Check out the new design

Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto de Al-Mujtasar de la Exégesis del Sagrado Corán * - Índice de traducciones


Traducción de significados Capítulo: Al-'Ankaboot   Versículo:
فَاَنْجَیْنٰهُ وَاَصْحٰبَ السَّفِیْنَةِ وَجَعَلْنٰهَاۤ اٰیَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟
نو نوح او له مؤمنانو چې څوک له هغه سره په کښتۍ کې وو هغوی مو د ډوبېدو له تباهۍ وژغورل او کښتۍ مو د خلکو لپاره داسې د پند نښانه وګرځوله چې پند ترې اخلي.
Las Exégesis Árabes:
وَاِبْرٰهِیْمَ اِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَاتَّقُوْهُ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟
ای رسوله! در په ياد کړه د ابراهيم کيسه کله يې چې خپل قوم ته وويل: يوازې د الله عبادت وکړئ، د هغه له عذابه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، دغه څه چې امر درته پرې شوی ستاسو لپاره غوره دي که تاسو پوهېږئ.
Las Exégesis Árabes:
اِنَّمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْثَانًا وَّتَخْلُقُوْنَ اِفْكًا ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَا یَمْلِكُوْنَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوْا عِنْدَ اللّٰهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوْهُ وَاشْكُرُوْا لَهٗ ؕ— اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
بېشکه ای مشرکانو تاسو چې د څه عبادت کوئ هغه داسې بوتان دي چې هيڅ ګټه او زيان نه شي رسولای، او له ځانه داسې درواغ جوړوئ چې ګومان کوئ چې هغه بوتان د عبادت وړ دي، بېشکه هغه څه چې له الله پرته يې تاسو عبادت کوئ ستاسو لپاره د روزۍ واک نه لري چې روزي درکړي؛ نو له الله روزي وغواړئ يوازې هغه روزي ورکوونکی دی او يوازې د هغه عبادت وکړئ او د هغه شکر وباسئ پر هغه روزۍ چې پرتاسو يې پېرزو کړې ده، او د قيامت په ورځ د حساب او جزا لپاره يوازې هغه ته ورګرځول کېږئ نه ستاسو بوتانو ته.
Las Exégesis Árabes:
وَاِنْ تُكَذِّبُوْا فَقَدْ كَذَّبَ اُمَمٌ مِّنْ قَبْلِكُمْ ؕ— وَمَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟
او ای مشرکانو که تاسو محمد صلی الله عليه وسلم په هغه څه کې درواغجن وګڼئ چې ورسره راغلی دی؛ نو پرته له شکه له تاسو مخکې امتونو لکه د نوح قوم، عادیانو او ثموديانو هم رسولان درواغجن ګڼلي دي او په رسول خو يوازې څرګنده رسونه ده، او د کوم څه په رسولو چې هغه ته امر شوی و هغه يې تاسو ته ورسول.
Las Exégesis Árabes:
اَوَلَمْ یَرَوْا كَیْفَ یُبْدِئُ اللّٰهُ الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟
آيا دغو مشرکانو نه دي ليدلي چې الله څنګه په پيل کې د مخلوق پيداکول کوي بيا يې له منځه تلو وروسته بېرته راګرځوي؟! بېشکه دغه پر الله ډېر آسانه دي او هغه ځواکمن دی هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای.
Las Exégesis Árabes:
قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ بَدَاَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللّٰهُ یُنْشِئُ النَّشْاَةَ الْاٰخِرَةَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟ۚ
ای رسوله! دغو د بېرته را ژوندي کېدو درواغ ګڼونکو ته ووايه: په ځمکه کې وګرځئ بيا فکر وکړئ چې الله څنګه د پيدايښت پيل کړی، بيا الله خلک د هغوی له مرګ وروسته د دويم ځل لپاره را ژوندي کوي د راپورته کېدو او حساب لپاره، بېشکه الله پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای؛ نو د خلکو د بېرته را پاڅولو څخه نه بې وسې کېږي لکه څنګه يې چې د لومړي ځل پيداکولو څخه نه و بې وسې.
Las Exégesis Árabes:
یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَرْحَمُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَاِلَیْهِ تُقْلَبُوْنَ ۟
له مخلوقه يې چې چاته وغواړي په انصاف سزا ورکوي او چاته چې وغواړي په پېرزوينه پرې رحميږي او يوازې هغه ته د قيامت په ورځ د حساب لپاره ورګرځول کېږئ کله مو چې له خپلو قبرونو ژوندي را پورته کړي.
Las Exégesis Árabes:
وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ ؗ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟۠
او تاسو مو له پالونکي نه شئ پاتې کېدلی او نه يې له سزا څخه په ځمکه او نه هم په آسمان کې تښتېدلای شئ، او له الله پرته نه تاسو لره کوم دوست شته چې چارې مو سمبال کړي، او نه له الله پرته تاسو لره کوم مرستندوی شته چې د هغه سزا درڅخه لېرې کړي.
Las Exégesis Árabes:
وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَلِقَآىِٕهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ یَىِٕسُوْا مِنْ رَّحْمَتِیْ وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟
او هغه کسان چې د الله پاک له آيتونو او د قيامت په ورځ يې له مخامخکېدو انکار کړې، همدوی زما له رحمته ناهيلي شوي، هيڅکله به يې د خپل کفر له امله جنت ته ننه نه وځي، او همدوی لره په آخرت کې دردوونکی عذاب انتظار کوي.
Las Exégesis Árabes:
Beneficios de los versículos de esta página:
• الأصنام لا تملك رزقًا، فلا تستحق العبادة.
بتان د روزۍ واک نه لري؛ نو د لمانځلو وړ نه دي.

• طلب الرزق إنما يكون من الله الذي يملك الرزق.
روزي غوښتل يوازې له الله څخه کيږي چې د روزۍ څښتن دی.

• بدء الخلق دليل على البعث.
د پيدايښت پيل پر بېرته را ژوندي کېدو دليل دی.

• دخول الجنة محرم على من مات على كفره.
جنت ته ننوتل پر هغه حرام دي چې پر کفر مړه شوي وي.

 
Traducción de significados Capítulo: Al-'Ankaboot
Índice de Capítulos Número de página
 
Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto de Al-Mujtasar de la Exégesis del Sagrado Corán - Índice de traducciones

Emitido por el Centro Tafsir de Estudios Coránicos.

Cerrar