Check out the new design

আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- আবু যাকাৰিয়্যা * - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ


অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-হাদীদ   আয়াত:
یَوْمَ تَرَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ یَسْعٰی نُوْرُهُمْ بَیْنَ اَیْدِیْهِمْ وَبِاَیْمَانِهِمْ بُشْرٰىكُمُ الْیَوْمَ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟ۚ
57-12 هغه ورځ (یاده كړه) چې ته به مومنان سړي او مومنې ښځې وینې چې د دوى رڼا به د دوى مخې ته او د دوى ښي اړخ ته منډې وهي، ستاسو زېرى نن ورځ داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې په هغو كې به تل اوسېدونكي یئ، همدغه ډېره لویه كامیابي ده
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
یَوْمَ یَقُوْلُ الْمُنٰفِقُوْنَ وَالْمُنٰفِقٰتُ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوا انْظُرُوْنَا نَقْتَبِسْ مِنْ نُّوْرِكُمْ ۚ— قِیْلَ ارْجِعُوْا وَرَآءَكُمْ فَالْتَمِسُوْا نُوْرًا ؕ— فَضُرِبَ بَیْنَهُمْ بِسُوْرٍ لَّهٗ بَابٌ ؕ— بَاطِنُهٗ فِیْهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهٗ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذَابُ ۟ؕ
57-13 (اى نبي! ته) هغه ورځ (یاده كړه) چې منافق سړي اومنافقې ښځې به ایمان داره كسانو ته وايي: مونږ ته وګورئ (انتظار وكړئ) چې ستاسو له رڼا نه رڼا واخلو (، نو) دوى ته به وویل شي چې خپلې شا ته وګرځئ، نو (هلته) رڼا ولټوئ، نو د دوى په مینځ كې به یو داسې دېوال وواهه شي چې د هغه به دروازه (هم) وي، د دغه (دېوال) دننه طرف، په هغه كې به رحمت وي او د دغه (دېوال) د باندې طرف، له دغه جانبه به عذاب وي
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
یُنَادُوْنَهُمْ اَلَمْ نَكُنْ مَّعَكُمْ ؕ— قَالُوْا بَلٰی وَلٰكِنَّكُمْ فَتَنْتُمْ اَنْفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَارْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ الْاَمَانِیُّ حَتّٰی جَآءَ اَمْرُ اللّٰهِ وَغَرَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْرُ ۟
57-14 دوى به دغو (مومنانو) ته اواز وكړي: ایا مونږ له تاسو سره نه وو ؟ نو دوى (مومنان) به ووايي: ولې نه! او لېكن تاسو خپل ځانونه په فتنه كې اچولي وو او تاسو انتظار كاوه او شك مو كاوه او (خپلو) ارزوګانو دوكه كړي (تېرایستلي) وئ، تر هغه پورې چې د الله امر راغى او تاسو د الله په باره كې ډېر دوكه كوونكي دوكه كړي وئ
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
فَالْیَوْمَ لَا یُؤْخَذُ مِنْكُمْ فِدْیَةٌ وَّلَا مِنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— مَاْوٰىكُمُ النَّارُ ؕ— هِیَ مَوْلٰىكُمْ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
57-15 نو نن ورځ به نه له تاسو نه څه فدیه (معاوضه) اخيستلى شي او نه له كافران شویو كسانو نه، ستاسو استوګنه اور دى، هغه (اور) ستاسو دوست (او لايق) دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اَلَمْ یَاْنِ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُهُمْ لِذِكْرِ اللّٰهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ ۙ— وَلَا یَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَیْهِمُ الْاَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوْبُهُمْ ؕ— وَكَثِیْرٌ مِّنْهُمْ فٰسِقُوْنَ ۟
57-16 ایا هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى دى (دغه) وخت نه دى راغلى چې د دوى زړونه نرم (او په وېره) شي د الله ذكر ته او هغه حق ته چې نازل شوى دى ! او د هغو كسانو په شان نشي چې له دې نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و، نو په دوى باندې زمانه اوږده شوه، پس د دوى زړونه سخت شول او په دوى كې ډېر فاسقان (نافران) دي
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یُحْیِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ؕ— قَدْ بَیَّنَّا لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟
57-17 تاسو پوه شئ چې بېشكه الله ځمكه د هغې له مرګ (وچوالي) نه پس ژوندۍ كوي، یقینًا مونږ تاسو ته ایتونه بیان كړي دي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
اِنَّ الْمُصَّدِّقِیْنَ وَالْمُصَّدِّقٰتِ وَاَقْرَضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا یُّضٰعَفُ لَهُمْ وَلَهُمْ اَجْرٌ كَرِیْمٌ ۟
57-18 بېشكه خیرات كوونكي سړي او خیرات كوونكې ښځې او هغه چې الله ته قرض وركوي، ښه قرض، د دوى لپاره (دغه قرضِ حسن) دوچند كولى شي او د دوى لپاره ډېر د عزت اجر دي
আৰবী তাফছীৰসমূহ:
 
অৰ্থানুবাদ ছুৰা: আল-হাদীদ
ছুৰাৰ তালিকা পৃষ্ঠা নং
 
আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- আবু যাকাৰিয়্যা - অনুবাদসমূহৰ সূচীপত্ৰ

আবু বকৰ যাকাৰিয়্যা আব্দুছ ছালামৰ দ্বাৰা অনুবাদিত।

বন্ধ