ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (20) سوره: سوره كهف
اِنَّهُمْ اِنْ یَّظْهَرُوْا عَلَیْكُمْ یَرْجُمُوْكُمْ اَوْ یُعِیْدُوْكُمْ فِیْ مِلَّتِهِمْ وَلَنْ تُفْلِحُوْۤا اِذًا اَبَدًا ۟
که چیرته ستاسې قوم په تاسې باندې خبر شي او ستاسې ځای معلوم کړي نو تاسې به ووژني د کاڼو په ویشتلو سره، او یا به مو بیرته خپل باطل دین ته واړوي هغه چې تاسې پرې وئ مخکې د دې نه چې الله تعالی په تاسې باندې احسان وکړ د هدایت کولو د حق دین طرف ته، او که چیرته تاسې بیرته دې دین ته وګرځیدئ نو هیڅکله به کامیاب نشئ، نه په دنیا او نه په اخرت کې، بلکې تاسې به په دواړو کې ډیر لوی تاوان وکړئ په سبب د پریښودلو ستاسې د حق دین لره هغه چې الله تعالی ورته ستاسې هدایت کړی، او په سبب د ګرځیدلو ستاسې دغه باطل دین ته.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• من حكمة الله وقدرته أن قَلَّبهم على جنوبهم يمينًا وشمالًا بقدر ما لا تفسد الأرض أجسامهم، وهذا تعليم من الله لعباده.
د الله تعالی د حکمت او قدرت نه دا دي چې دوی یې په ښي اړخ او چپ اړخ اړول راړول په هغه اندازه چې ځمکه د دوی جسدونه خراب نه کړي، او دا د الله تعالی له طرفه خپلو بندګانو ته ښودنه ده.

• جواز اتخاذ الكلاب للحاجة والصيد والحراسة.
په دې ایتونو کې د ضرورت؛ ښکار کولو او څوکېدارۍ لپاره د سپیو ساتلو جواز دی.

• انتفاع الإنسان بصحبة الأخيار ومخالطة الصالحين حتى لو كان أقل منهم منزلة، فقد حفظ ذكر الكلب لأنه صاحَبَ أهل الفضل.
د انسان فایده اخیستل د غوره خلکو په ملګرتیا سره او د نیکانو سره په یوځای کیدلو باندې اګر که د دوی نه په مرتبه کې ټیټ هم وي، یقینا د اصحاب کهفو د سپي یاد ساتل شوي ځکه چې دې د غوره خلکو سره ملګری و.

• دلت الآيات على مشروعية الوكالة، وعلى حسن السياسة والتلطف في التعامل مع الناس.
په دې آیتونو کې دلیل دی په جواز د وکالت کولو، او په ښایسته سیاست کولو او په نرمۍ کولو د خلکو سره په تعامل کې.

 
ترجمهٔ معانی آیه: (20) سوره: سوره كهف
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن