Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: Al-Hashr   Ayah:

حشر

سَبَّحَ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۚ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
د اسمانونو او ځمکې ټولو څيزونو یوازې د یو الله پاکي بیان کړې.الله پر هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
هُوَ الَّذِیْۤ اَخْرَجَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ مِنْ دِیَارِهِمْ لِاَوَّلِ الْحَشْرِ ؔؕ— مَا ظَنَنْتُمْ اَنْ یَّخْرُجُوْا وَظَنُّوْۤا اَنَّهُمْ مَّا نِعَتُهُمْ حُصُوْنُهُمْ مِّنَ اللّٰهِ فَاَتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ حَیْثُ لَمْ یَحْتَسِبُوْا وَقَذَفَ فِیْ قُلُوْبِهِمُ الرُّعْبَ یُخْرِبُوْنَ بُیُوْتَهُمْ بِاَیْدِیْهِمْ وَاَیْدِی الْمُؤْمِنِیْنَ ۗ— فَاعْتَبِرُوْا یٰۤاُولِی الْاَبْصَارِ ۟
الله هغه ذات دی چې د اهل کتابو کافر خلک یې به لومړنۍ مرحله[۵]کې له خپلو کورونو څخه وایستل.مؤمنانو!تاسو ګمان نه کاو چې یهود به ووځي.او هغوی هم ګڼله چې کلکې کلاګانې به یي د الله له عذاب څخه وژغوري خو د الله عذاب پرې له داسې لورې راغی چې د هغوی خیال هم نه وو.په زړونو کې یې ډار ورواچاو.نو ځکه یې خپل کورونه په خپلو او د مؤمنانو په لاسونو ورانول.نو ای سترګه ورو!عبرت واخلئ.
[۵] ـ داول الحشر ډیرې معنا وي شوي:لومړی ځل را ټولول چې له مدینې څخه ووتل دویم ځل یې د خیبر نه شام ته د حضرت عمر په زمانه کې دریم ځل به یې د قیامت په ورځ وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَوْلَاۤ اَنْ كَتَبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمُ الْجَلَآءَ لَعَذَّبَهُمْ فِی الدُّنْیَا ؕ— وَلَهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ ۟
که الله پاک یې جلا وطني په برخه کړې نه وای نو په دنیا کې به یې سخت عذاب ور کړی وای.او په بله دنیا کې د اور عذاب د هغوی دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: Al-Hashr
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close