ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (14) سوره: سوره رعد
لَهٗ دَعْوَةُ الْحَقِّ ؕ— وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَسْتَجِیْبُوْنَ لَهُمْ بِشَیْءٍ اِلَّا كَبَاسِطِ كَفَّیْهِ اِلَی الْمَآءِ لِیَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَالِغِهٖ ؕ— وَمَا دُعَآءُ الْكٰفِرِیْنَ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ ۟
يوازې الله ته د توحيد بلنه ده هيڅوک ورسره پکښې شريک نه دي، هغه بوتان چې له الله پرته يې مشرکان وربولي د هغه چا بلنې ته چې وربولي يې په هيڅ غوښتنه کې ځواب نشي ورکولای، د هغوی لخوا يې بلنه د هغه تږي غوندې ده چې خپل لاس اوبو ته غځوي، څو يې خولې ته ورسيږي او ترې ويې څښي، خو اوبه يې خولې ته رسېدونکې نه دي، د کافرانو لخوا د بتانو رابلل يوازې ضايع کېدل او له حقه لرې کېدل دي، ځکه د هغوی لپاره نه د ګټې د راکشولو او نه د زيان د مخنيوي واک لري.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• بيان ضلال المشركين في دعوتهم واستغاثتهم بغير الله تعالى، وتشبيه حالهم بحال من يريد الشرب فيبسط يده للماء بلا تناول له، وليس بشارب مع هذه الحالة؛ لكونه لم يتخذ وسيلة صحيحة لذلك.
د مشرکانو د لار ورکۍ بيان پرته له الله جل جلاله څخه نورو ته د بلنې له امله او پرته له الله څخه د مرستې غوښتلو له امله او د دوی د حال ورته والی هغه چا ته چې څښل غواړي، اوبو ته لاس غځوي پرته لدې چې اوبه تر لاسه کړي او له دغه حال سره څښونکی نه وي، ځکه د دغه لپاره يې سمه لار نه ده غوره کړې.

• أن من وسائل الإيضاح في القرآن: ضرب الأمثال وهي تقرب المعقول من المحسوس، وتعطي صورة ذهنية تعين على فهم المراد.
په قرآن کې د څرګندوالي له لارو څخه: دبېلګو بيانول دي چې معقول له محسوس سره نېږدې کوي او يو داسې ذهني انځور ورکوي چې د موخې په پوهاوي کې مرسته کوي.

• إثبات سجود جميع الكائنات لله تعالى طوعًا، أو كرهًا بما تمليه الفطرة من الخضوع له سبحانه.
الله تعالی ته په خوښه د ټولو کايناتو د سجدې اثبات.او يا په ناخوښۍ سره چې د هر څه فطرت هغه پاک ذات ته په سرټيټۍ امر کوي.

 
ترجمهٔ معانی آیه: (14) سوره: سوره رعد
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن