7-12 وویل (الله): ته څه شي منع كړې، چې سجده دې ونه كړه كله چې ما تا ته حكم وكړ؟ وویل (شیطان): زه له هغه نه غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خَټې پیدا كړى دى
7-17 بیا به خامخا لازمًا زه دوى ته راځم د دوى له مخې نه او د دوى له شا نه او د دوى له ښیو اړخونو نه او چپو اړخونو نه او ته به د دوى اكثره شكر ګذاره ونه مومې
7-20 نو دوى دواړو ته شیطان وسوسه واچوله، د دې لپاره چې هغه (شیطان) دوى دواړو ته هغه څه ورښكاره كړي چې له دوى نه پټ وو، چې د دوى د شرم ځایونه دي او (ورته) ويې ويل: تاسو دواړه ستاسو رب له دې ونې نه نه یئ منع كړي مګر له دې وجې چې تاسو دواړه به ملايك شئ، یا چې شئ به له تل پاتې كېدونكو نه
7-28 او كله چې دوى څه بې حیايي وكړي (،نو) وايي: مونږ په دې باندې خپل پلرونه موندلي دي او الله مونږ ته د دې حكم كړى دى، ته (ورته) ووایه: بېشكه الله د بې حیایۍ حكم نه كوي، ایا تاسو په الله باندې هغه دروغ تپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ
7-33 ته ووایه: یقینًا همدا خبره ده چې زما رب د بې حیایۍ كارونه حرام كړي دي، هغه چې له هغو څخه ظاهِر وي او هغه چې باطن وي او (حرامه كړې يې ده) ګناه او ناحقه ظلم كول او دا چې تاسو له الله سره هغه شى شریك كړئ چې د هغه په هكله الله هېڅ دلیل نه وي نازل كړى، او دا چې تاسو په الله باندې هغه دروغ وتپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ
7-37 نو له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا د هغه د ایتونو تكذیب كوي؟ دغه كسان دي چې دوى ته به له لیكل شوي (عمر، رزق وغیره) نه خپله برخه ورسېږي، تر دې چې كله دوى ته زمونږ استازي راشي، چې دوى مړه كوي (، نو ورته) وايي به: چېرته دي هغه معبودان چې تاسو به له الله نه غیر بلل؟ هغوى به ووايي: هغه له مونږ نه ورك شول، او دوى به د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي وكړي دا چې بېشكه دوى كافران وو
7-40 بېشكه هغه كسان چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي او له هغو نه يې تكبر كړى دى، د دوى لپاره به د اسمان دروازې نه پرانستل كېږي او نه به دوى جنت ته داخلېږي تر هغه پورې چې اوښ د ستنې په سوري كې ننوځي او همدارنګه مونږ مجرمانو ته سزا وركوو
7-43 او مونږ به د دوى په سينو كې پرته كينه راوباسو، د دوى له لاندې به ولې بهېږي، او دوى به وايي: ټولې ستاينې هغه الله لره دي؛ هغه چې مونږ ته يې د دې هدایت وكړ او مونږ پخپله (داسې) نه وو چې دا لار مو موندلې وَى، كه چېرې الله مونږ ته دا لار نه وه راښودلې، یقینًا یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول
7-46 او د دواړو په مینځ كې پرده ده او د اَعراف له پاسه به څه نور كسان وي چې دوى به هر یو (له جنتیانو او دوزخیانو نه) په خپلو علامو سره پېژني او دوى به جنتیانو ته اواز وكړي چې پر تاسو دې سلام وي، دوى لا جنت ته داخل شوي نه دي او دوى (جنت ته د ننوتلو) طمع لري
7-49 ایا دا هغه كسان دي چې تاسو به قسمونه خوړل چې الله به دوى ته رحمت ونه رسوي (دوى ته خو ویل شوي دي چې) تاسو جنت ته داخل شئ، پر تاسو باندې هېڅ وېره نشته او نه به تاسو غمجن كېږئ
