Check out the new design

Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi. * - Tərcumənin mündəricatı


Mənaların tərcüməsi Surə: ən-Nəcm   Ayə:

نجم

Surənin məqsədlərindən:
إثبات صدق الوحي وأنه من عند الله.
د وحې د رېښتينولۍ اثبات او دا چې هغه د الله له لورې ده.

وَالنَّجْمِ اِذَا هَوٰی ۟ۙ
په ستوري قسم چې كله وغورځيږي.
Ərəbcə təfsirlər:
مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوٰی ۟ۚ
محمد-صلی الله علیه وسلم- نه د حق د لارې څخه کوږ شوی او نه یې د حق خلاف کړی لیکن هغه د رشد[هدایت] خاوند دی.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمَا یَنْطِقُ عَنِ الْهَوٰی ۟ؕۚ
او نه پر دغه قرآن د خپل هوس د پيروۍ له مخې خبرې کوي.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنْ هُوَ اِلَّا وَحْیٌ یُّوْحٰی ۟ۙ
دغه قرآن نه دی مګر داسې وحي چې الله يې د جبرئيل له لارې وحي کوي.
Ərəbcə təfsirlər:
عَلَّمَهٗ شَدِیْدُ الْقُوٰی ۟ۙ
هغه ته ځواکمنې پرېښتې ورښوولې ده چې هغه جبرئيل عليه السلام دی.
Ərəbcə təfsirlər:
ذُوْ مِرَّةٍ ؕ— فَاسْتَوٰی ۟ۙ
جبرئيل عليه السلام د ښکلي هيئت څښتن دی، نو بيا هغه عليه السلام نبي صلی الله عليه وسلم ته په خپل هغه شکل ښکاره ودرېدی چې الله پرې پيداکړی و.
Ərəbcə təfsirlər:
وَهُوَ بِالْاُفُقِ الْاَعْلٰی ۟ؕ
او جبرئيل د آسمان پر اوچتو څنډو و.
Ərəbcə təfsirlər:
ثُمَّ دَنَا فَتَدَلّٰی ۟ۙ
بيا جبرئيل عليه السلام نبي صلی الله عليه وسلم ته نېږدې شو، بيا نو رهم ور نېږدې شو.
Ərəbcə təfsirlər:
فَكَانَ قَابَ قَوْسَیْنِ اَوْ اَدْنٰی ۟ۚ
نو هغه ته يې ور نېږدېوالی د دوو لېنديو او يا تر هغه هم زيات و.
Ərəbcə təfsirlər:
فَاَوْحٰۤی اِلٰی عَبْدِهٖ مَاۤ اَوْحٰی ۟ؕ
نو جبرئيل د الله بنده محمد صلی الله عليه وسلم ته هغه څه وحي کړل څه يې چې وحي کړل.
Ərəbcə təfsirlər:
مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَاٰی ۟
د محمد صلی الله عليه وسلم زړه په هغه څه کې درواغ نه دي ويلي چې ليدلي يې و.
Ərəbcə təfsirlər:
اَفَتُمٰرُوْنَهٗ عَلٰی مَا یَرٰی ۟
ای مشرکانو! په هغه څه کې ورسره شخړه کوئ چې الله په هغه شپه ورښودلي چې په کومه شپه يې بولی و.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلَقَدْ رَاٰهُ نَزْلَةً اُخْرٰی ۟ۙ
او پرته له شکه محمد صلی الله عليه وسلم جبرئيل په خپل شکل کې يوځل بل هم ليدلی و په هغه شپه چې بوول شوی و.
Ərəbcə təfsirlər:
عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهٰی ۟
د بېرې ونې له پای سره هغه ونه چې ډېره لويه ده په اووم آسمان کې ده.
Ərəbcə təfsirlər:
عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَاْوٰی ۟ؕ
له هغې ونې سره جنت الماوی دی.
Ərəbcə təfsirlər:
اِذْ یَغْشَی السِّدْرَةَ مَا یَغْشٰی ۟ۙ
کله چې د الله له امره لوی څه شي بېره پټه کړې وه، چې پرحقيقت يې يوازې الله پوهېږی.
Ərəbcə təfsirlər:
مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغٰی ۟
د هغه صلی الله عليه وسلم سترګې نه ښي او کيڼ لوري ته کږې شوې او نه له هغه ټاکلي بريده واوښتې.
Ərəbcə təfsirlər:
لَقَدْ رَاٰی مِنْ اٰیٰتِ رَبِّهِ الْكُبْرٰی ۟
پرته له شکه محمد صلی الله عليه وسلم په کومه شپه چې پورته کړل شو د خپل پالونکي داسې لويې نښانې وليدې چې د هغه پر قدرت يې دلالت کولو، جنت يې وليده، اور يې وليده او داسې نور.
