Check out the new design

Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi. * - Tərcumənin mündəricatı


Mənaların tərcüməsi Surə: əl-Fəcr   Ayə:

فجر

Surənin məqsədlərindən:
بيان عاقبة الطغاة، والحكمة من الابتلاء، والتذكير بالآخرة.
د سرکښانو د پايلې او په ازموينه او آخرت ور په يادولو کې د حکمت بيان.

وَالْفَجْرِ ۟ۙ
الله پاک پر سهار لوړه وکړه.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلَیَالٍ عَشْرٍ ۟ۙ
او الله د ذوالحجې میاشتې پر لسو لومړيو شپو لوړه وکړه.
Ərəbcə təfsirlər:
وَّالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ ۟ۙ
او الله پر جفت او تاق شيانو لوړه وکړه.
Ərəbcə təfsirlər:
وَالَّیْلِ اِذَا یَسْرِ ۟ۚ
او پر شپه يې لوړه وکړه چې کله راشي، دوام وکړي او ولاړه شي او د دغو ټولو لوړو ځواب دا دی: چې تاسو ته به هرومرو پر خپلو اعمالو بدله درکول کيږي.
Ərəbcə təfsirlər:
هَلْ فِیْ ذٰلِكَ قَسَمٌ لِّذِیْ حِجْرٍ ۟ؕ
ايا په دغو ياد شويو کې داسې قسم شته چې هوښيار ته قناعت ورکړي؟!.
Ərəbcə təfsirlər:
اَلَمْ تَرَ كَیْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ۟
اې رسوله! ودې نه ليدل چې پالونکي دې د هود پر قوم عاديانو څه وکړل کله چې هغوی رسول درواغجن وګڼلو؟!.
Ərəbcə təfsirlər:
اِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ ۟
د عاد قبيله خپل نېکه ارم ته منسوبه ده چې ډېر اوږد و.
Ərəbcə təfsirlər:
الَّتِیْ لَمْ یُخْلَقْ مِثْلُهَا فِی الْبِلَادِ ۟
هغه چې الله د هغو غوندې څوک په ښارونو کې نه وو پيداکړي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَثَمُوْدَ الَّذِیْنَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ ۟
او ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې د صالح پر قوم ثموديانو څه وکړل، هغه کسان چې د غرونو لويې ډبرې يې تراشلې، او له ډبرو يې کورونه جوړول.
Ərəbcə təfsirlər:
وَفِرْعَوْنَ ذِی الْاَوْتَادِ ۟
او ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې پر هغه فرعون څه وکړل چې هغه لره مېخونه وو او خلکو ته به يې عذاب پرې ورکولو.
Ərəbcə təfsirlər:
الَّذِیْنَ طَغَوْا فِی الْبِلَادِ ۟
دغه ټول په ظلم او سرکښۍ کې له بريده واوښتل، هر يو په خپل ښار کې له بريده واوښتی.
Ərəbcə təfsirlər:
فَاَكْثَرُوْا فِیْهَا الْفَسَادَ ۟
او د کفر او ګناهونو په خپرولو سره يې ډېره ورانکاري پکې کړې وه.
Ərəbcə təfsirlər:
فَصَبَّ عَلَیْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ۟ۚۙ
نو الله هغوی ته سخت عذاب ور وڅکلو، او له ځمکې يې له بېخه واېستل.
Ərəbcə təfsirlər:
اِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ ۟ؕ
اې رسوله! پرته له شکه پالونکی دې د خلکو کړنې څاري او ګوري، تر څو د ښو بدله جنت ورکړي او د بدو بدله په دوزخ سره ورکړي.
Ərəbcə təfsirlər:
فَاَمَّا الْاِنْسَانُ اِذَا مَا ابْتَلٰىهُ رَبُّهٗ فَاَكْرَمَهٗ وَنَعَّمَهٗ ۙ۬— فَیَقُوْلُ رَبِّیْۤ اَكْرَمَنِ ۟ؕ
خو د انسان طبيعت داسې دی چې کله يې پالونکی و ازمويي او عزت ورکړي، او د مال، اولاد او مرتبې پېرزوينه پرې وکړي، هغه دا ګومان کوي چې هغه د الله په وړاندې عزتمن دی؛ نو وايي: الله زه ونازولم ځکه چې زه يې د ناز وړ وم.
Ərəbcə təfsirlər:
وَاَمَّاۤ اِذَا مَا ابْتَلٰىهُ فَقَدَرَ عَلَیْهِ رِزْقَهٗ ۙ۬— فَیَقُوْلُ رَبِّیْۤ اَهَانَنِ ۟ۚ
او کله يې چې وازمويي او روزي ورباندې تنګه کړي، نو بيا هغه دا ګومان کوي چې ګواکې هغه يې د خپل پالونکي په وړاندې سپک دی؛ نو وايي: پالونکي مې سپک کړم.
Ərəbcə təfsirlər:
كَلَّا بَلْ لَّا تُكْرِمُوْنَ الْیَتِیْمَ ۟ۙ
هيڅکله نه، امر داسې نه دی لکه دغه انسان يې چې فکر کړی چې نعمتونه د الله له خپل بنده څخه د خوښۍ دليل دی او سختۍ د دې خبرې دليل دی چې بنده د الله په وړاندې سپک دی، بلکې اصل خبره داده چې تاسو پر هغه څه چې الله یې روزي درکړې د يتيم درناوی نه کوئ.
Ərəbcə təfsirlər:
وَلَا تَحٰٓضُّوْنَ عَلٰی طَعَامِ الْمِسْكِیْنِ ۟ۙ
او ځينې مو ځينې نور هغه بې وزله ته په خوړو ورکولو نه هڅوي چې د ژوند تېرولو څه نه لري.
Ərəbcə təfsirlər:
وَتَاْكُلُوْنَ التُّرَاثَ اَكْلًا لَّمًّا ۟ۙ
او د کمزورو ښځو او يتيمانو حقوق په سختو خوړلو سره داسې خورئ چې د رواوالي خيال يې نه ساتئ.
Ərəbcə təfsirlər:
وَّتُحِبُّوْنَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا ۟ؕ
او مال ډېر زيات خوښوئ، چې د الله په لار کې په لګولو يې د حرص له امله بخيلي کوئ.
Ərəbcə təfsirlər:
كَلَّاۤ اِذَا دُكَّتِ الْاَرْضُ دَكًّا دَكًّا ۟ۙ
په کار نه ده چې دا ستا عمل وي، در په ياد کړئ کله چې ځمکه سخته وخوځول شي او ولړزيږي.
Ərəbcə təfsirlər:
وَّجَآءَ رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا ۟ۚ
اې رسوله! چې کله ستا پالونکی د خپلو بندګانو ترمنځ د پرېکړې لپاره راشي او پرېښتې هم کتار کتار راشي.
Ərəbcə təfsirlər:
Bu səhifədə olan ayələrdən faydalar:
• فضل عشر ذي الحجة على أيام السنة.
د ذوالحجې مياشتې د لسو ورځو غوراوی د ټول کال پر ورځو.