7-50 او دوزخیان به جنتیانو ته اواز وكړي چې تاسو پر مونږ باندې څه اوبه راتوى كړئ، یا له هغه څه نه چې الله تاسو ته دركړي دي (څه راكړئ)، وبه وايي (جنتیان) بېشكه الله دا دواړه په كافرانو باندې حرام كړي دي
7-54 بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په دې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمرسترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله چې رب العلمین دى
7-79 نو هغه، له دوى نه وګرځېده، او ويې ويل:اى زما قومه! یقینًا یقینًا ما تاسو ته د خپل رب پېغام دروساوه او ستاسو خیرخواهي مې وكړه او لېكن تاسو نصیحت (خیرخواهي) كوونكي نه خوښوئ
7-86 او تاسو په هره لار كې مه كېنئ، چې تاسو (خلق) وېروئ او تاسو د الله له لارې نه هغه څوك منع كوئ چې پر الله ایمان راوړي او تاسو په هغې (لاره د الله كې) كې كوږوالى لټوئ او تاسو هغه وخت یاد كړئ كله چې تاسو ډېر لږ وئ، نو هغهٔ تاسو ډېر كړئ او تاسو وګورئ چې د ورانكارو انجام څنګه و؟
7-87 او كه په تاسو كې یوه ډله داسې ده چې پر هغه شي يې ایمان راوړى دى چې زه ورسره رالېږل شوى یم او بلې ډلې ایمان نه دى راوړى، نو تاسو صبر كوئ تر دې چې الله زمونږ په مینځ كې فیصله وكړي او هغه تر ټولو بهتر فیصله كوونكى دى
7-88د هغه له قوم څخه كبرجنو مشرانو وویل: اى شعیبه! مونږ به تا او هغه كسان چې له تا سره يې ایمان راوړى دى؛ له خپل كلي نه خامخا لازمًا وباسو، یا به تاسو زمونږ دین ته خامخا لازمًا راګرځئ، هغه وویل: ایا اګر كه مونږ (دا) بدګڼونكي یو
7-89 یقینًا مونږ به په الله باندې سخت دروغ تپلي وي كه مونږ ستاسو دین ته در وګرځو وروسته له دې چې مونږ ته الله له هغه نه خلاصى راكړ، او مونږ ته دا حق نشته چې هغه ته وګرځو مګر دا چې زمونږ رب الله (څه) وغواړي، زمونږ رب هر شى په (خپل) علم كې راګېر كړى دى، خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! ته زمونږ په مینځ كې او زمونږ د قوم په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړه او ته تر ټولو غوره فیصله كوونكى يې
7-100 او ایا څرګنده شوې نه ده هغو كسانو ته چې د ځمكې له (مخكينو) اوسېدونكو نه وروسته دوى د هغې وارثان ګرځي دا چې كه مونږ غوښتلى (، نو) مونږ به دوى ته د دوى د ګناهونو په وجه سزا وركړې وَى او مونږ به د دوى په زړونو باندې مهر ولګوو، بیا به دوى (هېڅ) نه ویني
7-126 او ته بدې نه ګڼې زمونږ نه (هېڅ عمل) سوا له دې نه چې مونږ د خپل رب پر ایتونو ایمان راوړى دى، كله چې دغه (ایتونه) مونږ ته راغلل، اى زمونږه ربه! ته پر مونږ باندې صبر راتوى كړه او مونږ ته وفات راكړه، په داسې حال كې چې مسلمانان یو
7-131 نو كله چې به پر دوى خوشحالي راغله، ویل به يې: مونږ د همدې حقدار يو او كه چېرې پر دوى به څه تكلیف راغى، نو بدفالي به يې نيوله، په موسٰی او په هغه چا چې له هغه سره وو، خبردار! بېشكه خبره همدا ده چې د دوى بدفالي له الله سره ده او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي
7-132 او دوى به (موسٰی ته) ویل: ته چې مونږ ته هر قسمه نښه راوړې؛ د دې لپاره چې په هغې سره ته پر مونږه جادو وكړې، نو مونږ په تا باندې كله هم ایمان راوړونكي نه یو
7-133 نو مونږه په دوى باندې (وار په وار) طوفان، او ملخان او سپږې او چیندخې او وینه راولېږل، چې بېلې بېلې نښې وې، بيا هم هغوى تكبر وكړ او هغوى مجرم خلق وو
7-134 او كله چې په دوى باندې عذاب راپرېوتلو (، نو) ويې ويل: اى موسٰی: ته زمونږ لپاره له خپل رب نه دعا وغواړه په هغه څه سره چې له تا سره يې وعده كړې ده، یقینًا كه ته زمونږ نه عذاب لرې كړې، مونږ به خامخا لازمًا پر تا ایمان راوړو او خامخا لازمًا به له تا سره بني اسرائیل ولېږو (خوشې كړو)
7-141 او كله چې مونږ تاسو ته له فرعونیانو نه نجات دركړ، چې تاسو ته به يې سخت عذاب دررساوه، چې ستاسو زامن به يې وژل او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې ستاسو د رب له جانبه ډېر لوى ازمېښت و
7-143 او كله چې موسٰی زمونږ ټاكلي وخت ته راغى او خپل رب يې ورسره خبرې وكړې، ويې ويل: اى زما ربه! ته ما ته (خپل ځان) وښیه چې زه تا ووینم، رب وویل: ته به ما (په دنیا كې ) له سره ونه وینې او لېكن ته غر ته وګوره، نو كه چېرې هغه پر خپل ځاى ثابت پاتې شو، نو بيا به ته ما خامخا ووینې، نو كله چې د هغهٔ رب غر ته تجلي وكړه (، نو) هغه يې ذرې ذرې وګرځاوه او موسٰی بېخوده پرېوتلو، نو كله چې په خود شو، ويې ويل: زه ستا پاكي بیانوم، زه تا ته توبې وباسم او زه تر ټولو اول ایمان راوړونكى یم
7-146 زه به له خپلو ایتونو نه هغه كسان لازمًا واړوم چې په ځمكه كې ناحقه تكبر كوي او كه دوى هره نښه وویني (، بیا هم) پر هغې ایمان نه راوړي او كه چېرې دوى د هدایت لار وویني (، نو) هغه خپله لار نه غوره كوي، او كه چېرې د ګمراهۍ لار وویني (، نو) هغه خپله لار ګرځوي، دا ځكه چې یقینًا دوى زمونږ د ایتونو تكذیب كړى دى، او دوى له هغو نه غافله وو
7-148 او د موسٰی قوم (طور ته) د هغه (له تلو) نه پس له خپلو زېوراتو نه مجسم سخى جوړكړ چې د هغه اواز د سخي و، ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه دا (مجسم سخى) نه له دوى سره خبرې كولى شي او نه دوى ته څه لار ښودلى شي، دوى دغه (معبود) جوړ كړى دى او دوى ظالمان وو
7-153 او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي، بیا يې له هغو نه وروسته توبه وېستلې ده او ایمان يې راوړى دى، بېشكه ستا رب له دې (توبې) نه پس خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
7-156 او ته زمونږ لپاره په دې دنیا كې ښېګڼه ولیكه او په اخرت كې هم، بېشكه مونږه تا ته رجوع كړې ده، الله وویل: زه خپل عذاب رسوم چا ته چې وغواړم او زما رحمت هر شى راګېر كړى دى، نو ژر به زه ولیكم دا (رحمت) د هغو كسانو لپاره چې پرهېزګاره دي او زكات ادا كوي او هغه كسان چې هغوى زمونږ پر ایتونو ایمان لري
7-157 هغه كسان چې د اُمي رسول (او) نبي پیروي كوي هغه چې دوى يې له خپل ځان سره په تورات او انجیل كې لیكلى مومي، دوى ته د نېكۍ حكم كوي او دوى له بدۍ نه منع كوي او دوى ته پاكیزه څیزونه حلالوي او په دوى باندې خبیث څیزونه حراموي او له دوى نه د دوى درانه بارونه لرې كوي او هغه قیدونه هم چې پر دوى وو، نو هغه كسان چې پر ده يې ایمان راوړ او د ده ادب يې وكړ او د ده مدد يې وكړ او د هغې رڼا پیروي يې وكړه چې له ده سره نازل كړى شوې ده، همدغه كسان كامیاب دي
7-158 ته ووایه: اى خلقو! بېشكه زه ستاسو د ټولو په طرف د هغه الله (رالېږل شوى) رسول یم چې خاص د هغهٔ لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، همدغه ژوند وركوي او مرګ وركوي، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ
7-160 او مونږ دغه بني اسرائیل بېل بېل كړل دولس قبیلې، ډلې ډلې او مونږ موسٰی ته وحي وكړه، كله چې له هغه نه خپل قوم اوبه وغوښتې، چې ته په خپلې امسا سره كاڼى ووهه، نو له هغه نه دولس چینې جاري شوې، ټولو خلقو په يقيني ډول خپل خپل ګودر وپېژنده او مونږه پر هغوى باندې وریځ سيورى كړه او پر هغوى باندې مو ’’مَنْ‘‘ او ’’سَلْوٰی‘‘ نازل كړل، تاسو هغه پاكیزه څیزونه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي او دوى پر مونږ ظلم نه و كړى او لېكن دوى خاص پر خپلو ځانونو ظلم كاوه
7-163 او ته له دوى نه د هغه كلي په باره كې تپوس وكړه چې د سمندر پر غاړه پروت و، كله چې به هغوى د خالي په ورځ له حد نه تېرېدل، كله چې به هغوى ته د هغوى د خالي په ورځ خپل كبان ښكاره راتلل، او په هغې ورځ كې چې دوى به په خالي كې نه وو داخل (، نو) دوى ته به نه راتلل، همدارنګه مونږه دوى ازمایو، په سبب د هغې نافرمانۍ چې دوى به كوله
7-173 یا دا و(نه) وایئ چې بېشكه خبره دا ده چې شرك زمونږ پلرونو كړى و مخكې، او مونږ له هغوى نه وروسته (د هغوى) اولاد وو، ایا ته به مونږ په هغه جرم سره هلاكوې چې باطل پرستو ترسره كړى دى؟
7-185 ایا دوى د اسمانونو او ځمكې په سلطنت (او انتظام) كې غور نه دى كړى او په هغو شيانو كې چې الله پیدا كړي دي او په دې كې چې كېداى شي چې د دوى اجل ډېر نژدې شوى وي، نو له دې (قرآن) نه وروسته به دوى پر كومه خبره ایمان راوړي؟
7-187 دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د دې (قیامت) پېښېدل كله دي؟ ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې د هغهٔ علم زما له رب سره دى، پر خپل وخت به يې يواځې هغه ظاهروي، دغه (پېښه) په اسمانونو او ځمكه كې درنه ده، پر تاسو به نه راځي مګر ناڅاپه، دوى له تا نه (په داسې انداز كې ) تپوس كوي ګویا كې ته د ده په باره كې پوره تحقیق ته رسېدلى يې، ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې د ده علم له الله سره دى او لېكن زیاتره خلق نه پوهېږي
7-188 ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي
7-189 دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو ځان نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړه، د دې لپاره چې د هغې ترڅنګ ارام او سكون حاصل كړي، بیا كله چې سړي (خپله جوړه) پټه كړه (جماع يې ورسره وكړه، نو) هغه حامله شوه په سپك حمل سره، نو هغه به يې ګرځاوه، نو كله چې درنه شوه، دواړو له خپل پالونكي الله نه دعا وغوښتله، (چې) كه چېرې تا مونږ ته روغ بچـى راكړ (، نو) مونږ به خامخا ضرور له شكر كوونكو څخه شو