Ərəbcə təfsirlər:
اَفَرَءَیْتُمُ اللّٰتَ وَالْعُزّٰی ۟ۙ
ای مشرکانو! تاسو دغه بوتان ليدلي چې له الله پرته يې لمانځئ: لات او عزی؟
Ərəbcə təfsirlər:
وَمَنٰوةَ الثَّالِثَةَ الْاُخْرٰی ۟
او ستاسو له بوتانو څخه دريم منات. خبر راکړئ آيا هغوی تاسو لره د څه ګټې او تاوان واک لري؟!
Ərəbcə təfsirlər:
اَلَكُمُ الذَّكَرُ وَلَهُ الْاُ ۟
ای مشرکانو! تاسو لره به زامن وي چې مينه ورسره لرئ او هغه لره به لوڼې وي چې تاسو کرکه ترې کوئ.
Ərəbcə təfsirlər:
تِلْكَ اِذًا قِسْمَةٌ ضِیْزٰی ۟
دغه وېش چې تاسو يې د خپلو هوسونو له مخې کوئ ډېر ظالمانه دی.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنْ هِیَ اِلَّاۤ اَسْمَآءٌ سَمَّیْتُمُوْهَاۤ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ بِهَا مِنْ سُلْطٰنٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَی الْاَنْفُسُ ۚ— وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنْ رَّبِّهِمُ الْهُدٰی ۟ؕ
دغه بوتان نه دي مګر داسې له معنا خالي نومونه چې د الوهيت په صفتونو کې هغوی لره هيڅ برخه نشته، تاسو او پلرونو مو له خپل ځانه پرې اېښي دي، الله پرې هيڅ دليل نه دی نازل کړی، مشرکان په خپله عقيده کې يوازې د ګومان او هغه څه پيروي کوي چې زړونه يې غواړي او شيطان يې په زړنو کې ښايسته کړي دي، او پرته له شکه د هغوی د پالونکي له لوري لارښوونه د هغه د نبي صلی الله عليه وسلم په ژبه ورته راغله، خو هغوی په سمه لار نه شول.
Ərəbcə təfsirlər:
اَمْ لِلْاِنْسَانِ مَا تَمَنّٰی ۟ؗۖ
آيا (کافر) انسان ته به د الله پر وړاندې د بوتانو هغه سپارښتنه وي چې هيله يې لري؟!
Ərəbcə təfsirlər:
فَلِلّٰهِ الْاٰخِرَةُ وَالْاُوْلٰی ۟۠
داسې نه ده، هغه لره به هغه څه نه وي چې هيله يې کوي، يوازې الله لره آخرت او دنيا دي، له هغو دواړو به هغه څه ورکوي چې غواړي يې او هغه څه به ترې ايساروي چې غواړي يې.
Ərəbcə təfsirlər:
وَكَمْ مِّنْ مَّلَكٍ فِی السَّمٰوٰتِ لَا تُغْنِیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا اِلَّا مِنْ بَعْدِ اَنْ یَّاْذَنَ اللّٰهُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَرْضٰی ۟
او په آسمانونو کې څومره پرېښتې دي چې هغوی ته يې سپارښتنه هيڅ ګټه نه شي رسولای، که چېرې هغوی وغواړي د يو چا لپاره سپارښت وکړي مګر وروسته تردې چې الله له هغوی څخه د چا لپاره وغواړي چې د سپارښت اجازه ورکړي، او د چا سپارښت چې کيږي له هغه خوښ وي، نو هيڅکله به الله د هغه چا د سپارښت اجازه ور نه کړي چې شرک يې کړی وي، او هيڅکله به له هغه چا راضي هم نه شي چې سپارښت يې کيږي خو هغه له الله پرته د بل چا عبادت کوي.
Ərəbcə təfsirlər:
Bu səhifədə olan ayələrdən faydalar:
• كمال أدب النبي صلى الله عليه وسلم حيث لم يَزغْ بصره وهو في السماء السابعة.
د نبي صلی الله عليه وسلم له بشپړ ادب څخه دا هم و چې سترګې يې هيڅ وانه ړولې په داسې حال کې چې هغه په اووم آسمان کې و.

• سفاهة عقل المشركين حيث عبدوا شيئًا لا يضر ولا ينفع، ونسبوا لله ما يكرهون واصطفوا لهم ما يحبون.
د مشرکانو د عقل کموالی چې د داسې څه عبادت يې کړی چې نه زيان رسولای شي او نه ګټه، او الله ته يې د هغه نسبت کړی چې هغوی يې بد ګڼي او ځانونو ته يې هغه څه غوره کړي چې خوښوي يې.

• الشفاعة لا تقع إلا بشرطين: الإذن للشافع، والرضا عن المشفوع له.
سپارښت په دوو شرطونو کېدای شي: چې د سپارښت کوونکي لپاره اجازه وشي. او د چا سپارښت چې کيږي له هغه څخه سپارښت منونکی راضي وي.

اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ لَیُسَمُّوْنَ الْمَلٰٓىِٕكَةَ تَسْمِیَةَ الْاُ ۟
پرته له شکه هغه کسان چې د آخرت پر کور کې په بېرته را ژوندي کېدو باور نه لري، هرومرو د خپلې عقيدې له مخې پر پرېښتو ښځينه نومونه ږدي چې ګواکې هغوی د الله لوڼې دي، الله د هغوی له وينا ډېر لوړ دی.
Ərəbcə təfsirlər:
وَمَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ ۚ— وَاِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْـًٔا ۟ۚ
او هغوی لره پرې د ښځينه نومونو په اېښودلو کې کومه داسې پوهه هم نشته چې استناد پرې وکړي، په دغه کې يوازې د اټکل او وهم پيروي کوي، او پرته له شکه ګومان د حق پر وړاندې هيڅ ګټه نه شي رسولای ترڅو يې ځای ناستی شي.
Ərəbcə təfsirlər:
فَاَعْرِضْ عَنْ مَّنْ تَوَلّٰی ۙ۬— عَنْ ذِكْرِنَا وَلَمْ یُرِدْ اِلَّا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ؕ
نو ای رسوله! له هغه چا مخ واړوه چې د الله له ياده يې مخ اړولی او پروا يې نه کوي، او د دنيا له ژوند پرته بل څه نه غواړي، نو هغه د آخرت لپاره هيڅ نه کوي، ځکه هغه پرې ايمان نه لري.
Ərəbcə təfsirlər:
ذٰلِكَ مَبْلَغُهُمْ مِّنَ الْعِلْمِ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ وَهُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدٰی ۟
دا څه چې دغه مشرکان يې وايي چې پر پرېښتو د ښځينه نومونه ږدي هغه يې د پوهې داسې وروستی بريد دی چې ايله ور رسيږي ځکه هغوی ناپوه دي، باور ته نه شي رسېدلای، پرته له شکه ای رسوله! الله پر هغه چا ښه پوه دی چې د حق له لارې اوښتونکی دی، او پر هغه چا هم ښه پوه دی چې د هغه لار يې غوره کړې ده، له دغه هيڅ هم ترې نه شي پټېدلای.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۙ— لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوْا بِمَا عَمِلُوْا وَیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا بِالْحُسْنٰی ۟ۚ
او د ملکيت، پيدايښت او تدبير له پلوه يوازې الله لره دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي، ترڅو هغو کسانو ته چې په دنيا کې يې بدکارونه کړي د هغه څه بدله ورکړي چې د کوم عذاب وړ ګرځېدلي دي، او هغو مؤمنانو ته په جنت سره بدله ورکړي چې ښه کارونه يې کړي دي.
Ərəbcə təfsirlər:
اَلَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ اِلَّا اللَّمَمَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِكُمْ اِذْ اَنْشَاَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ وَاِذْ اَنْتُمْ اَجِنَّةٌ فِیْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ ۚ— فَلَا تُزَكُّوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقٰی ۟۠
هغه کسان چې له لويو ګناهونو او ناوړه نارواوو لرې کيږي، مګر کله کوچني ګناهونه ترې کيږي، نو دغه به د لويو ګناهونو په پرېښودلو او زياتو پيرويو په کولو ورته بخښل کيږي، بېشکه ستا پالونکی اې رسوله د پراخه بخښنې څښتن دی، د بنده ګانو ګناهونه يې بښي کله چې هغوی توبه ترې وباسي، همغه پاک ذات ستاسو پر حالاتو او چارو ډېر پوه دی کله يې چې ستاسې پلار آدم له خاورې پيداکړ او کله چې تاسې د ميندو په ګېډو کې مو بار وئ، له يو پيدايښت وروسته په بل پيدايښت بدلېدلئ، له دغه هيڅ هم له هغه پټ نه دي، نو ځانونه مو د تقوی صفت په درلودلو سره مه ستايئ، همغه پاک ذات دی چې پر هغه چا ډېر پوه دی څوک چې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ځان ساتي.
Ərəbcə təfsirlər:
اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ تَوَلّٰی ۟ۙ
آيا د هغه چا بد حالت دې وليدئ چې اسلام ته تر نېږدې کېدو وروسته يې مخ ترې واړولو.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاَعْطٰی قَلِیْلًا وَّاَكْدٰی ۟
او لږ مال يې ورکړ بيا يې نور ايسار کړ، ځکه بخل د هغه عادت و، له دغه سره هغه د ځان پاکي بيانوي.
Ərəbcə təfsirlər:
اَعِنْدَهٗ عِلْمُ الْغَیْبِ فَهُوَ یَرٰی ۟
ايا له هغه سره د پټو پوهه ده چې پټ ويني او په اړه يې خبرې کوي؟!
Ərəbcə təfsirlər:
اَمْ لَمْ یُنَبَّاْ بِمَا فِیْ صُحُفِ مُوْسٰی ۟ۙ
يا هغه پر الله درواغ تړونکی دی؟! او يا دغه د درواغو تړونکی پر هغه څه نه دی خبر کړل شوی چې په هغو لومړنيو پاڼو کې و چې الله پر موسی نازلې کړې دي؟
Ərəbcə təfsirlər:
وَاِبْرٰهِیْمَ الَّذِیْ وَ ۟ۙ
او د هغه ابراهيم په پاڼو کې چې هغه څه يې ادا کړل چې پالونکي يې پرې مکلف کړی و او بشپړ يې کړل.
Ərəbcə təfsirlər:
اَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ۟ۙ
دا چې يو انسان به د بل ګناه پر غاړه نه وړي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاَنْ لَّیْسَ لِلْاِنْسَانِ اِلَّا مَا سَعٰی ۟ۙ
او دا چې انسان ته يوازې د خپل هغه کړي عمل بدله ده.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاَنَّ سَعْیَهٗ سَوْفَ یُرٰی ۟
او پرته له شکه عمل به يې د قيامت ورځ ژر مخامخ وليدل شي.
Ərəbcə təfsirlər:
ثُمَّ یُجْزٰىهُ الْجَزَآءَ الْاَوْفٰی ۟ۙ
بيا به پرته له کموالي د عمل بدله يې بشپړه ورکړی شي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاَنَّ اِلٰی رَبِّكَ الْمُنْتَهٰی ۟ۙ
او دا چې ای رسوله! د بندګانو له خپل مرګ وروسته ستا پالونکي ته ورګرځېدل او ورتګ دی.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاَنَّهٗ هُوَ اَضْحَكَ وَاَبْكٰی ۟ۙ
اودا چې هغه چاته وغواړي خوشحالوي يې نو خندوي يې او چاته چې وغواړي خپه کوي يې نو ژړوي يې.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاَنَّهٗ هُوَ اَمَاتَ وَاَحْیَا ۟ۙ
او دا چې هغه په دنيا کې ژوندي مړه کوي او په بېرته را پاڅولو مړي را ژوندي کوي.
Ərəbcə təfsirlər:
Bu səhifədə olan ayələrdən faydalar:
• انقسام الذنوب إلى كبائر وصغائر.
د ګناهونو لويو او کوچنيو ته وېش.

• خطورة التقوُّل على الله بغير علم.
پرته له پوهې پر الله د درواغ تړلو خطر.

• النهي عن تزكية النفس.
له ځان پاک بيانولو څخه منع.

وَاَنَّهٗ خَلَقَ الزَّوْجَیْنِ الذَّكَرَ وَالْاُ ۟ۙ
اودا چې هغه دوه ډولونه پيداکړي: نارينه او ښځينه.
Ərəbcə təfsirlər:
مِنْ نُّطْفَةٍ اِذَا تُمْنٰی ۪۟
له مني څخه کله چې په رحم کې کښېښودل شي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاَنَّ عَلَیْهِ النَّشْاَةَ الْاُخْرٰی ۟ۙ
او دا چې پر هغه د خپلو دواړو مخلوقاتو د هغوی له مړينې وروسته په بيا را ژوندي کولو را ګرځول دي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاَنَّهٗ هُوَ اَغْنٰی وَاَقْنٰی ۟ۙ
اودا چې هغه له خپلوبندګانو چاته وغواړي د مال په څښتن ګرځولو سره يې شتمن کوي، او له ماله هغه څه ورکوي چې خلک د پانګې په ډول پانګونه پرې کوي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاَنَّهٗ هُوَ رَبُّ الشِّعْرٰی ۟ۙ
او هغه د شعری پالونکی دی، چې هغه يو ستوری دی، ځينو مشرکانو به له الله پرته لمانځلو.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاَنَّهٗۤ اَهْلَكَ عَادَا ١لْاُوْلٰی ۟ۙ
او دا چې هغه لومړني عاديان تباه کړل، چې هغه د هود قوم و کله يې چې پر کفر ټينګار وکړ.
Ərəbcə təfsirlər:
وَثَمُوْدَاۡ فَمَاۤ اَبْقٰی ۟ۙ
او د صالح قوم ثموديان يې تباه کړل، نو له هغوی يې هيڅوک پرې نښودل.
Ərəbcə təfsirlər:
وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا هُمْ اَظْلَمَ وَاَطْغٰی ۟ؕ
او د عاد او ثمود له قوم مخکې يې د نوح قوم تباه کړ، بېشکه د نوح قوم د ظلم له پلوه ډېر سخت و، او د عاد او ثمود له قومونو لوی سرکښه و، ځکه نوح په هغوی کې پنځوس کم زر کاله پاتې شو او هغوی يې د الله يووالي ته رابلل، خو هغوی يې خبره ونه منله.
Ərəbcə təfsirlər:
وَالْمُؤْتَفِكَةَ اَهْوٰی ۟ۙ
او د لوط د قوم کلی يې آسمان ته پورته کړ، بيا سرچپه کړ، بيا ځمکې ته را وغورځولو.
Ərəbcə təfsirlər:
فَغَشّٰىهَا مَا غَشّٰی ۟ۚ
بيا يې پټ کړل او ډبرې يې ور ورسولې په هغه څه يې چې آسمان ته له پورته کولو او ځمکې ته تر راغورځولو وروسته و.
Ərəbcə təfsirlər:
فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكَ تَتَمَارٰی ۟
نو د خپل پالونکي پر کومو نښانو چې د هغه پر ځواک دلالت کوونکې دي ای انسانه! ته شخړه کوې چې پند نه پرې اخلې؟!
Ərəbcə təfsirlər:
هٰذَا نَذِیْرٌ مِّنَ النُّذُرِ الْاُوْلٰی ۟
دغه رسول چې تاسو ته در لېږل شوی دی د پخوانيو رسولانو له جنسه دی.
Ərəbcə təfsirlər:
اَزِفَتِ الْاٰزِفَةُ ۟ۚ
نېږدې قيامت نېږدې شو.
Ərəbcə təfsirlər:
لَیْسَ لَهَا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ كَاشِفَةٌ ۟ؕ
هغه لره کوم داسې ايساروونکی نشته چې ايسار يې کړي، او له الله پرته نه کوم خبر ورکوونکی شته چې په اړه يې خبر ورکړي.
Ərəbcə təfsirlər:
اَفَمِنْ هٰذَا الْحَدِیْثِ تَعْجَبُوْنَ ۟ۙ
نو آيا له دغه قرآنه چې پر تاسو لوستل کيږي تعجب کوئ چې د الله له لوري دی؟!
Ərəbcə təfsirlər:
وَتَضْحَكُوْنَ وَلَا تَبْكُوْنَ ۟ۙ
او پر هغه د ملنډو له کبله خاندئ، او د هغو د پندونو د اورېدو پر مهال ژاړئ نه؟!
Ərəbcə təfsirlər:
وَاَنْتُمْ سٰمِدُوْنَ ۟
او تاسو له هغه بې خبره ياست، پروا يې نه کوئ؟!
Ərəbcə təfsirlər:
فَاسْجُدُوْا لِلّٰهِ وَاعْبُدُوْا ۟
نو يوازې الله ته سجده وکړئ، او يوازې هغه لره عبادت وکړئ.
Ərəbcə təfsirlər:
Bu səhifədə olan ayələrdən faydalar:
• عدم التأثر بالقرآن نذير شؤم.
له قرآن څخه نه اغېزمن کېدل د وېروونکي بد فالي ده.

• خطر اتباع الهوى على النفس في الدنيا والآخرة.
پر نفس د هوس د پيروي خطر په دنيا او آخرت کې.

• عدم الاتعاظ بهلاك الأمم صفة من صفات الكفار.
د نورو امتونو له تباهۍ پند نه اخېستل د کافرانو له صفتونو يو صفت دی.

 
Mənaların tərcüməsi Surə: ən-Nəcm
Surələrin mündəricatı Səhifənin rəqəmi
 
Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi. - Tərcumənin mündəricatı

Tərcümə "Quran araşdırmaları Təfsir Mərkəzi" tərəfindən yayımlanmışdır.

Bağlamaq