• ثبوت المجيء لله تعالى يوم القيامة وفق ما يليق به؛ من غير تشبيه ولا تمثيل ولا تعطيل.
د قيامت په ورځ د الله د راتګ ثبوت څرنګه چې د هغه له شان سره مناسب وي، پرته له تشبيه، تمثيل او تعطيل څخه.

• المؤمن إذا ابتلي صبر وإن أعطي شكر.
مؤمن چې کله وازمويل شي صبر کوي او کله څه ورکړل شي شکر وباسي.

وَجِایْٓءَ یَوْمَىِٕذٍ بِجَهَنَّمَ ۙ۬— یَوْمَىِٕذٍ یَّتَذَكَّرُ الْاِنْسَانُ وَاَنّٰی لَهُ الذِّكْرٰی ۟ؕ
او په دغه ورځ به دوزخ په داسې حال کې راوستل شي چې اويا زره کړۍ به لري، له هرې کړۍ سره به اويا زره پرېښتې وي چې کشکوي به يې، په دغه ورځ به انسان ته هغه څه ور ياد شي چې د الله په حق کې يې کومه کوتاهي کړې ده، خو په هغه ورځ به چېرې نصيحت هغه ته ګټه ورسوي، ځکه هغه ورځ د بدلې ده نه د عمل؟!.
Ərəbcə təfsirlər:
یَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ قَدَّمْتُ لِحَیَاتِیْ ۟ۚ
او د سختې پښېمانتيا له امله به وايي: کاشکي مې د خپل اخروي حقيقي ژوند لپاره نېک اعمال لېږلي وای.
Ərəbcə təfsirlər:
فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُعَذِّبُ عَذَابَهٗۤ اَحَدٌ ۟ۙ
په دغه ورځ به هيڅوک هم د الله د عذاب غوندې عذاب نه ورکوي، ځکه د الله عذاب ډېر سخت او تلپاتې دی
Ərəbcə təfsirlər:
وَّلَا یُوْثِقُ وَثَاقَهٗۤ اَحَدٌ ۟ؕ
او نه به هيڅوک په زولونو کې داسې تړل کوي لکه د هغه لخوا هلته د کافرانو تړل.
Ərəbcə təfsirlər:
یٰۤاَیَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَىِٕنَّةُ ۟ۗۙ
د مؤمن نفس ته به د مرګ پر مهال او د قيامت په ورځ ويل کيږي: اې ايمان او نېک عمل ته ډاډه نفسه!.
Ərəbcə təfsirlər:
ارْجِعِیْۤ اِلٰی رَبِّكِ رَاضِیَةً مَّرْضِیَّةً ۟ۚ
خپل پالونکي ته دې په داسې حال کې وروګرځه چې د لويې بدلې په تر لاسه کولو سره ته له هغه خوښ وې، او د هغه په وړاندې خوشحاله کړل شوی وې د هغه نېک عمل په وجه چې کړی دې و.
Ərəbcə təfsirlər:
فَادْخُلِیْ فِیْ عِبٰدِیْ ۟ۙ
بيا زما د نېکو بندګانو په ډله کې ور ننوځه.
Ərəbcə təfsirlər:
وَادْخُلِیْ جَنَّتِیْ ۟۠
او له هغوی سره يوځای زما هغه جنت ته ننوځه چې هغوی لره مې چمتو کړی دی.
Ərəbcə təfsirlər:
Bu səhifədə olan ayələrdən faydalar:
• عتق الرقاب، وإطعام المحتاجين في وقت الشدة، والإيمان بالله، والتواصي بالصبر والرحمة: من أسباب دخول الجنة.
د مرېيانو آزادول، د سختۍ په وخت کې بې وزلو ته خواړه ورکول، پر الله ايمان راوړل، يوبل ته د زغم او مهربانۍ وصيت کول: جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي.

• من دلائل النبوة إخباره أن مكة ستكون حلالًا له ساعة من نهار.
د نبوت له دلائلو څخه پردې خبره خبر ورکول دي چې مکه به د هغه لپاره د ورځې د يو ساعت لپاره حلاله وي.

• لما ضيق الله طرق الرق وسع طرق العتق، فجعل الإعتاق من القربات والكفارات.
کله چې الله د غلامۍ لارې تنګې کړې نو د آزادۍ لارې يې پراخه کړې، دا چې د غلامانو آزادول يې کفارې او د ثواب کارونه وګرځول.

 
Mənaların tərcüməsi Surə: əl-Fəcr
Surələrin mündəricatı Səhifənin rəqəmi
 
Qurani Kərimin mənaca tərcüməsi - Puştu dilinə Qurani Kərimin müxtəsər tərfsiri - kitabının tərcüməsi. - Tərcumənin mündəricatı

Tərcümə "Quran araşdırmaları Təfsir Mərkəzi" tərəfindən yayımlanmışdır.

Bağlamaq