دې سلام وي په هغې ورځ چې زه پيدا شوم او په هغې ورځ چې زه به مرم او په هغې ورځ چې زه به بیا ژوندى راپورته كولى شم info
التفاسير:

external-link copy
34 : 19

ذٰلِكَ عِیْسَی ابْنُ مَرْیَمَ ۚ— قَوْلَ الْحَقِّ الَّذِیْ فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ ۟

19-34 دغه عیسٰى د مریمې زوى دى (الله د ده باره كې) حقه خبره كړې ده، هغه چې دوى په هغې كې سره جګړې كوي info
التفاسير:

external-link copy
35 : 19

مَا كَانَ لِلّٰهِ اَنْ یَّتَّخِذَ مِنْ وَّلَدٍ ۙ— سُبْحٰنَهٗ ؕ— اِذَا قَضٰۤی اَمْرًا فَاِنَّمَا یَقُوْلُ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟ؕ

19-35 د الله لپاره نه ښايېږي چې دى دې څوك اولاد ونیسي، ده لره پاكي ده، دى چې كله د څه كار فیصله وكړي، نو بېشكه همدا خبره ده چې ده ته وايي: وشه! نو هغه (كار) وشي info
التفاسير:

external-link copy
36 : 19

وَاِنَّ اللّٰهَ رَبِّیْ وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوْهُ ؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

19-36 او بېشكه چې الله زما رب دى او ستاسو رب دى، نو تاسو د ده عبادت كوئ، دا ډېره نېغه لار ده info
التفاسير:

external-link copy
37 : 19

فَاخْتَلَفَ الْاَحْزَابُ مِنْ بَیْنِهِمْ ۚ— فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ مَّشْهَدِ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

19-37 نو دغه ډلې په خپل منځ كې سره مختلفې شوې، نو كافران شویو كسانو لپاره د ډېرې سترې ورځې له حاضرېدو هلاكت (او خرابي) دى info
التفاسير:

external-link copy
38 : 19

اَسْمِعْ بِهِمْ وَاَبْصِرْ ۙ— یَوْمَ یَاْتُوْنَنَا لٰكِنِ الظّٰلِمُوْنَ الْیَوْمَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

19-38 دوى به څه ښه اورېدونكي او څه ښه لیدونكي وي! په هغې ورځ چې مونږ ته به راځي، لېكن ظالمان نن ورځې په ښكاره ګمراهۍ كې دي info
التفاسير:

external-link copy
39 : 19

وَاَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْحَسْرَةِ اِذْ قُضِیَ الْاَمْرُ ۘ— وَهُمْ فِیْ غَفْلَةٍ وَّهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

19-39 او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي او دوى ایمان نه راوړي info
التفاسير:

external-link copy
40 : 19

اِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الْاَرْضَ وَمَنْ عَلَیْهَا وَاِلَیْنَا یُرْجَعُوْنَ ۟۠

19-40 بېشكه مونږ چې یو، همدا مونږ د ځمكې او د هغه چا چې په دغه (ځمكه) باندې دي؛ وارثان كېږو او خاص مونږ ته به دوى بېرته راوستى شي info
التفاسير:

external-link copy
41 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِبْرٰهِیْمَ ؕ۬— اِنَّهٗ كَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّا ۟

19-41 او په كتاب كې ابراهیم یاد كړه، بېشكه دى ډېر رېښتینى (او) نبي و info
التفاسير:

external-link copy
42 : 19

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ یٰۤاَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا یَسْمَعُ وَلَا یُبْصِرُ وَلَا یُغْنِیْ عَنْكَ شَیْـًٔا ۟

19-42 كله چې ده خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! ته ولې د هغه څیز عبادت كوې چې نه (څه) اوري او نه ویني او له تا نه هېڅ شى (تكلیف) نشي لرې كولى؟ info
التفاسير:

external-link copy
43 : 19

یٰۤاَبَتِ اِنِّیْ قَدْ جَآءَنِیْ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ یَاْتِكَ فَاتَّبِعْنِیْۤ اَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِیًّا ۟

19-43 اى زما پلار جانه! بېشكه زه چې یم یقینًا ما ته (د الله له جانبه) هغه علم راغلى دى چې تا ته نه دى راغلى، نو ته زما پیروي وكړه، زه به تا ته نېغه (سمه) لار وښیم info
التفاسير:

external-link copy
44 : 19

یٰۤاَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّیْطٰنَ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ عَصِیًّا ۟

