Check out the new design

Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz * - Índice de traducciones


Traducción de significados Capítulo: Al-Maaida   Versículo:
وَمِنَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّا نَصٰرٰۤی اَخَذْنَا مِیْثَاقَهُمْ فَنَسُوْا حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوْا بِهٖ ۪— فَاَغْرَیْنَا بَیْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَآءَ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَسَوْفَ یُنَبِّئُهُمُ اللّٰهُ بِمَا كَانُوْا یَصْنَعُوْنَ ۟
او په همدی توګه مونږ له هغو خلکو څخه هم وعده اخیستې وه چې ځانونه یې نصارا یعني ملاتړي ګڼل او ډير هغه څه یې هیر کړل چې پند پری ورکړای شوی ؤ نو ځکه مو تر قیامته د هغوی په مینځ کې دښمني او کینه واچوله، او الله پاک به ډیر ژر هغوی د خپلو کړو په نتیجه خبر کړي.
Las Exégesis Árabes:
یٰۤاَهْلَ الْكِتٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلُنَا یُبَیِّنُ لَكُمْ كَثِیْرًا مِّمَّا كُنْتُمْ تُخْفُوْنَ مِنَ الْكِتٰبِ وَیَعْفُوْا عَنْ كَثِیْرٍ ؕ۬— قَدْ جَآءَكُمْ مِّنَ اللّٰهِ نُوْرٌ وَّكِتٰبٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ
ای د کتاب خاوندانو! تاسې ته زما رسول راغی، هغه تاسې ته د کتاب ډیر هغه څه چې تاسې یې پټوئ ښکاره کوي، او له ډیرو څخه در تیریږي. په تحقیق سره تاسې ته د الله له لورې رڼا او بیانوونکی کتاب راغلی دی.
Las Exégesis Árabes:
یَّهْدِیْ بِهِ اللّٰهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهٗ سُبُلَ السَّلٰمِ وَیُخْرِجُهُمْ مِّنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ بِاِذْنِهٖ وَیَهْدِیْهِمْ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟
الله پاک په رسول او هغه کتاب سره هغه چا ته چې د الله خوښه لټوي د خلاصون لارې ښايې په خپل حکم یې د کفر له تیارو څخه د اسلام رڼا ته وباسي او د نیغې او سمې لارې ښوونه ورته کوي.
Las Exégesis Árabes:
لَقَدْ كَفَرَ الَّذِیْنَ قَالُوْۤا اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْمَسِیْحُ ابْنُ مَرْیَمَ ؕ— قُلْ فَمَنْ یَّمْلِكُ مِنَ اللّٰهِ شَیْـًٔا اِنْ اَرَادَ اَنْ یُّهْلِكَ الْمَسِیْحَ ابْنَ مَرْیَمَ وَاُمَّهٗ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ؕ— وَلِلّٰهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— یَخْلُقُ مَا یَشَآءُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟
په تحقیق هغه کسان کافران دي چې وایې: الله همغه مریمې ځوی عیسې دی. ای محمده! ووایه څوک به وي چې د الله مخه ونیسي که هغه د مریمې ځوی عیسې، د هغه د مور او د ځمکې د ټولو ژویو د هلاکولو اراده وکړي؟ د اسمانونو ځمکې او ددی دواړو په مینځ کې د ټولو څیزونو واکمني یوازې د یو الله ده څه یې چې خوښه شي پیدا کوي یې او الله پاک په هر شي بر لاسی او پیاوړی دی.
Las Exégesis Árabes:
 
Traducción de significados Capítulo: Al-Maaida
Índice de Capítulos Número de página
 
Traducción de los significados del Sagrado Corán - Traducción al pashto - Sarfaraz - Índice de traducciones

Traducción por Maulvi Janbaz Sarfaraz

Cerrar