Check out the new design

Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod sažetog tefsira Kur'ana na paštu jezik. * - Sadržaj prijevodā


Prijevod značenja Ajet: (148) Sura: En-Nisa
لَا یُحِبُّ اللّٰهُ الْجَهْرَ بِالسُّوْٓءِ مِنَ الْقَوْلِ اِلَّا مَنْ ظُلِمَ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ سَمِیْعًا عَلِیْمًا ۟
الله تعالی نه خوښوي ښکاره ویل د بدې وینا، بلکه بده یې ګڼي او ویره پرې ورکوي، مګر که په چا باندې ظلم شوی وي نو جایز دي ورلره چې ښکاره وکړي بده وینا؛ لپاره د شکایت کولو د ظالم څخه او ښیرې کول هغه ته او بدله ورکول د هغه د وینا په شان، لیکن د مظلوم صبر کول ډیر غوره دي د ښکاره کولو د وینا څخه، او دی الله تعالی اوریدونکی ستاسو ویناګانو لره، پوهه دی ستاسو په نیتونو، نو ځان وساتئ له بدې وینا څخه او یا د قصد کولو د بدې وینا.
Tefsiri na arapskom jeziku:
Poruke i pouke ajeta na ovoj stranici:
• يجوز للمظلوم أن يتحدث عن ظلمه وظالمه لمن يُرْجى منه أن يأخذ له حقه، وإن قال ما لا يسر الظالم.
مظلوم لره جایز دي چې خبر ورکړي د خپل ظلم څخه او د ظالم څخه هغه چاته چې طمع ترې کیدی شي چې ده لره به خپل حق واخلي، او اګر که داسې څه ووايې چې ظالم پرې نه خوشحالیږي.

• حض المظلوم على العفو - حتى وإن قدر - كما يعفو الرب - سبحانه - مع قدرته على عقاب عباده.
مظلوم لره بخښنې ته هڅول- اګر که د بدل اخستلو توان هم ولري- لکه څرنګه چې الله تعالی بخښنه کوي سره د قدرت لرلو نه په سزا ورکولو خپلو بندګانو ته.

• لا يجوز التفريق بين الرسل بالإيمان ببعضهم دون بعض، بل يجب الإيمان بهم جميعًا.
نه دی جایز جدايې راوستل په مینځ د پیغمبرانو کې داسې چې ایمان راوړي په بعضو پرته له بعضو نورو، بلکه واجب دي ایمان راوړل په ټولو باندې یوځاې.

 
Prijevod značenja Ajet: (148) Sura: En-Nisa
Indeks sura Broj stranice
 
Prijevod značenja časnog Kur'ana - Prijevod sažetog tefsira Kur'ana na paštu jezik. - Sadržaj prijevodā

Izdavač: centar za kur'anske studije "Tefsir".

Zatvaranje