Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Ayah: (100) Surah: Yūsuf
وَرَفَعَ اَبَوَیْهِ عَلَی الْعَرْشِ وَخَرُّوْا لَهٗ سُجَّدًا ۚ— وَقَالَ یٰۤاَبَتِ هٰذَا تَاْوِیْلُ رُءْیَایَ مِنْ قَبْلُ ؗ— قَدْ جَعَلَهَا رَبِّیْ حَقًّا ؕ— وَقَدْ اَحْسَنَ بِیْۤ اِذْ اَخْرَجَنِیْ مِنَ السِّجْنِ وَجَآءَ بِكُمْ مِّنَ الْبَدْوِ مِنْ بَعْدِ اَنْ نَّزَغَ الشَّیْطٰنُ بَیْنِیْ وَبَیْنَ اِخْوَتِیْ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ لَطِیْفٌ لِّمَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَلِیْمُ الْحَكِیْمُ ۟
مور او پلار يې له ځان سره په تخت کینول او ټول یوسف ته په سجده [۱۰] پریوتل. یوسف وویل پلارجانه! دا زما د همغه پخواني خوب تعبیر وو چې زما رب رښتیا کړ او له ماسره يي ښیګڼه وکړه چې زه يي له زندان نه راوویستم او تاسې يي له بیدییا راوستئ[۱۱] په داسې حال کې چې شیطان زما او زما د ورونو ترمنځ شخړه اچولې وه. بې له شکه چې زما رب په خورا باریکو تدبیرونو سره خپله غوښتنه پوره کوي. او بې له شکه چې هغه په هر څه پوه او زیات حکمت والا دی.
[۱۰] ځیني وايي دا سجده په پخوانیو امتونو کې او ځيني نور وايي چې دا مروجه سجده نه وه احترام او تعظیم پر ځای کول( ابن جریر الطبری).
[۱۱]ځینې وايي چې (بدو) د یو ځای نوم دی. او ځينې وايي( من ) د (في) په معنا دی یعنې تاسې په دښټه کې راغلئ( تفسیر الماوردی).
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Ayah: (100) Surah: Yūsuf
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close