19-44 اى زما پلار جانه! د شيطان بندګي مه كوه، يقينًا شيطان خود رحمان نافرمان دى info
التفاسير:

external-link copy
45 : 19

یٰۤاَبَتِ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یَّمَسَّكَ عَذَابٌ مِّنَ الرَّحْمٰنِ فَتَكُوْنَ لِلشَّیْطٰنِ وَلِیًّا ۟

19-45 اى زما پلارجانه! بېشكه زه چې یم، زه له دې نه وېرېږم چې تا ته به د رحمٰن له جانبه عذاب درورسېږي، نو ته به د شیطان دوست شې info
التفاسير:

external-link copy
46 : 19

قَالَ اَرَاغِبٌ اَنْتَ عَنْ اٰلِهَتِیْ یٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۚ— لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ لَاَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِیْ مَلِیًّا ۟

19-46 هغه (پلار د ابراهیم) وویل: اى ابراهیمه! ایا ته زما له معبودانو نه مخ ګرځوونكى يې، یقینًا كه ته منع نه شوې، نو زه به تا خامخا ضرور سنګسار كړم او له ما څخه ډېره موده لرې (او جدا) شه info
التفاسير:

external-link copy
47 : 19

قَالَ سَلٰمٌ عَلَیْكَ ۚ— سَاَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِیْ حَفِیًّا ۟

19-47 ده وویل: پر تا دې سلام وي، ضرور به زه تا لپاره له خپل رب نه مغفرت غواړم، بېشكه دى په ما باندې ډېر مهربان دى info
التفاسير:

external-link copy
48 : 19

وَاَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَاَدْعُوْا رَبِّیْ ۖؗ— عَسٰۤی اَلَّاۤ اَكُوْنَ بِدُعَآءِ رَبِّیْ شَقِیًّا ۟

19-48 او زه جدا كېږم له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، او زه خپل رب رابلم، امېد دى چې زه به د خپل رب په رابللو سره بدبخته نشم info
التفاسير:

external-link copy
49 : 19

فَلَمَّا اعْتَزَلَهُمْ وَمَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ۙ— وَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ ؕ— وَكُلًّا جَعَلْنَا نَبِیًّا ۟

19-49 نو كله چې دى له دوى نه او له هغو نه چې دغه خلق يې له الله نه غیر عبادت كوي؛ بېل شو (، نو) مونږ ده ته اسحق او یعقوب عطا كړل او دا هر یو مونږ نبیان ګرځولي وو info
التفاسير:

external-link copy
50 : 19

وَوَهَبْنَا لَهُمْ مِّنْ رَّحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِیًّا ۟۠

19-50 مونږ دغو ته له خپل رحمته عطا وركړه او مونږ دوى ته د صدق ډېره اوچته ژبه وركړې وه info
التفاسير:

external-link copy
51 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ مُوْسٰۤی ؗ— اِنَّهٗ كَانَ مُخْلَصًا وَّكَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا ۟

19-51 او په كتاب كې موسٰی یاد كړه، بېشكه چې دى خالص كړى شوى و او رسول (او)، نبي و info
التفاسير:

external-link copy
52 : 19

وَنَادَیْنٰهُ مِنْ جَانِبِ الطُّوْرِ الْاَیْمَنِ وَقَرَّبْنٰهُ نَجِیًّا ۟

19-52 او مونږ ده ته د طور غر له ښي اړخ نه اواز كړى و او مونږ دى قریب كړ، چې د راز خبرې مو ورسره كولې info
التفاسير:

external-link copy
53 : 19

وَوَهَبْنَا لَهٗ مِنْ رَّحْمَتِنَاۤ اَخَاهُ هٰرُوْنَ نَبِیًّا ۟

19-53 او مونږ ده ته له خپل رحمته د ده ورور هارون وركړ، چې نبي و info
التفاسير:

external-link copy
54 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِسْمٰعِیْلَ ؗ— اِنَّهٗ كَانَ صَادِقَ الْوَعْدِ وَكَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا ۟ۚ

19-54 او په كتاب كې اسماعیل یاد كړه، بېشكه دى د وعدې رښتینى و او رسول (او) نبي و info
التفاسير:

external-link copy
55 : 19

وَكَانَ یَاْمُرُ اَهْلَهٗ بِالصَّلٰوةِ وَالزَّكٰوةِ ۪— وَكَانَ عِنْدَ رَبِّهٖ مَرْضِیًّا ۟

19-55 او ده به خپل اهل ته د لمانځه او زكات حكم كاوه او دى د خپل رب په نیز پسندیده و info
التفاسير:

external-link copy
56 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِدْرِیْسَ ؗ— اِنَّهٗ كَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّا ۟ۗۙ

19-56 او په كتاب كې ادریس یاد كړه، يقينًا دى رښتينى (او) نبي و info
التفاسير:

external-link copy
57 : 19

وَّرَفَعْنٰهُ مَكَانًا عَلِیًّا ۟

19-57 او دى مونږ ډېر اوچت ځاى ته پورته كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
58 : 19

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ اَنْعَمَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ مِّنَ النَّبِیّٖنَ مِنْ ذُرِّیَّةِ اٰدَمَ ۗ— وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوْحٍ ؗ— وَّمِنْ ذُرِّیَّةِ اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْرَآءِیْلَ ؗ— وَمِمَّنْ هَدَیْنَا وَاجْتَبَیْنَا ؕ— اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُ الرَّحْمٰنِ خَرُّوْا سُجَّدًا وَّبُكِیًّا ۟

19-58 دغه خلق هغه كسان دي چې الله په دوى باندې له انبیاوو ځنې انعام كړى دى، د ادم په اولاده كې او د هغه چا (په اولاد كې) چې مونږ له نوح سره بار كړي وو او د ابراهیم او اسرائیل (یعقوب) په اولاده كې او له هغه چا نه چې مونږ (ورته) هدایت كړى و او مونږ غوره كړي وو كله چې به پر دوى د رحمٰن ایتونه ولوستى شول( نو) دوى به پرېوتل، سجده كوونكي او ژړېدونكي info
التفاسير:

external-link copy
59 : 19

فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ اَضَاعُوا الصَّلٰوةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوٰتِ فَسَوْفَ یَلْقَوْنَ غَیًّا ۟ۙ

19-59 نو له دوى نه وروسته داسې بد ځاى ناستي پېدا شول چې لمونځونه يې ضايع كړل او د شهوتونو پیروي يې وكړه، نو ژر به دوى د خپلې بدۍ له انجام سره ملاقات وكړي info
التفاسير:

external-link copy
60 : 19

اِلَّا مَنْ تَابَ وَاٰمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَاُولٰٓىِٕكَ یَدْخُلُوْنَ الْجَنَّةَ وَلَا یُظْلَمُوْنَ شَیْـًٔا ۟ۙ

19-60 مګر هغه څوك چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې دوى به جنت ته داخلېږي او پر دوى به هېڅ شى ظلم نه كېږي info
التفاسير:

external-link copy
61 : 19

جَنّٰتِ عَدْنِ ١لَّتِیْ وَعَدَ الرَّحْمٰنُ عِبَادَهٗ بِالْغَیْبِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ وَعْدُهٗ مَاْتِیًّا ۟

19-61 د تل اوسېدونې جنتونو ته، هغه چې رحمٰن يې وعده كړې ده له خپلو بنده ګانو سره په نالیدلو، بېشكه دى (الله) چې دى، د ده وعده (خامخا) راتلونكې ده info
التفاسير:

external-link copy
62 : 19

لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا اِلَّا سَلٰمًا ؕ— وَلَهُمْ رِزْقُهُمْ فِیْهَا بُكْرَةً وَّعَشِیًّا ۟

19-62 دوى به په دغو (جنتونو) كې لغوه خبرې نه اوري بس سلام به اوري، او د دوى لپاره په دغو (جنتونو) كې سبا او بېګاه د دوى رزق دى info
التفاسير:

external-link copy
63 : 19

تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِیْ نُوْرِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَنْ كَانَ تَقِیًّا ۟

19-63 دغه هغه جنتونه دي چې مونږ يې په خپلو بنده ګانو كې هغه څوك وارث ګرځولو چې پرهېزګاره وي info
التفاسير:

external-link copy
64 : 19

وَمَا نَتَنَزَّلُ اِلَّا بِاَمْرِ رَبِّكَ ۚ— لَهٗ مَا بَیْنَ اَیْدِیْنَا وَمَا خَلْفَنَا وَمَا بَیْنَ ذٰلِكَ ۚ— وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِیًّا ۟ۚ

19-64 او (جبریل وویل) مونږ نه راكوزېږو مګر د خپل رب په امر سره، خاص د هغه لپاره دي هغه څه چې زمونږ په وړاندې دي او هغه چې زمونږ وروسته دي او هغه څه چې د دغو په مینځ كې دي او ستا رب هیڅكله هېروونكى نه دى info
التفاسير:

external-link copy
65 : 19

رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهٖ ؕ— هَلْ تَعْلَمُ لَهٗ سَمِیًّا ۟۠

19-65 (دغه) د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، نو ته د ده عبادت كوه او د ده پر عبادت ښه ټینګ اوسه، ایا ته د ده كوم همنام پېژنې! info
التفاسير:

external-link copy
66 : 19

وَیَقُوْلُ الْاِنْسَانُ ءَاِذَا مَا مِتُّ لَسَوْفَ اُخْرَجُ حَیًّا ۟

19-66 او دغه (له بعث نه منكر) انسان وايي: ایا كله چې زه مړ شم خامخا عنقریب به زه بیا ژوندى را ایستلى شم info
التفاسير:

external-link copy
67 : 19

اَوَلَا یَذْكُرُ الْاِنْسَانُ اَنَّا خَلَقْنٰهُ مِنْ قَبْلُ وَلَمْ یَكُ شَیْـًٔا ۟

19-67 ایا دغه انسان نه یادوي چې بېشكه مونږ دى له دې نه مخكې پیدا كړى و، او دى هېڅ شى نه و info
التفاسير:

external-link copy
68 : 19

فَوَرَبِّكَ لَنَحْشُرَنَّهُمْ وَالشَّیٰطِیْنَ ثُمَّ لَنُحْضِرَنَّهُمْ حَوْلَ جَهَنَّمَ جِثِیًّا ۟ۚ

19-68 نو قسم دى ستا په رب چې مونږ به خامخا ضرور دوى او شیطانان ټول راجمع كړو، بیا به مونږ دوى خامخا ضرور د دوزخ چاپېره په ګونډو پراته راحاضر كړو info
التفاسير:

external-link copy
69 : 19

ثُمَّ لَنَنْزِعَنَّ مِنْ كُلِّ شِیْعَةٍ اَیُّهُمْ اَشَدُّ عَلَی الرَّحْمٰنِ عِتِیًّا ۟ۚ

19-69 بیا به خامخا ضرور مونږ له هرې ډلې نه راوباسو هر هغه څوك چې د سركشۍ په لحاظ په رحمٰن باندې ډېر سخت دى info
التفاسير:

external-link copy
70 : 19

ثُمَّ لَنَحْنُ اَعْلَمُ بِالَّذِیْنَ هُمْ اَوْلٰی بِهَا صِلِیًّا ۟

19-70 بیا خامخا مونږ په هغو خلقو ښه عالمان یو چې هغوى دغه (دوزخ) ته د داخلولو (او سوځولو) ښه لايق دي info
التفاسير:

external-link copy
71 : 19

وَاِنْ مِّنْكُمْ اِلَّا وَارِدُهَا ۚ— كَانَ عَلٰی رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِیًّا ۟ۚ

19-71 او نشته دى په تاسو كې هیڅوك مګر ده ته واردېدونكى دى دغه (واردېدل) ستا د رب په ذمه یقیني او فیصله كړى شوي دي info
التفاسير:

external-link copy
72 : 19

ثُمَّ نُنَجِّی الَّذِیْنَ اتَّقَوْا وَّنَذَرُ الظّٰلِمِیْنَ فِیْهَا جِثِیًّا ۟

19-72 بیا به مونږ هغو كسانو ته نجات وركړو چې پرهېزګاري يې كړې ده او ظالمان (كافران) به په دغه (دوزخ) كې په ګونډو پراته پرېږدو info
التفاسير:

external-link copy
73 : 19

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا ۙ— اَیُّ الْفَرِیْقَیْنِ خَیْرٌ مَّقَامًا وَّاَحْسَنُ نَدِیًّا ۟

19-73 او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه لوستى شي، چې ښه واضح دي، (، نو) كافران شوي كسان هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي په دغو دواړو ډلو كې كومه یوه د مقام په لحاظ ډېره غوره او د مجلس په لحاظ ډېر ښايسته ده info
التفاسير:

external-link copy
74 : 19

وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَحْسَنُ اَثَاثًا وَّرِﺋْﻴًﺎ ۟

19-74 او له دوى نه مخكې مونږ څومره ډېر قرنونه (امتونه) هلاك كړي دي، چې هغوى د سامانونو او لیدنې (شكل) په لحاظ ډېر ښه وو info
التفاسير:

external-link copy
75 : 19

قُلْ مَنْ كَانَ فِی الضَّلٰلَةِ فَلْیَمْدُدْ لَهُ الرَّحْمٰنُ مَدًّا ۚ۬— حَتّٰۤی اِذَا رَاَوْا مَا یُوْعَدُوْنَ اِمَّا الْعَذَابَ وَاِمَّا السَّاعَةَ ؕ۬— فَسَیَعْلَمُوْنَ مَنْ هُوَ شَرٌّ مَّكَانًا وَّاَضْعَفُ جُنْدًا ۟

19-75 ته (دوي ته) ووایه: هر هغه څوك چې په ګمراهۍ كې وي، نو رحمٰن دې ده ته مهلت وركړي، مهلت وركول ، تر هغه پورې چې كله دوى هغه څه وویني چې له دوى سره يې وعده كولى شي، یا عذاب، یا قیامت، نو دوى به ژر پوه شي چې څوك دى د ځاى په لحاظ ډېر بد او د لښكر په لحاظ ډېر كمزورى info
التفاسير:

external-link copy
76 : 19

وَیَزِیْدُ اللّٰهُ الَّذِیْنَ اهْتَدَوْا هُدًی ؕ— وَالْبٰقِیٰتُ الصّٰلِحٰتُ خَیْرٌ عِنْدَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَّخَیْرٌ مَّرَدًّا ۟

19-76 او الله هغو كسانو ته هدایت نور هم زیاتوي چې نېغه لار يې موندلې ده، او نېكۍ باقي پاتې كېدونكې ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ ډېرې غوره دي او د بېرته ورتللو په لحاظ ډېرې ښې دي info
التفاسير:

external-link copy
77 : 19

اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ كَفَرَ بِاٰیٰتِنَا وَقَالَ لَاُوْتَیَنَّ مَالًا وَّوَلَدًا ۟ؕ

19-77 ایا تا هغه كس لیدلى چې زمونږ په ایتونو باندې كافر شوى دى او وايي چې ما ته به (په اخرت كې) خامخا ضرور مال او اولاد راكول كېږي info
التفاسير:

external-link copy
78 : 19

اَطَّلَعَ الْغَیْبَ اَمِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًا ۟ۙ

19-78 ایا دى په غیبو خبر شوى دى، یا ده د رحمٰن په نیز كومه وعده اخيستې ده info
التفاسير:

external-link copy
79 : 19

كَلَّا ؕ— سَنَكْتُبُ مَا یَقُوْلُ وَنَمُدُّ لَهٗ مِنَ الْعَذَابِ مَدًّا ۟ۙ

19-79 داسې نه ده ضرور مونږ لیكو هغه څه چې دى يې وايي او ده ته به له عذابه وغځوو، غځول info
التفاسير:

external-link copy
80 : 19

وَّنَرِثُهٗ مَا یَقُوْلُ وَیَاْتِیْنَا فَرْدًا ۟

19-80 او په میراث به اخلو هغه څه چې دى يې وايي، او دى به مونږ ته يواځې (ځانله) راځي info
التفاسير:

external-link copy
81 : 19

وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اٰلِهَةً لِّیَكُوْنُوْا لَهُمْ عِزًّا ۟ۙ

19-81 او دوى له الله نه غیر (نور) معبودان ونیول، د دې لپاره چې دغه (معبودان) د دوى د عزت سبب شي info
التفاسير:

external-link copy
82 : 19

كَلَّا ؕ— سَیَكْفُرُوْنَ بِعِبَادَتِهِمْ وَیَكُوْنُوْنَ عَلَیْهِمْ ضِدًّا ۟۠

19-82 داسې نه ده، ژر به دغه (معبودان) د دوى په عبادت سره منكر شي او دغه به د دوى په ضد (او خلاف) شي info
التفاسير:

external-link copy
83 : 19

اَلَمْ تَرَ اَنَّاۤ اَرْسَلْنَا الشَّیٰطِیْنَ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ تَؤُزُّهُمْ اَزًّا ۟ۙ

