Prijevod značenja časnog Kur'ana - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Sadržaj prijevodā


Prijevod značenja Ajet: (94) Sura: Sura Jusuf
وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِیْرُ قَالَ اَبُوْهُمْ اِنِّیْ لَاَجِدُ رِیْحَ یُوْسُفَ لَوْلَاۤ اَنْ تُفَنِّدُوْنِ ۟
کله چې قافله له مصر څخه د تګ په حالت کې ووتله او له آبادۍ يې تېره شوه يعقوب عليه السلام خپلو زامنو او څوک چې د هغه په ځمکه کې ورسره وو وويل: زه د يوسف بوی احساسوم، که چېرې تاسو ما ناپوه ونه ګڼئ او د عقل خرابي نسبت راته ونکړئ په خپله دغه وينا مو: چې دغه زوړ عقل خرابه دی، هغه څه وايي چې نه پرې پوهيږي.
Tefsiri na arapskom jeziku:
Poruke i pouke ajeta na ovoj stranici:
• عظم معرفة يعقوب عليه السلام بالله حيث لم يتغير حسن ظنه رغم توالي المصائب ومرور السنين.
د يعقوب عليه السلام لخوا د الله د پېژندنې لوی والی چې د الله په اړه يې ګومان بدل نشو سره له پرله پسې کړاوونو او کلونو د تېرېدو.

• من خلق المعتذر الصادق أن يطلب التوبة من الله، ويعترف على نفسه ويطلب الصفح ممن تضرر منه.
د رېښتيني عذر غوښتونکي له اخلاقو دا هم ده چې الله ته توبه وباسي، پړه ومني او له هغه چا بښنه وغواړي چې له ده يې زيان ليدلی.

• بالتقوى والصبر تنال أعظم الدرجات في الدنيا وفي الآخرة.
په د نيا او آخرت کې په ځان ساتنه(دالله اوامر منل او له نواهیو یې ځان ژغورل) او زغم لويې مرتبې ترلاسه کيږي.

• قبول اعتذار المسيء وترك الانتقام، خاصة عند التمكن منه، وترك تأنيبه على ما سلف منه.
د تېر وتونکي عذر منل، غچ پرېښودل، په ځانګړې توګه چې پرې برلاسی شي او په تېرو کړو يې نه ملامتول.

 
Prijevod značenja Ajet: (94) Sura: Sura Jusuf
Indeks sura Broj stranice
 
Prijevod značenja časnog Kur'ana - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Sadržaj prijevodā

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Zatvaranje