Check out the new design

Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz * - Índice de traducciones


Traducción de significados Capítulo: Al-‘Imrán   Versículo:
وَلَىِٕنْ مُّتُّمْ اَوْ قُتِلْتُمْ لَاۡاِلَی اللّٰهِ تُحْشَرُوْنَ ۟
او قسم دی که تاسې پخپل مرګ مړه شئ او یا ووژل شئ نو خامخا به الله ته راټول کړای شئ.
Las Exégesis Árabes:
فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ لِنْتَ لَهُمْ ۚ— وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِیْظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوْا مِنْ حَوْلِكَ ۪— فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِی الْاَمْرِ ۚ— فَاِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِیْنَ ۟
د الله مهرباني وه چې ته مسلمانانو ته نرم شوې، که ته بد خویه او سخت زړه خاوند وای نو دوی به ستا له چاپیر څخه خواره واره او تیت، پرک شوي و او نو عفوه ورته وکړه بښنه ورته وغواره او په کار کې ورسره مشوره وکړه او کله دې چې هوډ وکړ نو پر الله توکل وکړه بې شکه چې الله توکل کوونکي خوښوي.
Las Exégesis Árabes:
اِنْ یَّنْصُرْكُمُ اللّٰهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۚ— وَاِنْ یَّخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِیْ یَنْصُرُكُمْ مِّنْ بَعْدِهٖ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟
که الله ستاسې ملاتړ وکړي نو هیڅوک پر تاسې نه شي برلاسې کیدای او که الله مو پریږدي نو څوک دی چې د الله له پريښوولو وروسته ستاسې مرسته وکړي؟ نو باید چې مؤمنان یوازې پر الله توکل وکړي.
Las Exégesis Árabes:
وَمَا كَانَ لِنَبِیٍّ اَنْ یَّغُلَّ ؕ— وَمَنْ یَّغْلُلْ یَاْتِ بِمَا غَلَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ۚ— ثُمَّ تُوَفّٰی كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟
پیغمبر هیڅ شی نه پټوي او هر څوک چې یو شی پټ کړي نو د قیامت په ورځ به پټ کړی شی راوړي او بیا به هر چاته د هغه د کړو بدل پوره ورکړای شي او هیڅ ظلم به پرې ونه کړای شي.
Las Exégesis Árabes:
اَفَمَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَ اللّٰهِ كَمَنْ بَآءَ بِسَخَطٍ مِّنَ اللّٰهِ وَمَاْوٰىهُ جَهَنَّمُ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟
ایا هغه څوک چې د الله د خوښې پسې ګرځي د هغه چا په شان دی چې د الله په قهر اخته؟ او د ورتګ ځای یې جهنم وي؟ او جهنم د ورتګ ډیر بد ځای دی.
Las Exégesis Árabes:
هُمْ دَرَجٰتٌ عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِمَا یَعْمَلُوْنَ ۟
د الله په وړاندې د هغوی جلا جلا درجې دي، او الله پاک د هغوی کړنو ښه لیدونکی دی.
Las Exégesis Árabes:
لَقَدْ مَنَّ اللّٰهُ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ اِذْ بَعَثَ فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْ اَنْفُسِهِمْ یَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِهٖ وَیُزَكِّیْهِمْ وَیُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ ۚ— وَاِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلُ لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟
دا کره خبره ده چې الله پاک له مؤمنانو سره ډیره لویه ښیګڼه کړې ده چې د هغوی یو تن یي رسول ور ولیږه چې د هغه ایتونه پرې لولي، پاکوي یې، کتاب [۱۵] او حکمت[۱۶] ورښايي که څه هم دوی له رسول څخه وړاندې ښکاره بې لارې وو.
[۱۵] قرآن ( کابلی تفسیر).
[۱۶] شرعي احکام ( کابلی تفسیر).
Las Exégesis Árabes:
اَوَلَمَّاۤ اَصَابَتْكُمْ مُّصِیْبَةٌ قَدْ اَصَبْتُمْ مِّثْلَیْهَا ۙ— قُلْتُمْ اَنّٰی هٰذَا ؕ— قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ اَنْفُسِكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
( داسې ولې وشو؟) هغه وخت چې تاسې ته مصیبت ورسید سره له دې چې ددی مصیبت دوه چنده تاسو هغوی ته رسولی ؤ[۱۷] نو تاسې ویل چې دا مصیت ولې مونږ ته را ورسید؟ ورته ووایه دا مو له خپله لاسه بې شکه الله پاک پر هر څه توان لري.
[۱۷] مشرکانو ته په بدر کې ( کابلی تفسیر).
Las Exégesis Árabes:
 
Traducción de significados Capítulo: Al-‘Imrán
Índice de Capítulos Número de página
 
Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz - Índice de traducciones

Traducción por Maulvi Janbaz Sarfaraz

Cerrar