ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (34) سوره: سوره رعد
لَهُمْ عَذَابٌ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَشَقُّ ۚ— وَمَا لَهُمْ مِّنَ اللّٰهِ مِنْ وَّاقٍ ۟
هغوی لره د دنيا په ژوند کې د مؤمنانو پر لاسونو رسېدلې د وژلو او بندي کولو سزا ده او د آخرت هغه سزا چې انتظار يې کوي پر هغوی د دنيا له سزا ډېره سخته او درنه ده، ځکه په هغو کې سختوالی او داسې دوام دی چې نه ختميږي او د قيامت په ورځ هغوی لره کوم خنډ نشته چې د الله له سزا يې وساتي.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• أن الأصل في كل كتاب منزل أنه جاء للهداية، وليس لاستنزال الآيات، فذاك أمر لله تعالى يقدره متى شاء وكيف شاء.
اصل په هر نازل کړل شوي کتاب کې دا دی چې هغه د لارښوونې لپاره راغلی وي نه د نښانو د نازلېدو د غوښتنې لپاره؛ نو دغه د الله تعالی حکم دی اندازه کوي يې چې کله وغواړي او څنګه وغواړي.

• تسلية الله تعالى للنبي صلى الله عليه وسلم، وإحاطته علمًا أن ما يسلكه معه المشركون من طرق التكذيب، واجهه أنبياء سابقون.
د الله لخوا نبي صلی الله عليه وسلم ته ډاډګېرنه او د هغه د پوهې چاپېروالی پر دغه خبره چې له هغه سره مشرکانو کومې د درواغ ګڼلو لارې غوره کړې پخواني رسولان له هغو سره مخ شوي دي.

• يصل الشيطان في إضلال بعض العباد إلى أن يزين لهم ما يعملونه من المعاصي والإفساد.
شيطان د ځينو بندګانو په لارورکۍ دېته رسيږي چې هغوی لره يې د ګناهونو او ورانکارۍ کړنې ښايسته کوي.

 
ترجمهٔ معانی آیه: (34) سوره: سوره رعد
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن