ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (136) سوره: سوره نساء
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَالْكِتٰبِ الَّذِیْ نَزَّلَ عَلٰی رَسُوْلِهٖ وَالْكِتٰبِ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ مِنْ قَبْلُ ؕ— وَمَنْ یَّكْفُرْ بِاللّٰهِ وَمَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَكُتُبِهٖ وَرُسُلِهٖ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلٰلًا بَعِیْدًا ۟
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی مضبوط شئ په خپل ایمان ستاسو په الله تعالی او د هغه په رسول، او په هغه قران چې رالیږلی یې دی په خپل پیغمبر، او په هغو کتابونو چې رالیږلي یې دي په پیغمبرانو مخکې له دې پیغمبر څخه، او هر هغه څوک چې کفر وکړي په الله تعالی او د هغه په ملایکو او د هغه په کتابونو او د هغه په پیغمبرانو او په ورځ د قیامت؛ نو په تحقیق سره لرې شو د نیغې لارې څخه په لري والی لوی سره.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• وجوب العدل في القضاء بين الناس وعند أداء الشهادة، حتى لو كان الحق على النفس أو على أحد من القرابة.
واجب دي عدل او انصاف کول په فیصله کولو کې د خلکو ترمنځ او په وخت د ادا کولو د ګواهۍ، اګر که دا حق په خپل نفس او یا په خپلو خپلوانو وي.

• على المؤمن أن يجتهد في فعل ما يزيد إيمانه من أعمال القلوب والجوارح، ويثبته في قلبه.
په مومن باندې لازمه ده چې کوشش وکړي په کولو د هغو عملونو چې د هغه ایمان زیاتوي د زړه د عملونو څخه او د اندامونو د عملونو څخه، او باید په خپل زړه کې یې مضبوط کړي.

• عظم خطر المنافقين على الإسلام وأهله؛ ولهذا فقد توعدهم الله بأشد العقوبة في الآخرة.
غټ خطر د منافقانو په اسلام او مسلمانانو باندې؛ او ددې وجې نه الله تعالی ویرولي په سخته سزا سره په اخرت کې.

• إذا لم يستطع المؤمن الإنكار على من يتطاول على آيات الله وشرعه، فلا يجوز له الجلوس معه على هذه الحال.
کله چې مومن وسه نه لرې د انکار کولو په هغه چا باندې چې د الله تعالی په ایتونو او شرع باندې تیری کوي، نو بیا ندي جایز هغه لره کیناستل د هغه سره په دې حال کې.

 
ترجمهٔ معانی آیه: (136) سوره: سوره نساء
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن