ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (28) سوره: سوره بقره
كَیْفَ تَكْفُرُوْنَ بِاللّٰهِ وَكُنْتُمْ اَمْوَاتًا فَاَحْیَاكُمْ ۚ— ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟
ای کافرانو! ستاسې هم ناآشنا کړنې دي! څنګه تاسو په الله تعالی کافران کېږئ، په داسې حال کې چې تاسې د الله تعالی د ځواک نښې په خپلو ځانونو کې وینئ، بېشکه تاسې هيڅ نه وئ، نو تاسو یې پیدا او ژوندي کړئ، بیا به مو هماغه (الله) په دوهم ځل مړه کړي، بیا به مو په دوهم ژوند سره را ژوندي کړي، بیا به بېرته هغه ته د دې لپاره ورګرځئ چې د هغه څه حساب درسره وکړي چې تاسو وړاندې کړي دي.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• من كمال النعيم في الجنة أن ملذاتها لا يكدرها أي نوع من التنغيص، ولا يخالطها أي أذى.
په جنت کې د نعمتونو کمال دا دی چې خوند یې هیڅ شی نشي خرابولی او نه ورسره بل څه تکلیف (یا زیان) ګډ وي (په ډېرې آسانۍ لاسته راځي).

• الأمثال التي يضربها الله تعالى لا ينتفع بها إلا المؤمنون؛ لأنهم هم الذين يريدون الهداية بصدق، ويطلبونها بحق.
کوم مثالونه چې الله تعالی بیانوي یوازې مومنان ترې ګټه اخلي؛ ځکه چې همدوی په ریښتیا سره د هدایت (لارښوونې) اراده لري او په ریښتیا سره یې غوښتنه کوي.

• من أبرز صفات الفاسقين نقضُ عهودهم مع الله ومع الخلق، وقطعُهُم لما أمر الله بوصله، وسعيُهُم بالفساد في الأرض.
د فاسقانو له ځانګړو صفتونو څخه دا دي، چې له الله تعالی او مخلوق سره خپلې ژمنې ماتوي او هغه څه پرې کوي چې الله تعالی یې د پیوستون امر کړی دی او په زمکه کې د فساد کولو هڅه کوي.

• الأصل في الأشياء الإباحة والطهارة؛ لأن الله تعالى امتنَّ على عباده بأن خلق لهم كل ما في الأرض.
اصل په ټولو شیانو کې اباحت او پاکي ده؛ ځکه چې الله تعالی په خپلو بندګانو باندې احسان (پیرزوینه) کړې ده، چې د دوی لپاره یې ټول هغه څه چې په زمکه کې دي پېدا کړي دي.

 
ترجمهٔ معانی آیه: (28) سوره: سوره بقره
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن