Check out the new design

Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz * - Índice de traducciones


Traducción de significados Capítulo: Al-Baqara   Versículo:
وَبَشِّرِ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— كُلَّمَا رُزِقُوْا مِنْهَا مِنْ ثَمَرَةٍ رِّزْقًا ۙ— قَالُوْا هٰذَا الَّذِیْ رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُ وَاُتُوْا بِهٖ مُتَشَابِهًا ؕ— وَلَهُمْ فِیْهَاۤ اَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَّهُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟
او هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړي د هغو جنتونو زیری ورکړه چې( دونو او ماڼیو) لاندې به یې ویالې روانې وي کله هم چې په جنتیانو د جنت کومه میوه خوړل کیږي نو دوی به وایې چې: دا خو همغه ده چې لږ وړاندې هم په مونږ خوړل شوې وه( دا ځکه چې) په جنت کې به دوی ته یو بل ته ورته میوې ورکول کیږي او هم به یې هلته پاکې ښځې په برخه وي او تل تر تله به پکې اوسیږي.
Las Exégesis Árabes:
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَسْتَحْیٖۤ اَنْ یَّضْرِبَ مَثَلًا مَّا بَعُوْضَةً فَمَا فَوْقَهَا ؕ— فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فَیَعْلَمُوْنَ اَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّهِمْ ۚ— وَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَیَقُوْلُوْنَ مَاذَاۤ اَرَادَ اللّٰهُ بِهٰذَا مَثَلًا ۘ— یُضِلُّ بِهٖ كَثِیْرًا وَّیَهْدِیْ بِهٖ كَثِیْرًا ؕ— وَمَا یُضِلُّ بِهٖۤ اِلَّا الْفٰسِقِیْنَ ۟ۙ
الله پاک له دې خبرې څخه شرم نه کوي چې د کومې خبرې د بیانولو لپاره د ماشي او یا له ماشي څخه هم د کوم کوچني څیز مثال راوړي ـ نو مؤمنان پوهیږي چې دا مثال د الله جل جلاله له لورې رښتینی مثال دی او کافران وايي: له دې مثالونو سره د الله څه کار دی؟ الله پاک په همدی یوه کار ډیر خلک بې لیارې کوي او ډيرو نورو ته لیار ښايې. بې لیاري( او ګمراهي) یواې د فاسقانو په برخه ده.
Las Exégesis Árabes:
الَّذِیْنَ یَنْقُضُوْنَ عَهْدَ اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مِیْثَاقِهٖ ۪— وَیَقْطَعُوْنَ مَاۤ اَمَرَ اللّٰهُ بِهٖۤ اَنْ یُّوْصَلَ وَیُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْخٰسِرُوْنَ ۟
هغوی چې له الله سره تړلې وعدې ماتوي او هغه اړیکې پرې کوي چې الله پاک یې د ټینګښت غوښتنه کړې ده. او هم په ځمکه کې فساد خپروي. هو! دا خلک پاخه تاوانیان دي.
Las Exégesis Árabes:
كَیْفَ تَكْفُرُوْنَ بِاللّٰهِ وَكُنْتُمْ اَمْوَاتًا فَاَحْیَاكُمْ ۚ— ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
څرنګه په هغه الله کافران کیږئ چې مړه واست ژوندي يې کړئ بیا به مو مړه او بیا به مو را ژوندي کړي او بیرته به هغه ته وروستل شئ.
Las Exégesis Árabes:
هُوَ الَّذِیْ خَلَقَ لَكُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ۗ— ثُمَّ اسْتَوٰۤی اِلَی السَّمَآءِ فَسَوّٰىهُنَّ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ ؕ— وَهُوَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟۠
دا هغه ذات دی چې د ځمکې ټول څیزونه یې ستاسې لپاره پیدا او بیا یې د اسمان جوړښت ته مخه کړه اووه اسمانونه یي جوړ کړل. او همدی په هر څه پوه دی.
Las Exégesis Árabes:
 
Traducción de significados Capítulo: Al-Baqara
Índice de Capítulos Número de página
 
Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz - Índice de traducciones

Traducción de los significados del Sagrado Corán al idioma pashto por Mawlawi Janbaz Sarfaraz

Cerrar