ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم * - لیست ترجمه ها


ترجمهٔ معانی آیه: (16) سوره: سوره نساء
وَالَّذٰنِ یَاْتِیٰنِهَا مِنْكُمْ فَاٰذُوْهُمَا ۚ— فَاِنْ تَابَا وَاَصْلَحَا فَاَعْرِضُوْا عَنْهُمَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا ۟
او هغه دوه کسان چې د زنا يا لواطت بدکاري وکړي له سړو څخه -که واده یې کړی وي او که نه یې وي کړی- نو سزا ورکړئ هغوي ته په ژبه او په لاس چې کوم یو شی دوی سپکوي او رټي يې، نو که چیرته دوی د خپل بدکار څخه واوښتل، او خپل اعمال يې برابر کړل؛ نو تاسو هغوی ته د بد رد څخه مخ واړوئ؛ ځکه چې د ګناه څخه توبه ویستونکی داسي وي لکه بیخي چې يې ګناه نه وي کړي، بیشکه الله تعالی ډیر توبه قبلوونکی دی په هغه چا باندې چې توبه وباسي د هغه له بندګانو څخه، مهربانه دی په هغوی باندې. او په دې ډول سزا باندې بسنه کول اول د اسلام کې وو، بیا وروسته منسوخ شو په وهلو او جلاوطنۍ سره د غیر واده شوي او په رجم کولو (کاڼو ویشتلو) د واده شوي.
تفسیرهای عربی:
از فواید آیات این صفحه:
• ارتكاب فاحشة الزنى من أكثر المعاصي خطرًا على الفرد والمجتمع؛ ولهذا جاءت العقوبات عليها شديدة.
د زنا کول د ډیرو ګناهونو څخه زیات خطر دی په خلکو او ټولنه باندې؛ او د دې وجی نه یې سزا ډیره سخته راغلې.

• لطف الله ورحمته بعباده حيث فتح باب التوبة لكل مذنب، ويسر له أسبابها، وأعانه على سلوك سبيلها.
د الله تعالی رحم او مهرباني په خپلو بندګانو دا ده چې د هر ګناهګار لپاره یې د توبې دروازه پرانیستې ده، او د توبې اسباب یې ورته هم اسان کړي دي، او د توبې د لارې خپلولو باندې یې ورسره مرسته کړې ده.

• كل من عصى الله تعالى بعمد أو بغير عمد فهو جاهل بقدر من عصاه جل وعلا، وجاهل بآثار المعاصي وشؤمها عليه.
هر هغه څوک چې د الله تعالی نافرماني کوی په قصد او یا بغیر د قصد نه نو هغه جاهل دی په اندازه د هغه چا چې دا یې نافرماني کوي چې عزت والا دی او اوچت ذات دي، او بی خبره دی دا ګناه کوونکې د ګناه په اثارو او د ګناه په بدوالی په هغه باندې.

• من أسباب استمرار الحياة الزوجية أن يكون نظر الزوج متوازنًا، فلا يحصر نظره فيما يكره، بل ينظر أيضا إلى ما فيه من خير، وقد يجعل الله فيه خيرًا كثيرًا.
د کورنئ زندګي د همیشوالي د اسبابو نه دا دي چې د خاوند نظر برابر وي، نو بس ندي محصوروی خپل نظر په هغه څه کې چې بد یې ګڼي، بلکه هغه خیر ته دي هم ګوري چې په دې کې دی او یقینا الله تعالی په دې کې ډیر خیر ګرځولی دی.

 
ترجمهٔ معانی آیه: (16) سوره: سوره نساء
فهرست سوره ها شماره صفحه
 
ترجمهٔ معانی قرآن کریم - الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم - لیست ترجمه ها

الترجمة البشتوية للمختصر في تفسير القرآن الكريم، صادر عن مركز تفسير للدراسات القرآنية.

بستن