Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Ayah: (22) Surah: Ibrāhīm
وَقَالَ الشَّیْطٰنُ لَمَّا قُضِیَ الْاَمْرُ اِنَّ اللّٰهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُّكُمْ فَاَخْلَفْتُكُمْ ؕ— وَمَا كَانَ لِیَ عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ اِلَّاۤ اَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِیْ ۚ— فَلَا تَلُوْمُوْنِیْ وَلُوْمُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— مَاۤ اَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُصْرِخِیَّ ؕ— اِنِّیْ كَفَرْتُ بِمَاۤ اَشْرَكْتُمُوْنِ مِنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او کله چې پریکړه[۲۰] وشي نو شیطان به ووايې بې له شکه چې الله له تاسې سره رښتیني وعده کړې وه او ما هم درسره وعده کړې وه او پوره مې نه کړه. خو زما پر تاسې کوم زور نه وو زما ټوله واکمني همدا وه چې ما بلنه درکړه او تاسې ومنله. نو اوس ما مه ملامتوئ خپل ځانونه ملامت کړئ. اوس نه زه ستاسې ستونزو ته رسیدای او نه تاسې زما ستونزو ته رسیدای شئ. زه له هغه څه نه چې تاسې پکې زه د الله شریک ګڼلی وم خپله بي زاري اعلانوم. هو! د ظالمانو لپاره[۲۱] دردناک عذاب دی.
[۲۰] جنتیان جنت ته او دوزخیان دوزخ ته ولاړ شي ( ابن جریر الطبری).
[۲۱] د شیطان له خبرو وروسته الله پریکړه کوي چې شیطان او منونکي يي دواړه ظالمان دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Ayah: (22) Surah: Ibrāhīm
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close