Check out the new design

Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz * - Índice de traducciones


Traducción de significados Capítulo: Al-'Ankaboot   Versículo:
فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا اقْتُلُوْهُ اَوْ حَرِّقُوْهُ فَاَنْجٰىهُ اللّٰهُ مِنَ النَّارِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟
د ابراهیم علیه السلام د قوم ځواب پرته له دې بل څه نه وو چې ویې ویل: ویې وژنئ یا يې وسوځوئ خو الله له اور نه وژغورلو. په رښتیا چې په دې کې د ایمان راوړونکي قوم لپاره ډیرې لوی نښې دي.
Las Exégesis Árabes:
وَقَالَ اِنَّمَا اتَّخَذْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْثَانًا ۙ— مَّوَدَّةَ بَیْنِكُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— ثُمَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكْفُرُ بَعْضُكُمْ بِبَعْضٍ وَّیَلْعَنُ بَعْضُكُمْ بَعْضًا ؗ— وَّمَاْوٰىكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟ۗۖ
او ابراهیم وویل: تاسې په دنیوي ژوند کې له الله پرته بوتان د خپل مینځي میني او محبت وسله ګرځولي دي خو د قیامت په ورځ به یو له بل نه منکر او یو پر بل به لعنت ووایې اور مو د ورتګ ځای او هیڅوک به مو ملاتړي نه وي.
Las Exégesis Árabes:
فَاٰمَنَ لَهٗ لُوْطٌ ۘ— وَقَالَ اِنِّیْ مُهَاجِرٌ اِلٰی رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟
یوازې لوط پرې ایمان راوړ. او ابراهیم وویل: زه د خپل رب لور ته هجرت کوم بې له شکه چې هغه په هر څه برلاسی او د حکمت والا دی.
Las Exégesis Árabes:
وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَجَعَلْنَا فِیْ ذُرِّیَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتٰبَ وَاٰتَیْنٰهُ اَجْرَهٗ فِی الدُّنْیَا ۚ— وَاِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟
او مونږ هغه ته اسحق او یعقوب وروبښل او د هغه په اولاده کې مو پیغمبري او کتاب کیښود، په دنیا کې مو د هغه اجر پوره ورکړـ او په اخرت کې به په باوري توګه له صالحانو څخه وي.
Las Exégesis Árabes:
وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اِنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ ؗ— مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟
او لوط را یاد کړه: هغه خپل قوم ته وویل: تاسې یوه داسې فاحش او وران کار ته ملاتړلې ده چې له تاسې څخه وړاندې هیچا نه دی کړی.
Las Exégesis Árabes:
اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُوْنَ السَّبِیْلَ ۙ۬— وَتَاْتُوْنَ فِیْ نَادِیْكُمُ الْمُنْكَرَ ؕ— فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟
ایا تاسې له نارینه وو سره یو ځای کیږئ؟ لارې شکوئ؟ او په خپلو غونډو کې په ډاګیزه ناروا کارونه کوئ؟ د هغه له قوم سره پرته له دې بل هیڅ ځواب نه ووچې ویې ویل: که ته رښتینی يې نو د الله عذاب راوله!.
Las Exégesis Árabes:
قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ عَلَی الْقَوْمِ الْمُفْسِدِیْنَ ۟۠
لوط وویل: ای زما ربه! ددې فاسد قوم په مقابل کې زما ملا وتړه.
Las Exégesis Árabes:
 
Traducción de significados Capítulo: Al-'Ankaboot
Índice de Capítulos Número de página
 
Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz - Índice de traducciones

Traducción por Maulvi Janbaz Sarfaraz

Cerrar