Check out the new design

Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz * - Translations’ Index


Translation of the meanings Surah: At-Tawbah   Ayah:
اِنْفِرُوْا خِفَافًا وَّثِقَالًا وَّجَاهِدُوْا بِاَمْوَالِكُمْ وَاَنْفُسِكُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
د الله په لیار کې راووځئ سپک یې او که درانه او د الله په لیار کې په خپلو مالونو او سرونو سره جهاد وکړئ که پوهیږئ نو همدا کار درته خورا غوره دی.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَوْ كَانَ عَرَضًا قَرِیْبًا وَّسَفَرًا قَاصِدًا لَّاتَّبَعُوْكَ وَلٰكِنْ بَعُدَتْ عَلَیْهِمُ الشُّقَّةُ ؕ— وَسَیَحْلِفُوْنَ بِاللّٰهِ لَوِ اسْتَطَعْنَا لَخَرَجْنَا مَعَكُمْ ۚ— یُهْلِكُوْنَ اَنْفُسَهُمْ ۚ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟۠
که چیرې ګټه اسانه نژدې او سفر برابر وای نو خاماخا به په تا پسې وتلې واې خو سخت سفر پرې خورا اوږد شو.نو ډیر ژر به قسمونه وکړي چې که زمونږ توان وای نو هرو مرو به له تاسې سره وتلي وو هغوی په خپله ځانونه هلا کوي الله ښه پوهیږي چې هغوی درواغجن دي[۹].
[۹] ـ کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د رومیانو سره د غزا لپاره د تبوک په لور د وتلو امر وکړ نو ځینې منافقان پاتې او د درواغو بانې یې را وړاندې کړي نو الله دا ایت نازل کړ.(ابن جریر الطبری)
Arabic explanations of the Qur’an:
عَفَا اللّٰهُ عَنْكَ ۚ— لِمَ اَذِنْتَ لَهُمْ حَتّٰی یَتَبَیَّنَ لَكَ الَّذِیْنَ صَدَقُوْا وَتَعْلَمَ الْكٰذِبِیْنَ ۟
اې پیغمبره! الله درته عفوه وکړه ولې دې هغوی ته اجازه ورکوله؟ تر څو درته رښتیني او درواغجن په ډاګه شوي وای.
Arabic explanations of the Qur’an:
لَا یَسْتَاْذِنُكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ اَنْ یُّجَاهِدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالْمُتَّقِیْنَ ۟
هغه کسان چې په الله او د اخرت په ورخ ایمان لري هیڅکله به له تانه اجازه ونه غواړي چې هغوی دې په خپلو سرونو او مالونو له جهاد کولو څخه معاف کړای شي. او الله ته پرهیزګاران ښه معلوم دي.
Arabic explanations of the Qur’an:
اِنَّمَا یَسْتَاْذِنُكَ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ وَارْتَابَتْ قُلُوْبُهُمْ فَهُمْ فِیْ رَیْبِهِمْ یَتَرَدَّدُوْنَ ۟
اجازه یوازې هغه کسان غواړي چې په الله او داخرت په ورځ ایمان نه لري زړونه یې شکمن او پکې لالهانده به وي.
Arabic explanations of the Qur’an:
وَلَوْ اَرَادُوا الْخُرُوْجَ لَاَعَدُّوْا لَهٗ عُدَّةً وَّلٰكِنْ كَرِهَ اللّٰهُ انْۢبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِیْلَ اقْعُدُوْا مَعَ الْقٰعِدِیْنَ ۟
که له هغوی سره د وتلو اراده وای نو څه تیاری به یې ورته کړی و[۱۰]خو د هغوی راپورته کیدل د الله پاک خوښ نه وو نو ځکه یې سست او ځای په ځای کړل او ورته وویل شو چې له کینا ستونکو سره کینئ.
[۱۰] ـ عدة هغه تیاری ته وايي چې یو غازي ورته اړتیا لري لکه وسله،ډال،سورلۍ او نور خوراکي مواد(فتح القدیر د امام الشوکاني)
Arabic explanations of the Qur’an:
لَوْ خَرَجُوْا فِیْكُمْ مَّا زَادُوْكُمْ اِلَّا خَبَالًا وَّلَاۡاَوْضَعُوْا خِلٰلَكُمْ یَبْغُوْنَكُمُ الْفِتْنَةَ ۚ— وَفِیْكُمْ سَمّٰعُوْنَ لَهُمْ ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِالظّٰلِمِیْنَ ۟
که له تاسې سره وتلي وای نو پرته له ورانکارۍ څخه به یې بل څه نه ووکړي. او ستاسې په مینځ کې به یې د فتني او فساد د راپورته کولو لپاره ځغلنده قدمونه اخیستي وو په داسې حال کې چې ستاسې په مینځ کې د هغوی لپاره غوږونه هم زښت ډیر دي.او الله پاک تیري کوونکي ډير ښه پیژني.
Arabic explanations of the Qur’an:
 
Translation of the meanings Surah: At-Tawbah
Surahs’ Index Page Number
 
Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto translation - Maulvi Janbaz Sarfaraz - Translations’ Index

Translation of the meanings of the Noble Quran into Pashto language - Maulvi Janbaz Sarfaraz

close