Meningsmæssige oversættelser af Den Hellige Koran - Den pashto oversættelse af "Al-Mukhtasar fi Tafsir al-Quran al-Karim"

external-link copy
93 : 4

وَمَنْ یَّقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهٗ جَهَنَّمُ خَلِدًا فِیْهَا وَغَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِ وَلَعَنَهٗ وَاَعَدَّ لَهٗ عَذَابًا عَظِیْمًا ۟

او څوک چې پرته له حقه يو مؤمن په لوی لاس ووژني، نو د هغه سزا به د تل لپاره دوزخ ته ننوتل وي، که يې دا حلال وبلل او يا يې توبه ونه ويستله، او الله به پرې غصه وي، او له خپلې لورېينې به يې لېرې کړي او د دغې لويې ګناه ترسره کولو له امله به د هغه لپاره لوی عذاب چمتو کړي.
info
التفاسير: |
Hovedpunkter omkring versene på denne side:
• جاء القرآن الكريم معظِّمًا حرمة نفس المؤمن، وناهيًا عن انتهاكها، ومرتبًا على ذلك أشد العقوبات.
قرآن کريم د مؤمن نفس د تعظيم او له بې عزتۍ څخه د منعې په پار راغلی او پر بې عزتۍ يې سخته سزا ټاکلې ده. info

• من عقيدة أهل السُّنَّة والجماعة أن المؤمن القاتل لا يُخلَّد أبدًا في النار، وإنما يُعذَّب فيها مدة طويلة ثم يخرج منها برحمة الله تعالى.
د اهل سنت و الجماعت د عقیدې څخه دا دي چې مومن قاتل په اور کې تل نه شې پاتې کیدلی، بلکه ډیره موده به پدې کې عذاب ورکول کیږي بیا به ترې د الله تعالی په رحمت راوځي. info

• وجوب التثبت والتبيُّن في الجهاد، وعدم الاستعجال في الحكم على الناس حتى لا يُعتدى على البريء.
په جهاد کې ځان ډاډمنول او پوره معلومات کول واجب دي، او په خلکو باندې په پریکړه کولو کې باید تلوار ونشي، هسې نه پر بې ګناه انسان تیری وشي. info