Traducción de los significados del Sagrado Corán - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - Índice de traducciones


Traducción de significados Versículo: (55) Capítulo: Sura Al-Nisaa
فَمِنْهُمْ مَّنْ اٰمَنَ بِهٖ وَمِنْهُمْ مَّنْ صَدَّ عَنْهُ ؕ— وَكَفٰی بِجَهَنَّمَ سَعِیْرًا ۟
ځینې د اهل کتابو نه هغه دي چې ایمان یې راوړی په هغه وحې چې الله تعالی په ابراهیم علیه السلام باندې رالیږلې ده او د هغې په اولاده کې په نورو پیغمبرانو رالیږلی ده، او بعضی د دوی څخه هغه دي چې مخ یې اړولی دی په هغې باندې د ایمان راوړلو څخه، او دا موقف د دوی د محمد صلی الله علیه وسلم باندې چې کومه وحی راغلی وه د هغې باره کې هم دی، او دی اور د جهنم پوره عذاب د هغه چا لپاره چې کفر یې کړی د دوی څخه.
Las Exégesis Árabes:
Beneficios de los versículos de esta página:
• من أعظم أسباب كفر أهل الكتاب حسدهم المؤمنين على ما أنعم الله به عليهم من النبوة والتمكين في الأرض.
د اهل کتابو (یهودو او نصارو) د کفر د غټو سببونو څخه د مومنانو سره حسد کول دي په هغه نعمتونو چې الله تعالی په مومنانو باندې کړي دي د پیغمبرۍ نه او په ځمکه کې د قدرت ورکولو نه.

• الأمر بمكارم الأخلاق من المحافظة على الأمانات، والحكم بالعدل.
امر دی په ښایسته اخلاقو باندې لکه د امانتونو ساتل، او په انصاف سره فیصلې کول.

• وجوب طاعة ولاة الأمر ما لم يأمروا بمعصية، والرجوع عند التنازع إلى حكم الله ورسوله صلى الله عليه وسلم تحقيقًا لمعنى الإيمان.
تر هغه د واکمنانو د پيروۍ واجبوالی تر څو يې پر ګناه امر نه وي کړی، د شخړې پر مهال د الله او د هغه د رسول - صلی الله عليه وسلم - پرېکړې ته راګرځېدل د ايمان د معنی تحقيق دی.

 
Traducción de significados Versículo: (55) Capítulo: Sura Al-Nisaa
Índice de Capítulos Número de página
 
Traducción de los significados del Sagrado Corán - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - Índice de traducciones

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

Cerrar