19-83 ایا ته نه ګورې چې مونږ شیطانان په كافرانو باندې راخوشې كوو، چې دوى تېزوي، تېزول info
التفاسير:

external-link copy
84 : 19

فَلَا تَعْجَلْ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّا ۟ۚ

19-84 نو ته په دوى باندې (د عذاب په راتلو كې) تلوار مه كوه، بېشكه مونږ د دوى لپاره شمېرل كوو، شمېرل info
التفاسير:

external-link copy
85 : 19

یَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِیْنَ اِلَی الرَّحْمٰنِ وَفْدًا ۟ۙ

19-85 (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به متقیان راجمع كړو د رحمٰن په طرف بلل شوي سواره مېلمانه info
التفاسير:

external-link copy
86 : 19

وَّنَسُوْقُ الْمُجْرِمِیْنَ اِلٰی جَهَنَّمَ وِرْدًا ۟ۘ

19-86 او مجرمان (كافران) به د جهنم په طرف تږي پیاده شړو info
التفاسير:

external-link copy
87 : 19

لَا یَمْلِكُوْنَ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًا ۟ۘ

19-87 هغوى د شفاعت اختیار نه لري، مګر هغه څوك چې د رحمٰن په نيز يې وعده اخيستې ده info
التفاسير:

external-link copy
88 : 19

وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمٰنُ وَلَدًا ۟ؕ

19-88 او دغه (كافران) وايي: رحمٰن د ځان لپاره اولاد نیولى دى info
التفاسير:

external-link copy
89 : 19

لَقَدْ جِئْتُمْ شَیْـًٔا اِدًّا ۟ۙ

19-89 یقینًا یقینًا تاسو ډېره لویه د ګناه خبره وكړه info
التفاسير:

external-link copy
90 : 19

تَكَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنْشَقُّ الْاَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا ۟ۙ

19-90 نژدې دي چې اسمانونه له دې نه وچوي او ځمكه ټوټې ټوټې شي او غرونه راولوېږي ذرې ذرې info
التفاسير:

external-link copy
91 : 19

اَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمٰنِ وَلَدًا ۟ۚ

19-91 په دې خبره چې دوى د رحمٰن لپاره اولاد وباله info
التفاسير:

external-link copy
92 : 19

وَمَا یَنْۢبَغِیْ لِلرَّحْمٰنِ اَنْ یَّتَّخِذَ وَلَدًا ۟ؕ

19-92 او رحمٰن ته نه ښايي چې اولاد ونیسي info
التفاسير:

external-link copy
93 : 19

اِنْ كُلُّ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اِلَّاۤ اٰتِی الرَّحْمٰنِ عَبْدًا ۟ؕ

19-93 نه دي دغه هر یو چې په اسمانونو او ځمكه كې دي مګر رحمٰن ته راتلونكي دي، په دې حال كې چې بنده به وي info
التفاسير:

external-link copy
94 : 19

لَقَدْ اَحْصٰىهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا ۟ؕ

19-94 یقینًا یقینًا ده دوى راګېر كړي دي او دوى يې شمېرلي دي، شمېرل info
التفاسير:

external-link copy
95 : 19

وَكُلُّهُمْ اٰتِیْهِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فَرْدًا ۟

19-95 او هر يو له دوى نه ده ته راتلونكى دى په ورځ د قیامت كې يواځې info
التفاسير:

external-link copy
96 : 19

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَیَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمٰنُ وُدًّا ۟

19-96 بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر به رحمٰن د دوى لپاره (د خلقو په زړونو كې) مینه (او محبت) پیدا كړي info
التفاسير:

external-link copy
97 : 19

فَاِنَّمَا یَسَّرْنٰهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ الْمُتَّقِیْنَ وَتُنْذِرَ بِهٖ قَوْمًا لُّدًّا ۟

19-97 پس بېشكه همدا خبره ده چې مونږ دغه (قرآن) ستا په ژبه آسان كړى دى، د دې لپاره چې ته په ده سره پرهېزګارانو ته زېرى وركړې او ته په ده سره ډېر جګړه كوونكى قوم ووېروې info
التفاسير:

external-link copy
98 : 19

وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ ؕ— هَلْ تُحِسُّ مِنْهُمْ مِّنْ اَحَدٍ اَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا ۟۠

19-98 او له دوى نه مخكې مونږه څومره ډېر قرنونه هلاك كړي دي! ايا ته په دوى كې يو تن محسوسوې، يا ته د دوى كوم نرم غږ (اواز) هم اورې info
التفاسير: