Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Hujurāt   Ayah:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اجْتَنِبُوْا كَثِیْرًا مِّنَ الظَّنِّ ؗ— اِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ اِثْمٌ وَّلَا تَجَسَّسُوْا وَلَا یَغْتَبْ بَّعْضُكُمْ بَعْضًا ؕ— اَیُحِبُّ اَحَدُكُمْ اَنْ یَّاْكُلَ لَحْمَ اَخِیْهِ مَیْتًا فَكَرِهْتُمُوْهُ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ تَوَّابٌ رَّحِیْمٌ ۟
اې مؤمنانو! له ډیرو ګومانونو څخه ځانونه وژغورئ. له شک نه وتلې ده چې ځینې ګومان ګناه وي. او یو د بل پټ رازونه مه راسپړئ او ځیننې د ځینو نورو غیبت مه کوئ. ایا تاسې به خوښه کړئ چې د خپل مړ ورو غوښه وخورئ؟ بده به يې وګڼئ له الله نه وډار شئ بې له شکه چې الله ښه توبه منونکی مهربان دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنَّا خَلَقْنٰكُمْ مِّنْ ذَكَرٍ وَّاُ وَجَعَلْنٰكُمْ شُعُوْبًا وَّقَبَآىِٕلَ لِتَعَارَفُوْا ؕ— اِنَّ اَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ اَتْقٰىكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ خَبِیْرٌ ۟
اې خلکو! تاسې ټول مې له نر او ښځې نه پیدا کړي یاست او تاسې مې خیلونه او قومونه ګرځولي یې تر څو سره وپيژنئ او بې له شکه چې د الله په وړاندې ستاسې تر ټولو غوره ستاسې پرهیزګاران دي بې له شکه چې الله په هر څه پوه او له هر څه خبر دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
قَالَتِ الْاَعْرَابُ اٰمَنَّا ؕ— قُلْ لَّمْ تُؤْمِنُوْا وَلٰكِنْ قُوْلُوْۤا اَسْلَمْنَا وَلَمَّا یَدْخُلِ الْاِیْمَانُ فِیْ قُلُوْبِكُمْ ؕ— وَاِنْ تُطِیْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ لَا یَلِتْكُمْ مِّنْ اَعْمَالِكُمْ شَیْـًٔا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟
بانډه چیان وايې چې مونږ ایمان راوړی دی. ورته ووایه چې ایمان موندی راوړی بلکې ووایې چې مونږ غاړه ایښي ده. او ایمان لا تراوسه ستاسې په زړونو کې ځای نه دی نیولی او که تاسې د الله او د هغه د رسول مننه وکړئ. الله به ستاسې هیڅ کړنې کمې نه بلکې پوره ثواب به يي درکړي. بې له شکه چې الله ښه بښونکی مهربان دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ثُمَّ لَمْ یَرْتَابُوْا وَجٰهَدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الصّٰدِقُوْنَ ۟
حقیقې مؤمنان هغه کسان دي چې په الله او رسول يې ایمان راوړی. بیا يې هيڅ شک نه دی کړی او د الله په لار کې يي په خپل مال او سر سره جهاد کړی. بس همدغه رښتیني خلک دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
قُلْ اَتُعَلِّمُوْنَ اللّٰهَ بِدِیْنِكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟
اې پیغمبره! ورته ووایه چې ایا تاسې الله له خپل ایمان راوړلو نه خبروئ. په داسې حال کې چې د اسمانونو او ځمکي ټول څیزونه هغه ته ښه معلوم دي او هغه په هر شي پوه دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
یَمُنُّوْنَ عَلَیْكَ اَنْ اَسْلَمُوْا ؕ— قُلْ لَّا تَمُنُّوْا عَلَیَّ اِسْلَامَكُمْ ۚ— بَلِ اللّٰهُ یَمُنُّ عَلَیْكُمْ اَنْ هَدٰىكُمْ لِلْاِیْمَانِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟
هغوی پر تا اسلام راوړلو احسان بار وي. ورته ووایه چې پر ما مو د اسلام احسان مه کوئ بلکې پر تاسې د الله احسان دی چې د ایمان په لور يې ښوونه درته کړې که تاسې رښتینې مؤمنان یاست.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ غَیْبَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟۠
بې له شکه چې الله ته د اسمانونو او ځمکې ټول پټ رازونه ښه معلوم دي او الله ستاسې د کړنو ډیر ښه لیدونکی دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-Hujurāt
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close